د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي ګوندونو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر تورونه درواغ بللي


د پښتون ژغورنې غورخنګ مشر منظور پښتین د عوامي نیشنل پارټۍ له مشر اېمل ولي سره د روغبړ پر مهال
د پښتون ژغورنې غورخنګ مشر منظور پښتین د عوامي نیشنل پارټۍ له مشر اېمل ولي سره د روغبړ پر مهال

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم)، عوامي نیشنل پارټۍ (اې اېن پي) او جمعیت علمای اسلام (ف) د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت هغه رپورټ رد کړی چې پکې پر دغو ګوندونو تور پورې شوی چې د هند، افغانستان او اسراييلو په مرسته يې د دې هېواد پرضد پر ټوېټر ټرېنډونه يا کمپاينونه چلولي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزير فواد چودري او د دې هېواد ملي امنيت سلاکار معيد یوسف د اګست پر ۱۱مه نېټه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د رپورټ جزییات له خبریالانو سره شريک کړل.

فواد چودري وويل چې پر ۱۳۴ پاڼو مشتمل دې رپورټ کې د ۲۰۱۹ز کال راهيسې پر ټوېټر پاڼه د شویو کمپاینونو او هیشټېګونو جاج اخيستل شوی دی.

ریاست دې د ټوېټر ټرېنډ پرځای د طاهر داوړ، عارف وزير، ارمان لوڼي، هارون بلور، عثمان کاکړ، اسد اڅکزي، عبیدالله کاسي د وژنو، د خړ قمر، د ماينونو پېښو او دلته د شویو نورو ظلمونو په اړه تحقيقاتي رپورټ وړاندې کړي
منظور پښتین

نوموړي وويل، چې د رپورټ جوړولو هدف دا دی چې ولس ته وښوول شي چې څنګه "د پاکستان خلاف غلط او جعلي معلومات" خپرېږي. په رپورټ او خبري غونډه کې زیاتره خبرې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه شوې دي. فواد چودري د خبرو پیل پر پښتون ژغورنې غورځنګ له تور پورې کولو وکړ او د ده په تور د ټوېټر ټرېنډونو (کمپاینونو) تر شا د هند او افغانستان لاس دی چې پکې لوی رول پي ټي اېم ادا کوي.

د چودري په ادعا، ''د پاکستان خلاف د هند په مشری پر ټولنيزو رسنيو ټرېنډ چلېدلی دی او په پاکستان کې دننه چې د هند په مرسته کې چا غټ کردار ادا کړی دی هغه پي ټي اېم او د دې غورځنګ غړي دي.''

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د فواد چودري څرګندونې (درواغ) بللې دي. نوموړي د اګست پر ۱۲مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې دوی دا تور ردوي چې د پي ټي اېم د ټوېټر ټرېنډ ترشا د هند يا افغانستان لاس دی.

هغه وويل، چې غورځنګ د ترهګرۍ ختمولو او سولې راوستو لپاره نه يوازې په عملي توګه بلکې پر ټولنيزو رسنیو يې هم تل غږ پورته کړی دی او په راتلونکې کې به يې هم پورته کوي.

منظور پښتين زياته کړه چې په کار وه فواد چودري د هغو پښتنو مشرانو په اړه تحقیقاتي رپورټ وړاندې کړی وای چې په تېرو څو کلونو کې وژل شوي دي. ''ریاست دې د ټوېټر ټرېنډ پرځای د طاهر داوړ، عارف وزير، ارمان لوڼي، هارون بلور، عثمان کاکړ، اسد اڅکزي او عبیدالله کاسي د وژنو، د خړ قمر، د ماينونو پېښو او دلته د شویو نورو ظلمونو په اړه تحقيقاتي رپورټ وړاندې کړي.''

فواد چودري ادعا وکړه چې پي ټي اېم په تېرو دوو کلونو کې د ده په خبره د "پاکستان ریاست خلاف" پر ټويټر ۱۵۰ مهم ټرېنډونه چلولي دي او غورځنګ او ملاتړو يې په مجموعي توګه ۳۷ لاکه ټويټونه کړي دي.

نوموړي د ځينو هغو ټرېنډونو ذکر وکړ چې د ده په خبره پي ټي اېم د تېرو دوو کلونو په موده کې چلولي دي چې پکې "پښتانه ریاستي ترهګري ردوي، دا څنګه ازادي ده، له بلوچستان سره د پيوستون ورځ، د پاکستان ظالم پوځ، د هدفي وژنو ترشا پوځ دی او د پاکستان پوځ پښتانه وژني،" شامل دي.

په دې رپورټ کې د پاکستان د ځينو ګوندونو ذکر هم شوی او تور پورې شوی چې د دې هېواد پرضد يې پر ټوېټر داسې کمپېنونه چلولي دي چې د تور له مخې ترشا يې د هند لاس دی. فواد چودري په دې کې د عوامي نیشنل پارټۍ نوم هم ياد کړ چې د ده په خبره د دې ګوند د بلوچستان وياند اسد اڅکزي تر وژنې وروسته پر ټوېټر يو ټرېنډ يا کمپېين چلولی وو.

''د وژلو او د مړي غورځولو پاليسي ردوو (د ريجېکټ کېل ډمپ پاليسي) په نوم يو ټرېنډ يا کمپاین چلېدلی وو چې په اول سر کې عوامي نیشنل پارټۍ د بلوچستان د خپل وياند اسد خان اڅکزي لپاره شروع کړی وو چې بیا هند د دې کمپاین مرسته وکړه خو وروسته معلومه شوه چې اسد خان اڅکزی د موټر غلا کولو په پېښه کې وژل شوی او پولیسو کسان هم نيولي چې ټول اوس په جېل کې دي.''

په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل پارټۍ پارلېماني مشر سردار حسين بابک د رپورټ جزيات او د فواد چودري تورونه ردوي. نوموړي د اګست پر ۱۲مه نېټه مشال راډېو ته وويل چې دوی د پاکستان رياست خلاف نه دي بلکې د ده په خبره د هغو تګلاره خلاف دي چې هېواد ته جنګ ورټېل وهي. "پښتانه د جنګونو خلاف دي. پښتانه د پاکستان خلاف نه دي، پکار ده چې موږ خارجه او داخله پاليسي سمه کړو."

په رپورټ کې د پاکستان پر لوی ګوند مسلم ليګ نواز او جمعیت علما اسلام (ف) هم دا تور پورې شوی چې پر ټوېټر يې داسې ټرېنډونه چلولي چې د فواد چودري په خبره، قصداً یا په ناپوهۍ د هند د کمپاين برخه جوړ شوي دي.

فواد چودري په دې اړه د وزیراعظم سلاکار زلفي بخاري په باب د اسراييلو په ورځپاڼو کې د خپرو شویو هغو خبرونو حواله ورکړه چې پکې ويل شوي ول، زلفي بخاري د اسراييلو پټ سفر کړی وو. د پاکستان حکومت او زلفي بخاري دا خبرونه رد کړي ول.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري

فواد چودري وويل چې هم د دې خبرونو پر اساس پر ټوېټر يو ټرېنډ وچلېد چې د ده په تور ترشا يې د يوې اسراييلۍ کمپنۍ "لاس" وو.

نوموړي وویل، ''ستاسو که یاد وي پر ټويټر يو هېشټېګ چلېدلی وو چې د وزيراعظم سلاکار زلفي بخاري د اسراييلو سفر کړی دی. د ټرېنډ نوم يې وو (د زلفي، عمران او باجوه مثلث) دلچسپه خبره دا ده چې دا ټرېنډ د اسراييلو يوې ډلې هېډز جوړ کړی وو. کله چې اسراييلو دا ډله جوړه کړه نو ټرېنډ شروع شو چې له مخې يې ۱۰،۰۰۰ ټويټونه وشول. له بده مرغه په دې ټرېنډ کې په ناپوهۍ يا قصداً کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې او مسلم ليګ (ن) د ميډيا ډلو برخه واخيستله.''

د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې يو مشر او پخوانی سېنېټر حافظ حمدالله دا تورونه ردوي او وايي چې ګوند يې د پاکستان په خپلواکۍ او د دې هېواد ۱۹۷۳ز کال ايين جوړولو کې مهم کردار ادا کړی دی.

د ده په خبره، جمعیت علما اسلام د پاکستان خلاف پر ټوېټر نه ټرېنډ چلولی او نه هم په دې یقين لري بلکې ګوند یې د دغسې هرډول ټرېنډ چلېدو غندنه کوي. ''هرڅوک چې په جمعیت علمای اسلام دغسې تورونه لګوي نو هغه يوازې د خپل واک ژغورلو او دوام ورکولو لپاره دي.''

په دې اړه مو د مسلم ليګ نواز له ځينو مشرانو سره هم تماس ونيوه خو بریالي نشو.

د اېنټي سټېټ ټرېنډ (رياست ضد ټرېنډ) تر عنوان لاندې دا رپورټ د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ډېجېټل څانګې جوړ کړی دی.

په رپورټ کې د پاکستان د هغو ګڼ-شمېر فعالانو نومونه او ټويټونه هم خپاره شوي چې د پاکستان د پوځ پر سياسي رول، په هغه هېواد کې د بشري حقونو پر وضعيت، د افغانستان په اړه د اسلام اباد پر پاليسۍ، ترهګرۍ او سختدریځۍ تنقيدونه کوي.

په رپورټ کې هند، اسراييل او افغانستان په وار وار تورن شوي چې په ټوېټر ټرېنډونو چلولو کې لاس لري خو دې درې واړو هېوادونو په دې اړه لا هم هېڅ غبرګون نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG