عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د طالبانو له خوا د افغانستان د هرات ښار نيولو وروسته هلته پر نایانو يا سليمانيانو د هغو خلکو شمېر کم شوی چې فېشني وېښتان به يې جوړول او یا به يې ږيرې خریلې. نایان وايي چې کاروبار يې په ټپه درېدلی دی. طالبانو دا ځل لاهم کوم محدودتونه نه دې لګولي خو په خپله لومړنۍ واکمني کې يې پر فېشني وېښتانو او ږيرو
د پاکستان جيو ټيليويژن سره په لاهور کې د سېپټمېبر پر ۱۸مه نېټه د یوې ځانګړې مرکې پر مهال نوموړي ويلي چې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندل د افغانستان ریاست په رسميت د پېژندلو په معنی ده.
د کابل تر نيولو وروسته يو شمېر طالبان د تفريح لپاره د دې ښار مرکزي پارک ته ورمات شوي دي. دوی په ټالونو کې زانګي، په چريزه ټوپک غبارې ولي او بانډارونه کوي خو په پارک کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نه شته.
وروسته د افغانستان ملي مصالحې عالي شوری مشرعبدالله عبدالله په ويډيويي پېغام کې د [اشرف غني] له هېواده د وتلو تصديق وکړ.
د پاکستان تر جوړېدو وروسته چې پينځه ځله د حکومتي ځواکونو او بلوڅ وسله والو ترمینځ جګړه شوې نو هرځل يوشمېر بلوڅانو افغانستان ته پناه وړې ده.
منظور پښتين زياته کړه چې په کار وه فواد چودري د هغو پښتنو مشرانو په اړه تحقیقاتي رپورټ وړاندې کړی وای چې په تېرو څو کلونو کې وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نوموړې نه وه تښتول شوې او دا د پاکستان بدنامولو سازش دی.
د افغانستان په هرات ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخيستی چې ورسره د ښار د اوسېدونکي اندېښنې هم زياتې شوې دي. ځايي خلک وايي چې د امنيتي اندېښنو پرته په ښار کې د ورځنۍ اړتيا توکي ګران شوي دي. نور حال د فرانس پريس اژانس په دې ويډيويي راپور کې.
حکومت د وايرس د مخنيوي لپاره په کراچۍ کې د اګست تر اتمې نيټې پورې جزوي ټولبند/لاکډوان هم لګولی دی.
د هند د اتر پردېش ایالت د غازي اباد سیمې ارچنا دېوي څه د پاسه درې میاشتې وروسته له کووېډ-۱۹ ناروغۍ جوړه شوه. د ۴۵ کلنې دېوي کورنۍ وايي، نوموړې اوس له روغتونه کور ته انتقال شوې. هند د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې د کورونا وایرس جهاني وبا زښت ځپلی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې د جولای پر ۲۱مه نېټه لوی اختر دی او د هغه هېواد په مختلفو سيمو کې د قربانۍ څارويو رانيولو لپاره منډیانې لګېدلي دي. خو په کراچۍ کې داسې نجلۍ هم شته چې د انټرنېټ د لارې څاروي پلوري. په دې اړه د اسوشیېټېډ پرېس ويډيويي راپور وګورئ.
د پاکستان ولسمشر دفتر د جولاي پر اوومه نېټه په خبرپاڼه کې ويلي وو چې عارف علوي د بلوچستان د پخواني ګورنر امان الله ياسينزي استعفی ومنله او سيد ظهور احمد اغا يې د صوبې نوی ګورنر وټاکلی.
عمران خان په واک کې تر راتلو درې کاله وروسته له بلوڅ وسله والو ډلو سره د مذاکراتو خبره کړې ده خو تر دې وړاندې د نواز شريف په مشری د مسلم لیګ په واکمنۍ کې هم د دغسې خبرو اترو هڅه شوې وه.
ټولنې د جولايي پر درېيمه نېټه په خپاره شوي بيان کې ويلي چې احتجاج د پنجاب اسمبلۍ له خوا د پرېوېلېجز ترميمي اېکټ ۲۰۲۱ په نوم د منظور شوې قانوني مسودې پر ضد کوي.
په داسې حال کې چې امريکا د سږکال سېټېمبر ۱۱مې پورې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو اعلان کړی په دې هېواد کې د طالبانو حملو زور اخيستی او په تېرو څو اوونيو کې يې په لسګونو ولسوالۍ نيولې دي چې افغان ځواکونو ورڅخه د خينو کنټرول بېرته اخیستی دی.
رضا محمد رضا وايي، دا یو حقيقت دی چې عثمان خان کاکړ خپلځان سياسي مبارزې ته سپارلی وو او خپل ټول ژوند يې د ګوند تنظیمي او سياسي کارونو ته ورکړی وو.
د امريکا ولسمشر جو بايډن او د هغه روسي سيال ولاديمير پوتين د جون پر ۱۶مه په جېنېوا کې شوی خپل ملاقات ښه او مثبت ارزولی دی. خو د دوی ترمنځ پر ځينو خبرو اختلافات لا هم پر ځای پاتې شو. د سپینې ماڼۍ لپاره د امريکا غږ خبريالې پېټسي وداکوسوارا راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې له ۲۰۰۰ز کال راهيسې بلوڅ وسله والو ډلو د پاکستان پرضد کارروايانې پيل کړې دي او دوی له دې هېواده بلوچستان بېلول غواړي.
نور وښیئ