د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې تاوتریخوالي د اسلام اباد افغان تګلاره له ننګونو سره مخامخ کړې:کارپوهان


د پاکستان ځينې کارپوهان وايي چې د افغانستان په تېزۍ سره بدلېدونکي سياسي او امنيتي وضعيت د اسلام اباد افغان تګلاره له ننګونو سره مخامخ کړې ده.

په داسې حال کې چې امريکا سږکال د سېټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د اېستلو اعلان کړی په دغه هېواد کې د طالبانو حملو زور اخيستی او په تېرو څو اوونيو کې يې په لسګونو ولسوالۍ نيولې دي چې افغان ځواکونو ورڅخه د خينو کنټرول بیرته اخیستی دی.

پاکستان چې د امريکا او طالبانو ترمینځ مذاکراتو او د قطر تړون کې يې مهم رول لوبولی د کارپوهانو په وينا اوس په دې لټه کې دی چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو له مخه په افغانستان کې خپلې ګټي خوندي کړي.

د افغان حکومت او پاکستان ترمینځ له تېرې څه مودې راهیسې يوځل بیا د سختو بیانونو تبادله شوې ده. کابل په افغانستان کې د طالبانو زياتېدونکي تشدد تر شا د اسلام اباد لاس ويني خو پاکستان بیا دا تور ردوي او وايي چې په هغه هېواد کې سوله غواړي.

خو دې خرابو تعلقاتو ته يو بل ټکی هغه مهال نور هم ورزیات شو چې کله د جون پر ۲۸مه نېټه د پاکستان کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد شخصي ټېلېوېژن جيو نيوز ته په ځانګړې مرکه کې ومنله چې د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي، د علاج لپاره ورځي او د افغان طالبانو مړي هم هلته وروړل کېږي.

د نوموړي دا څرګندونې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د هغې خبرې برعکس وې چې د افغانستان شخصي ټېلېويژن طلوع نيوز ته يې د جون پر ۱۹ مه په مرکه کې کړې وه.

د افغان طالبانو په پاکستان کې د شتون په اړه د پوښتنې په ځواب کې نوموړي ويلي ول چې ((زه دا نه وايم چې د دوی(طالبانو) دلته (پاکستان) کې اړيکې نشته خو دا په اعتماد سره وايم چې د طالبانو لوی شمېر مشران په پاکستان کې نه بلکې په حقيقت کې په افغانستان کې ژوند کوي.))

د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم څه موده وړاندې افغان طالبانو ته ويلي ول چې که په زوره کابل و نیسي نو هېواد به يې په رسميت ونه پيژني.

د پاکستان وزيراعظم، د کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو دې بيانونو ته په کتو سره پخوانی ډپلوماټ ایاز وزير وايي چې يو طرف ته عمران خان افغان طالبان ګواښوي او بل طرف ته شيخ رشيد وايي چې هغوي دلته ژوند کوي.

((عمران خان وايي چې هغه حکومت به نه منو چې په زوره کابل ونيسي نو د دې ښکاره مطلب دا دی چې طالبانو تاسو يې په زوره مه اخلئ که نه نو موږ مو بیا په رسميت نه پېژنو او که یې نه مني نو د شيخ رشيد په وينا طالبان په پاکستان کې بيا څه کوي؟ طالبانو ته (پاکستان) باید ويلي وای چې دومره زورور شوي ياست نو بيا افغانستان ته ولاړ شئ چې چيرې ژوند کوئ ويې کړئ.))

پاکستان پرله پسې دا اندېښنې څرګندوي چې که په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تروتو له مخه يو سياسي جوړ جاړی ونشو نو ښايې هلته کورنۍ جګړه پيل شي چې په نتيجه کې به يې نه يوازې د کډوالو بله څپه پاکستان ته ورشي بلکې د دې هېواد پر امنيت به يې هم ناوړه اغېز وشي.

اسلام اباد تل ويلي چې په افغانستان کې يو داسې جوړ جاړی غواړي چې مشري يې افغانان کوي. خو په اسلام اباد کې د انډيپنډنټ اردو نيوز ويب پاڼې مدير هارون رشيد وايي چې د افغانستان کې بدلېدونکي داخلي وضعیت په اړه د پاکستان افغان تګلاره کې لږ څه تتوالی لري.

((پاکستان څه غواړي چې ایا افغان حکومت پر ځای پاته شي او طالبان د جګړې په ډګر کې پرمختک ونکړي؟ پر دې يې څه واضحه تګلاره نشته بلکې هم هغه سفارتي اصطلاحات استعمالوي چې دا خبرې اترې دې د افغانانو په مشری او خوښه وشي خو پوښتنه دا ده چې هغه کوم افغانان دي؟ ایا هغه طالبان دي؟ ډاکټر اشرف غني دی او که نور څوک دي؟))

خو کراچۍ مېشت خبريال فيض الله وايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې تتوالی نشته البته له ځينو ستونزو سره مخامخ دی.

نوموړي د اسنادو نه درلودلو په تور د افغانستان په زندان کې پينځه مياشتې تيرې کړې او تر خوشي کېدو وروسته يې کتاب ليکلی چې پکې يې په طالب ډلو تفصیلي رڼا اچولې ده.

د ده په خبره، د افغانستان په اړه د پاکستان پوځ مشر قمر جاويد باجوه او د وزیر اعظم عمران خان دريځ يو دی چې که طالبان په زور افغانستان نیسي نو دوی به يې نه مني.

((پاکستان ښکاره وايي چې افغانان دې خپلې داخلي ستونزې خپله حل کړي خو افغانستان بیا تورونه لګوي چې په دې ستونزو کې يې پاکستان مرکزي رول لري نو په دې حواله اسلام اباد له يو مشکل سره مخامخ دی.))

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو، د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ په مذاکراتو کې خنډونه او د طالبانو په حملو کې شدت د پاکستان سياسي ګوندونه هم اندېښمن کړي دي.

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري څو ورځي وړاندې په قامي اسمبلۍ کې د وينا پرمهال غوښتنه کړې وه چې چارواکي دې پارلېمان ته د افغانستان پر وضعيت او د دې هېواد د تګلارې په اړه معلومات ورکړي.

تر دې وينا وروسته د قامي اسمبلۍ مشر اسد قیصر د جولايي پر لومړۍ نېټه د ملي امنيت کمېټۍ غونډه رابللې چې پکې به پوځي او ولسي مشران د افغانستان پر حالاتو معلومات ورکوي.

په دې غونډه کې د حزب اختلاف مشر شهباز شریف، بلاول بوټو زرداري او وفاقي وزيرانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG