د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو د حلقه بندیو وروستی فهرست د مارچ پر څلورمه خپرېږي: چارواکي


دا حلقه بندۍ د پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو لپاره کېږي
دا حلقه بندۍ د پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو لپاره کېږي

پراګ - د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن وايی، په قبايلي ضلعو کې به د صوبايي اسمبلۍ د حلقه بنديو لومړنۍ لېسټ د ډېسېمبرتر ۳۱ مې نېټې پورې خپور کړل شي.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د خېبر پښتونخوا څانګې وياند سهيل احمد د ډېسېمبر پر دويمه مشال راډیو ته وويل، د لومړني فهرست خپرېدو وروسته به د قبايلي ضلعو خلقو ته د جنورۍ له لومړې نېټې څخه د جنورۍ تر ۳۰ مې نېټې پورې وخت ورکړل شي چې د حلقه بنديو په اړه خپل اعتراضونه او سپارښتنې جمع کړي.

نوموړي زياته کړه، له دې پروسې وروسته به انتخاباتي کميشن د دغو اعتراضونه جاج اخلي او په اړه به يې فیصلې کوي.

دده په خبره، د مارچ پر څلورمه نېټه به دقبايلي سيمو د حلقه بنديو حتمي فهرست خپور کړل شي.

انتخاباتي کميشن وار له مخه د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو لپاره د ۱۶ څوکيو اعلان کړی دی.

سهيل احمد وايي چې په قبايلي ضلعو کې به د صوبايي اسمبلۍ د څوکيو وېش د ابادۍ پر بنياد کېږي.

مارچ پر څلورمه نېټه به دقبايلي سيمو د حلقه بنديو حتمي فهرست خپور کړل شي.
سهيل احمد

هغه زياته کړه چې که څه هم په دې کې بدلون نشي کېدلای خو بيا هم که خلک اعتراض لري نو له انتخاباتي کمېشن سره خپلې اندېښنې او ثبوتونه شريکولای شي.

د پاکستان پارلمان په ۲۰۱۸ م کال کې په ايين کې په بدلون کولو سره پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا ګډه کړه چې پکې ویل شوي وو چې له ګډېدو وروسته به قبايلي سيمو ته د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې څوکۍ ورکول کېږي.

د انتخاباتو لپاره حتمي نېټه نه ده ورکړل شوې خو زيات امکان دی چې د ۲۰۱۹ز کال په دوران کې په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ پر څوکيو ټاکنې وشي.

XS
SM
MD
LG