د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مالي بحران او زياتېدونکې ګرانۍ لاملونه او حل؟


په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته دا هېواد له مالي بحران سره مخامخ دی.

که يو خوا حکومت له چين او خليجي هېوادونو څخه د پور او مرستې اخيستو په تکل دی نو بل لور ته يې ځينې داسې اقتصادي اقدامات کړي چې په وينا يې د هېواد اقتصاد پر ځان تکيه وکړي.

خو د مالي بحران او حکومتي اقداماتو له کبله په پاکستان کې ګراني هم زياته شوې.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان دغسې اقتصادي بحران او ګراني بحث کوو.

ميلمانه مو د اسلام اباد اسلامک پوهنتون د معاشياتو استاد ډاکټر معراج الحق او د پاکستان د سوداګرو اتحاديي پخوانی مشر حنيف ګوهر دي.

د پاکستان مالي بحران او زياتېدونکې ګرانۍ لاملونه او حل؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG