د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتين: که پرلت نتيجه ورنکړه نو ښايي احتجاج پراخ کړو


پښتون تحفظ مومنټ په کراچۍ کې د نقیب الله مسود د تلین په مناسبت جلسه کړې وه.
پښتون تحفظ مومنټ په کراچۍ کې د نقیب الله مسود د تلین په مناسبت جلسه کړې وه.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي ناسته لا هم دوام لري او د غورځنګ مشر ويلي، که يې ملګري خوشي نشول نوښايي احتجاج پراخ کړي.

د غورځنګ ملاتړي د خپل يو مشر عالمزيب مسود تر نيول کېدو وروسته د جنورۍ له ۲۴ مه د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې پرلت وهلی دی.

دوی غوښتنه کوي چې عالمزيب مسود دې خوشی شي او د نورو ملګرو پرضد دې د پوليسو مقدمې ختمې شي.

د سينديانو، بلوڅانو او د مهاجرو د لادرکه کسانو مسيله راپورته کوو.
منظور پښتين

د جنورۍ پر ۲۷ مه په احتجاجي ناسته کې د نورو ورځو په پرتله زياتو خلکو ګډون وکړ.

پرلت ته د کراچۍ د مهاجرو يوه ډله هم ورغلې وه چې د پښتون تحفظ موومېنټ د غوښتنو حمايت يې وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د ټيليفون له لارې پرلت ته په پښتو او اردو ژبو کې وينا وکړه.

نوموړي پر خپله وينا کې وويل،دوی د پاکستان د ايين په چوکاټ کې د خپلو غوښتنو حل غواړي.

هغه زياته کړه، د وزيرستاني ځوان نقيب مسود په وژنه تورن پوليس افسر راو انوار ازاد ګرځي خو بل خوا دده په وينا د دوی ملګري زندان ته اچول کېږي.

خو راوانوار په قتل کې له لاس درلودلو انکار کوي او داوخت عدالت په ضمانت خوشی کړی دی.

منظور پښتين زياته کړه چې پرلت به دوام لري خو که يې په څو ورځو کې نتيجه ورنکړه نو نو پخپله به کراچۍ ته ورځي او بيا کېدای شي د اسلام اباد پر لور لاريون پيل کړي.

رينجرز او نورې ادارې د پيپلزپارټۍ بدنامولو لپاره دا کار کړی چې مقصد يې ثابتول دي چې پيپلز پارټۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ خلاف ده..
فرحت الله بابر

منظور پښتين په پرلت کې شامل غيرپښتنو ته په اردو ژبه کې هم څو خبرې وکړې.

هغه وويل چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د سينديانو، بلوڅانو او د مهاجرو د لادرکه کسانو مسيله راپورته کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزيب مسود د کراچۍ پوليسو د جنورۍ پر ۲۱مه نيولی وو.

پر هغه د ترهګرۍ ترڅنګ د بلوې او د خلکو را پارولو تورنه لګول شوي دي.

پوليسو هغه د جنورۍ پر ۲۶مه سيند های کورټ ته وړاندې کړ چې عدالت په عدالتي ريمانډ جېل ته واستولی.

د سيند واکمن ګوند پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري له خپله طرفه د عالمزيب د قانوني مرسته لپاره وکيل ټاکلی دی.

ددې ګوند يو مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر د جنورۍ پر ۲۶ مه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال ادعا وکړه چې د عالمزيب په نيونه د سيند حکومت خبر نه دی.

پر عالمزيب مسود د ترهګرۍ ترڅنګ د بلوې او د خلکو را پارولو تورنه لګول شويي دي.

هغه تور پورې کړ چې رينجرز او نورې ادارې د پيپلزپارټۍ بدنامولو لپاره دا کار کړی چې مقصد يې ثابتول دي چې پيپلز پارټۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ خلاف ده.

رينجرز لا په دې اړه څه نه ويلي.

پښتون تحفظ مومنټ د جنورۍ په ۲۰مه، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود د اولني تلین په مناسبت جلسه وکړه چې ورته عالمزيب مسود هم وينا وکړه او یوه ورځ پس هغه پوليسو ونيولی.

XS
SM
MD
LG