د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یوازې سر ومني؟


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د طالبانو د یوه مخکښ ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له پلاوي سره په اسلام اباد کې د لیدو پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۸م دسمبر
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د طالبانو د یوه مخکښ ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له پلاوي سره په اسلام اباد کې د لیدو پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۸م دسمبر

د جمیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې دې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.

د پاکستان جيو ټيليويژن سره په لاهور کې د سېپټمېبر پر ۱۸مه نېټه د یوې ځانګړې مرکې پر مهال نوموړي ويلي چې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندل د افغانستان ریاست په رسميت د پېژندلو په معنی ده.

جيو نيوز پر خپله وبياڼه ليکلي چې مولانا فضل الرحمن ويلي، چين او روس هم د (طالبانو حکومت د منلو) په لړ کې دلچسپي ښکاره کړې او د ده په وينا پاکستان هم بايد له طالبانو سره په تماس کې واوسي. تر دې وړاندې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم پر اسلام اباد غږ کړی وو چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

مولانا فضل الرحمن دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د نړۍ هېڅ يوه هېواد لاهم د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی منلی. د ملګرو ملتونو په ګډون امريکا، اروپايي او د افغانستان ګاونډي هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې ټول-شموله حکومت دې جوړ کړي او د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي.

پاکستان په افغانستان کې د راغلي بدلون په اړه په سفارتي کچه تر بل هر هېواد زیاته فعال دی. د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو سفرونه کړي او وزيراعظم عمران خان د نړۍ د مختلفو هېوادونو له مشرانو سره په ليدنو او ټېليفوني خبرو کې د افغانستان وضعيت بحث کړی دی.

مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

پر پاکستان پخوانيو افغان حکومتونو دا تور پورې کاوه چې د طالبانو ملاتړ کوي خو اسلام اباد تل الزامونه رد کړي دي. پوښتنه دا ده چې د فعالې سفارتکارۍ سربېره هم پاکستان ولې د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني؟

د دې په ځواب کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی مرستيال سفير اصف درانی وايي چې په يوازې سر د طالبانو حکومت د منلو به هېڅ ګټه نه وي. طالبانو په ۱۹۹۶ز کال کې هم له مزار شريف پرته پر ټول افغانستان قبضه کړې وه خو پاکستان، متحده عرب امارات او سعودي عرب هغه درې هېوادونه ول چې د طالبانو حکومت يې په رسمي توګه منلی وو. اصف درانی تېرې تجربې ته په اشاره وايي چې هغه مهال يې هم څه ګټه نه وه رسولې.

''زما په فکر طالبان هم غواړي چې نړيواله ټولنه يې په رسميت وپېژني خو که یوازې پاکستان يې مني نو دا به دوی ته ګټه ونه رسوي.''

چې کله طالبانو حکومت ونیولو نو هغه مهال یې ویلي ول چې ټول-ګډونه حکومت به جوړوي او په دې لړ کې یې له یوشمېر افغان سیاسي مشرانو سره لیده کاته هم کړي ول. خو وروسته طالبانو يو داسې سرپرست حکومت اعلان کړی چې پکې ټول طالب مشران يا غړي دي. له دې وروسته يې داسې فرمانونه جاري کړي چې پکې د ښځو بشري حقونه په پام کې نه دې نيول شوي. طالبانو په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو د جلا جلا زده کړو تګلاره اعلان کړې. د دې ترڅنګ يې د هلکانو ښوونځي پرانستي خو د نجونو اعلی لیسې (د لوړو زده کړو سکولونه) لاهم تړلې دي. طالبانو هغو ښځو ته پر کور د کېنستو ويلي چې په حکومتي ادارو کې کار کوي.

هم دغو اقداماتو ته په کتو سره د افغانستان لپاره د پاکستان یو پخوانی سفارتکار ایاز وزير وايي چې د دې اقداماتو په اړه د نړۍ دريځ ډېر روښانه دی نو په داسې حال کې پاکستان نه غواړي چې په يوازې سر د طالبانو حکومت ومني. نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې تر څو طالبان ټول-شموله حکومت او د ښځو حقونو په برخه کې اقدامات ونکړي نو ښايي اسلام اباد يې حکومت ډېر ژر په رسميت ونه پېژني.

د ده په خبره، پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه روس، ايران، تاجکستان، ازبکستان او چين سره په ګډه د طالبانو حکومت ومني.

د پاکستان حکومت په وار وار پر طالبانو غږ کړی چې ټول-شموله حکومت دې جوړ کړي. کله چې د اګست پر ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل او پرځول شوي ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود نو په هم هغه ورځ ځينې افغان سياستوالان اسلام اباد ته ورسېدل. يونس قانوني، کريم خليلي، احمد ضيا مسعود، صلاح الدين رباني او ځينو نورو افغان مشرانو د پاکستان له مشرتابه سره وليدل او ورسره يې د افغانستان د راتلونکې حکومت په اړه خبرې وکړې.

هم دې ملاقاتونو ته په اشاره سره د سياسي چارو پوه ډاکټر فضل رحيم مروت وايي چې پاکستان به ښايي د پردې تر شا هم دغه مشران طالبانو ته په ګوته کړي وي چې په حکومت کې دې یې شامل کړي.

''پاکستان به ښايي طالبانو ته په پټه د (يونس قانوني او هغه ملګري) او ځينې نور کسان په حکومت کې د شاملېدو لپاره په ګوته کړي وي او بیا به د دې دليل يا پلمې په اساس ووايي چې موږ د (طالبانو حکومت) په رسميت پېژنو.''

د پاکستان وزيراعظم د روس د انګريزي ژبې سرکاري ټېلېويژن ((ار ټي)) ته د سېپټېبر پر ۱۸مه نېټه په ځانګړې مرکه کې د طالبانو حکومت په رسمي توګه د منلو د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي ول چې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره په داسې يوه ګډه تګلاره کار کوي چې طالبان څنګه کولای شي چې په نتيجه کې يې د دوی حکومت په رسمي توګه ومنل شي؟ هغه زیاته کړه چې طالبان بايد هرو مرو ټول-شموله حکومت جوړ کړي، عمران خان وويل چې طالبان پښتانه دي خو په افغانستان کې هزارګان، تاجکان او ازبکان هم ژوند کوي او په افغانستان کې د اوږد-مهاله ثبات لپاره بايد هلته ټول-شموله حکومت جوړ شي.

XS
SM
MD
LG