د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت کې نوی بحران


بلوچستان اسمبلۍ
بلوچستان اسمبلۍ

د بلوچستان حکومت د بلوچستان عوامي پارټۍ، تحريک انصاف، عوامي نیشنل پارټۍ، بلوچستان نیشنل پارټۍ(عوامي) او هزاره ډېموکرېټک پارټۍ څخه جوړ دی چې مشري يې د اکثریتي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ سره تړاو لرونکی جام کمال کوي.

په ۲۰۱۸ز کال د شويو ټولټاکنو په نتيجه کې جوړ شوی د جام کمال حکومت که له يوې خوا د اپوزيشن ګوندونو له فشار سره مخامخ دی نو بل لور ته د خپل ګوند ځينې غړي ورڅخه خپه دي او ورسره ورسره د اتحادي ګوند تحريک انصاف د صوبايي مشر سردار یار محمد رند هم وخت پر وخت ورڅخه شکايتونه کوي.

خو یار محمد رند د جون پر ۲۳مه نېټه د تعلیم له وزارته استعفا ورکړه. نوموړي د جون پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل، له کله چې د تعلیم وزير جوړ شوی دی، د ده په ادعا وزيراعلی جام کمال يې کار کولو ته نه پرېږدي.

ده تور ولګاوه چې جام کمال د ده په وزارت کې مداخله کوي، ده ته د ملازمينو بهرتي کولو يا له چوکيو د افسرانو د بدلولو اجازه نه ورکوي او هغه شکايتونه يې نه اوري چې ده د ۴۰۰۰ کسانو د بهرتي کېدو په اړه ترلاسه کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې ده له تېرو ۱۴ مياشتو راهسيې پر يوه پلان کار کاوه چې له مخې يې د صوبې په ۳۳ ضلعو کې سېنټرز اف اېکسیلېنس جوړ کړي.

''د دې پلان له مخې به د هرې ضلع بهترينه سکول په سېنټر اف اېکسيلېنس اړول کېده او ورته به هغه ټول سهولتونه ورکول کېدل چې يوه ښه ګرايمر سکول ته ترلاسه دي. وروسته به هم دا ښوونځي په رېذيډنشنل کالجونو بدلېدل خو وزيراعلی د بجټ پر موقع راته وويل چې موږ دا نه جوړوو. نو زما د استعفا ورکولو يوه وجه دا هم ده.''

په دې اړه مو د بلوچستان حکومت د دريځ معلوملو لپاره د صوبې د اطلاعاتو وزير لياقت شاهواني ته ټېلېفونونه وکړل، په وټس اېپ مو غږيز او ليکلی پېغام پرېښود خو ځواب یې رانکړ. البته چې کله مو د صوبې د اوبه خور وزير نوابزاده طارق مګسي سره تماس ونياو نو هغه وويل چې نه غواړي د سردار یار محمد رند د استعفی پر موضوع خبرې وکړي.

د سردار یار محمد رند استعفی په داسې حال کې راغلې ده چې د بلوچستان اپوزيشن ګوندونه د جون پر۱۸ د راتلونکې مالي کال ۲۰۲۱-۲۲ په بجټ کې د حکومت له خوا له پامه غورځول کېدو د ادعا پر اساس لاهم په احتجاج دي. خو د خزانې وزير ظهور بلېدي ويلي چې حکومت په بجټ کې د اپوزيشن د غړو د حلقو لپاره تر پخوا هم زیاتې پیسې مختص کړې دي.

د سردار رند د استعفی او اپوزيشن د احتجاج پرته خپله د وزيراعلی ځينې ګوندي غړي هم خپه دي. د بلوچستان عوامي پارټۍ يو مشر سردار صالح بوتاني وار له مخه له وزارته استعفی ورکړې، د اسمبلۍ سپيکر او وزير اعلی ان په اخبارونو کې د يوبل پرضد بیانونه ورکړي. سرچينې وايي چې د واکمن ګوند د اسمبلۍ بل غړی جان محمد جمالي هم له وزيراعلی خپه دی.

په کوټه کې خبريال او څېړونکی سيد علي شاه چې د حکومت په داخلي چارو زيات خبر دی وايي، وزيراعلی ته تر اپوزيشن زياته خطره له خپلو ګوندي او اتحادي ملګرو څخه ده.

د ده په خبره، د بلوچستان اسمبلۍ په ۶۵ غړو کې ۲۳ له اپوزيشن سره تړاو لري او د وزيراعلی جوړېدو يا برقراره پاته کېدو لپاره د ۳۲ غړو د حمايت ضرورت وي. د ده په وينا، که د غړو خپه کېدل زیات شي نو د جام کمال حکومت له خطر سره مخامخېدای شي.

خو صوبايي وزير طارق مګسي دا مني چې د اسمبلۍ ځینې غړي په بجټ کې د فنډونو د ورکړې پر سر خپه دي خو دا داسې مسله نه ده چې حل نشي.

''په نظام کې داسې مسلې مخې ته راځي خو دا دومره لويې نه دې چې حل نشي. کومې ستونزې چې وې هغه هوارې شوې او داسې حالات نه دې چې ګواکې د وزیراعلی جام کمال حکومت ته کومه خطره پېښه شي.''

طارق مګسي زياته کړه، دوی له اپوزيشن سره هم مذاکرات پيل کړي دي او بلاخره به دا مسله هم حل شي.

XS
SM
MD
LG