د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د بلوچستان ګورنر په ټاکنه کې مشوره نه راسره کړې: یار محمد رند


وزیراعظم عمران خان
وزیراعظم عمران خان

د تحریک انصاف بلوچستان مشر سردار یار محمد رند ويلي چې وزيراعظم عمران خان د بلوچستان د ګورنر په ټاکنه کې له دوی سره سلا مشوره نه ده کړې.

د پاکستان ولسمشر دفتر د جولاي پر اوومه نېټه په خبرپاڼه کې ويلي وو چې عارف علوي د بلوچستان د پخواني ګورنر امان الله ياسينزي استعفی ومنله او سيد ظهور احمد اغا يې د صوبې نوی ګورنر وټاکلی.

د بلوچستان نوی ګورنر سید ظهور اغا
د بلوچستان نوی ګورنر سید ظهور اغا

د پاکستان وزيراعظم عمران خان سږکال د اپريل په مياشت کې د کوټې د دورې پر مهال امان الله یاسينزي ته ويلي ول چې استعفی ورکړي خو د سرچينو په وينا ښاغلي ياسينزي له دې انکار وکړ خو اوس د شاوخوا دوو مياشتو تر ځنډ وروسته بلاخره مستعفي شو.

پخپله امان الله ياسينزی هم په ۲۰۱۸ز کال د عمران خان په سپارښتنه ولسمشر ډاکټر عارف علوي د بلوچستان ګورنر ټاکلی وو خو صوبې د تحريک انصاف د مشرانو او غړو د پرله پسې فشار وروسته عمران خان مجبوره شو چې له ګوند سره تړاو لرونکی يو کس ګورنر کړي.

د تحريک انصاف د بلوچستان مشر سردار یار محمد رند د جولای پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې کله د اپرېل په میاشت کې عمران خان کوټې ته ورغلی وو نو دوی هغه مهال ورته ويلي ول چې باید د بلوچستان ګورنر د تحريک انصاف غړی وي چې د اسلام اباد او کوټې ترمينځ د استازي په توګه کار وکړای شي.

نوموړي زياته کړه چې ګوند يې د جام کمال په مشرۍ د بلوچستان حکومت برخه دی خو د ده په خبره، په حکومت کې د دوی ونډه بیخي کمه ده نو ځکه يې غوښتل چې تحريک انصاف ته ګورنري ورکړل شي.

د بلوچستان پخوانی ګورنر امان الله یاسینزی
د بلوچستان پخوانی ګورنر امان الله یاسینزی

د یار محمد رند په خبره، عمران خان دوی ته ويلي ول چې پارلماني پارټۍ دې د ګورنر لپاره درې نومونه ورکړي چې پکې به یو خوښ کړي خو د ده په وينا، دوی چې کوم درې نومونه ورکړي ول په هغو کې د سيد ظهور اغا نوم له سره نه وو. کله چې مشال راډيو له هغه د دې درې نومونو پوښتنه وکړه نو نوموړي د پارټۍ د راز په دليل له په ډاګه کولو انکار وکړ. د هغه په لهجه کې خپګان وو او ويلي یې،"بس- د عمران خان خوښه ده چې په اسلام اباد کې ناست فیصله کوي او هغه له موږ او نه هم له پارلماني پارټۍ سره مشوره کړې ده."

خو له یار محمد رند سره تر مرکې وروسته مشال راډيو له نوي ټاکل شوي ګورنر سيد ظهور اغا سره تماس ونياو نو هغه بيا برعکس ادعا وکړه او ویې ویل، پارلماني پارټۍ چې کوم نومونه ورکړي ول په هغو کې د ده نوم هم وو خو البته ده هم د پاته دوو نورو کسانو نومونه په ډاګه نکړل.

د یار محمد رند او ظهور اغا له خبرو ښکاري چې اوس هم د ګورنرۍ پر سر په تحريک انصاف کې دننه اختلاف دي. د بلوچستان خبريال او د ژورنالسټانو د ټولنې پاکستان فېډرل يونېن اف جرنلسټس مشر شهزاده ذوالفقار وايي چې د سيد ظهور اغا په ګورنر ټاکلو کې د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم سوري لاس دی.

د ده په خبره، سيد ظهور اغا او قاسم سوري نږدې دوستان دي او دواړه د تحريک انصاف پخواني غړي دي. دی زیاتوي، د نوي ګورنر لپاره د ډاکټر منير، خادم وردګ او همايون جوګيزي نومونه هم ورکړل شوي ول.

خبريال سيد علي شاه چې د بلوچستان حکومت په داخلي چارو زيات خبر دی وايي چې د نوي ګورنر لپاره دوه نور نومونه هم تر غور لاندې وو چې پکې يو د بلوچستان پخوانی نګران وزير فيض کاکړ او له کوټې سره تړاو لرونکی پخوانی ډپلوماټ اصف درانی خو د ده په وينا، عمران خان سيد ظهور اغا د دې څوکۍ لپاره خوښ کړ.

''سيد ظهور اغا د تحريک انصاف پخوانی غړی دی او که نن ګورنر دی نو سبا په درنا کې هم کښېنستلای شي. عمران خان په بلوچستان کې د خپل ګوند د پياوړتيا لپاره ظهور اغا ګورنر کړی دی.''

ظهور اغا له هغه دوې ورځې وروسته د بلوچستان ګورنر وټاکل شو چې عمران خان د جولای پر پینځمه نېټه د بلوچستان ګوادر ښار دوره وکړه او اعلان وکړ چې په پام کې لري چې په صوبه کې له فعالو بلوڅو وسله والو سره مذاکرات وکړي. تر دې اعلان وروسته عمران خان د جولای پر اوومه نېټه د وژل شوي سياستوال نواب اکبر خان بګټي لمسی، د جمهوري وطن پارټۍ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی شاه زېن بګټي په بلوچستان کې د پخلاينې او همغږی لپاره د ځان ځانګړی مرستيال وټاکی.

سيد ظهور اغا د ګورنر تر ټاکل کېدو وروسته د جولای پر اتمه نېټه له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې له عمران خان سره يې ملاقات کړی او هڅه به کوي چې بلوڅ وسله وال د مذاکراتو مېز ته راولي.

خو شهزاده ذوالفقار وايي چې د سيد ظهور اغا شخصيت او تجربې ته چې ګورې نو ورته نه ښکاري چې هغه به له وسله والو سره په مذاکراتو کې کامياب شي.

''ماته يې ډېر کم امکان ښکاري خو که ظهور اغا ته موقع ورکړل شي او هغه دا ثابته کړي نو دا به د صوبې، تحريک انصاف او خپله د ظهور اغا لپاره لویه خوش بختي وي.''

د بلوچستان په بلوڅ میشتو سيمو کې له ۲۰۰۰ز کال راهيسې بلوڅ وسله والو ډلو د پاکستان پرضد کارروايانې پيل کړې دي او دوی له دې هېواده بلوچستان بېلول غواړي. پاکستان تل ويلي چې د دې ډلو د فعاليتونو ترشا د هند لاس دی خو بلوڅ وسله والې ډلې او ملتپاله سياسي ګوندونه دا تور ردوی او وايي چې دا يو ځايي بغاوت دی چې هدف يې د بلوڅو پر وسايلو مکمل واک د اختيار غوښتل دي.

XS
SM
MD
LG