د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلسله عليخېل څنګه او چا وتښتوله؟ پاکستان مالومات نه راکوي: افغان پلاوی


سلسله غليخېل
سلسله غليخېل

د افغانستان هغه پلاوی چې په پاکستان کې د افغان سفير د لور تښتونې او شکنجه کولو په تړاو اسلام اباد ته تللی وو د اګست پر لسمه نېټه کابل ته ورسېد.

له رسېدو وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اګست پر لسمه نېټه په یوه خپاره کړي بيان کې ويل شوي چې د سفر پر مهال پلاوي له پاکستاني چارواکو سره ليدلي چې هغوی ورسره د پېښې په اړه ځينې معلومات او څېړنې شريکي کړې دي. خو زياتوي چې د پېښې په اړه پاکستاني چارواکيو متضاد بیانونو ورکړي ول، د اعلاميې په خبره له بده مرغه دا ځواب نه دی ورکړل شوی چې پېښه څنګه وشوه او چا پکې لاس درلود؟

بيان زياتوي چې د خپل سفر په لومړۍ ورځ افغان پلاوی او پاکستاني چارواکي د دوی په هغه غوښتنه سلا شول چې له پېښې سره تړلي ټول معلومات باید د نورو تخنيکي ارزونو لپاره ورکړي خو د بيان په وينا، له بده مرغه دا معلومات له پلاوي سره شريک نشول.

په بيان کې زياته شوې چې روغتون، طبي رپورټونه او نور شواهد دا ښکاره کوي چې د سفير لور سلسله عليخېل تښتول شوې او وهل شوې وه.

اعلاميه وايي چې افغان حکومت د سلسلې عليخېل په مرسته تیار دی چې د لاملينو د معلوملو او نيولو لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. د افغانستان خارجه وزارت يو ځل بيا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په تښتولو کې لاس لرونکو د معلومولو، نيولو او په سزا رسولو کار دې تېز کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست پر اتمه په يو بیان کې ويلي ول چې افغان پلاوي ته یې د سلسلې عليخېل د مبینه تښتونې په اړه د شویو تحقیقاتو په اړه معلومات ورکړل او د څارګرو کېمرو ويډيوګانې یې ورته ښودلې دي.

افغان چارواکي وايي، د افغان سفیر لور سلسله عليخېل د جولای پر ۱۶مه، نامعلومه کسانو په اسلام اباد کې تښتولې وه، ورباندې یې تشدد کړی وو او څو ساعته وروسته یې پر یوه سړک غورځولې وه.

خو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نوموړې نه وه تښتول شوې او دا د پاکستان بدنامولو سازش دی.

دې بيان افغان حکومت خپه کړی وو نو ځکه یې خپل سفير او نور لوړپوړي ډېپلوماټان د احتجاج په توګه له اسلام اباده کابل ته وروبلل. خو تېره اوونۍ يې د دې مسلې د تحقیقاتو لپاره پاکستان ته يو پلاوی واستاوه.

د جولای پر ۱۷مه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هوکړه وکړه چې د دې قضیې د ښه څېړلو لپاره یو افغان پلاوی اسلام اباد ته استوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي ول چې افغان پلاوي ته یې شواهد وښوول او ورته یې وویل چې د افغان سفارت شکایت له واقعیتونو سره سمون نه خوري.

افغان حکومت اسلام اباد ته د پلاوي د سفر د پایلو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان په تړاو لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG