د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان خان کاکړ له ګوندي تر ولسي شهرته سفر


مجمد عثمان خان کاکړ

د محمد عثمان خان کاکړ مړينه يوازې د يوه کس نه بلکې د يوه داسې سیاسي مبارز مرګ دی چې د خپل۶۰ کلن عمر څه دپاسه ۴۰ کلونو یانې ۹۹ فيصده وخت يې له کوره دباندې تېر کړی دی.

د دې اندازه له هغه منظره لګېدای شي چې کله يې مشر زوی په چیغو وژړل او ویې ويل چې (لالا ته خو موږ نه یې لیدلی.)

عثمان کاکړ خپل ټول ژوند ګوندي مبارزې ته سپارلی وو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يوه مرکزي مشر او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا چې کله د عثمان کاکړ د زوی دغه ارمان له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال بیانولی نو خپله هم ژړه غونی شو او تر څو ثانيو پورې د خبرو جوګه نه وو.

"دا یو حقيقت دی چې هغه (عثمان) ځان سياسي مبارزې ته سپارلی وو اوخپل ټول ژوند يې د ګوند تنظیمي او سياسي کارونو ته ورکړی وو."

رضا محمد رضا په ۱۹۷۷ز کال کې په لومړي ځل عثمان کاکړ د پنجاب په بهاولپور ښار کې ليدلی وو. د بلوچستان پښتون ميشتې سيمې مسلم باغ اوسېدونکی عثمان کاکړ د يوې ډپلومې لپاره بهاولپور ته تللی وو او د يو ځوان په حېث يې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن د غړې په توګه فعاليت کاوه.

رضا محمد رضا هغه مهال د سازمان يو مخکښ او عثمان کاکړ په اصطلاح يو عادي کارکن وو خو بيا وخت څرخ وخوړ او شاوخوا ۴۴ کاله وروسته هم دغه عادي کارکن رضا محمد رضا ته ټېلېفون کوي او د ګوند د صوبايي مشر په توګه امر ورته کوي چې د بنو د جانيخېلو پرلت ته ولاړ شي او له د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له لورې له پرلتوالو سره پېوستون او ملاتړ وښيې.

"ما ته يې ټېلېفون وکړ او وې ويل چې جانيخېل ته ولاړ شې او زه بیا ولاړم او پرلت ته مې وينا هم وکړه."

خو د عثمان کاکړ له يوه عادي کارکن څخه د رهبر د جوړېدو سفر نه يوازې اوږد بلکې له کړاوونو، بې خوبيو، بېکوريو او ستړو ډک وو. دا هر څه شپه په شپه نه دي شوي بلکې هغه د سياست پر زينه ورو ورو ختلی دی.

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن مرکزي سېکرېټر

د هغه د نږدې سياسي ملګرو په وينا چې عثمان کاکړ داسې يو کل وقتي مبارز وو چې د هر ملګري په زړه کې يې ځای موندلی وو. د ګوند مشرانو د هغه په صلاحيتونو او نه ستړيکېدونکې مبارزې باندې زیات باور کاوه. هم دا وجه وه چې هغه په ۱۹۸۷ز کال د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن مرکزي سېکرېټري وټاکل شو.

رضا محمد رضا وايي چې هغه په کاري موده کې پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن د پاکستان له نورو ترقي پسنده تنظميونو سره وتړلی.

د  ګوند د تنظيمي چوکاټ پیاوړي کولو صلاحٍیت د هغه مهمه ځانګړنه وه

د ده دې فعاليتونو او صلاحيتونو ته په کتو سره په ۱۹۸۹زکال کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي جنرل سېکرېټري و ټاکل شو او وروسته په ۲۰۰۴ز کال د پارټۍ صوبايي مشر شو چې هم تر مرګه پورې يې دغه ذمه واري پر غاړه وه.

په عثمان کاکړ کې تر ټولو لوی سياسي صلاحيت څه وو؟

دا هغه پوښتنه وه چې مشال راډيو د ده له نږدې سياسي ملګرو وکړه او د ټولو يو ځواب وو چې د ګوند د تنظيمي چوکاټ پیاوړی کولو صلاحٍیت د هغه مهمه ځانګړنه وه.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي کمېټۍ غړی مناف دوتاڼی له ۱۹۸۷ز کال راهيسې عثمان کاکړ پېژنې او ورسره يې له ډېر نږدې کار کړی دی. هغه وايي چې عثمان کاکړ د ګوند په غړو دومره ګران وو چې کومې ناستې ته به ورغلی نو ناست کسان به يې په احترام کې ولاړ شول.

"په هغه کې د ګوند په تنظيمي توګه د پیاوړې کولو او د نظم او ضبط ساتلو صلاحيت بیخي زیات وو. هغه په هر ښار کې د پارټۍ يونټونه (تنظیمي حوضې) جوړ کړل نو ځکه په ګوندي ملګرو ډېر ګران وو."

مناف دوتاڼي ته اوس هم هغه ورځ یاده ده کله چې د ده په وينا عثمان کاکړ د کوټې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې هغه به د کوټې په ښار کې شته ۲۰۰ يونټونه ۱۰۰۰ ته رسوي.

"کله چې عثمان لالا دا خبره وکړه نو موږ وخندل چې دايې هسې سياسي بیان ورکړ خو چې بیا په ۲۰۱۳ز کال کې د پاکستان ټولټاکنې کېدلې نو په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يونټونو (تنظیمي حوزو) شمېر څه دپاسه ۹۰۰ وو."

هم دا خبر رضا محمد رضا هم کوي او وايي چې په عثمان کاکړ کې د تنظیم سازۍ صلاحيت زیات وو. هغه د کانفرنسونو، سېمنارونو، غونډو او مظاهرو په تنظميولو کې بيخې تکړه وو.

"زموږ دګوند مرکزي کانګرې ته به چې ده د خپل کارکردګي رپورټ وړاندې کاوه نو په هغه کې به د ګوند د هرې ورځې د سرګرمۍ تفصيل ليکل شوی وو چې دا موږ کړي دي، دا مو مشکلات دي او دغه قوتونه زموږ دوستان دي او دا مو دښمنان دي."

پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر ټولو زیات ‌‌‌‌‌‌ډيموکراټ دی. عثمان کاکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

عثمان کاکړ چې د رضا محمد رضا او نورو مشرانو په سيوري کې يې سیاست کړی او زده کړی وو خو د رضا محمد رضا په وينا، د ګوند په تنظیمي چارو کې به دوی تل د عثمان کاکړ خبرو ته ارزښت ورکولی.

نوموړی وايي چې هغه ارام نه کښېنستلی او هروخت به يې ګوندي ملګرو ته ويل چې کار وکړئ.

"کله چې به په کوټه کې د ګوند مرکزي دفتر ته راننوت نو زه او نور ملګري به وويرېدلو، هسې نه کارونه راته وسپاري او هم دغسې به وشو او راته ويل به يې چې ولې ناست یاست ورشئ دغه دغه کارونه وکړئ."

عثمان کاکړ څنګه پراخ شهرت وموند؟

د هغه په ناروغۍ او مرګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد واخلې بیا د پاکستان مسلم ليګ نواز تر مرستيالې مشر مريم نواز پورې ټولو خپګان وښود. کله چې هغه له کوټې کراچۍ ته د علاج لپاره وړل کېده نو په لسګونه خلک ولاړ چې پکې ځینې په چیغو چیغو ژړل او دعاګانې یې کولې چې خدایه عثمان په خپلو پښو روغ رمټ بیرته کوټې ته راستون کړې.

مناف دوتاڼی وايي چې له هغه سره د خلکو د مينې يوه لویه وجه دا وه چې عثمان کاکړ تر لسيزو پورې له خلکو سره په تماس کې پاته شوی وو.

"د هغه کردار ډېر پاک وو، سنګين سړی وو، د ځان د خوی بوی یې ډېر خيال ساتلی، په هېڅ ډول بدفعليو او نشو تماشو نه وو اخته."

هغه په سېنېټ کې د يوه زړه ور او رښتیاګو په توګه شهرت درلود.

خو د ده په وينا، هغه وخت نور مشهور شو چې کله په ۲۰۱۵ز کال کې د پاکستان د سېنېټ غړی شو. د ده په خبره، هلته چې يې کومې ويناګانې وکړې او په ټولنيزو رسنيو لاس په لاس خپرې شوې نو نور يې هم شهرت وموند.

د جمعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې يو مرکزي مشر او د اپوزیشن اتحاد پاکستان جمهوري تحريک د اطلاعاتو سېکټر حافظ حمدالله له عثمان کاکړ سره په سېنېټ کې يو ځای وو.

نوموړي د جون پر ۲۱مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې هغه په سېنېټ کې د يوه زړه ور او رښتیاګو په توګه شهرت درلود.

"ولس، ولسواکي، د ايين، قانون او پارلېمان بالادستي د ده د ويناګانو خلاصه وه. بل د ده هدف او اېجنډا د ظالم او مظلوم او د حاکم او محکوم وه چې ظالم ولې ظالم او مظلوم ولې محکوم دی؟ که هغه پښتون، بلوڅ، سيندی يا پنجابی وو خو ده په رنګ او نسل کې فرق نه کاوه."

حافظ حمدالله وايی چې د عثمان کاکړ په ويناګانو کې نيمه ښکاره او نيمه پټه نه وه بلکې ښکاره خبره به يې کوله هم دا وجه وه چې د ځینې قوتونو خوښ نه وو او دې خبرې ته هغه د سېنېت په خپل اخري تقرير کې اشاره کړې وه چې د هغه ژوند ته ګواښ دی.

عثمان کاکړ به په سېنېټ او ولسي ويناګانو کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره سختې نيوکې کولې او هم دا وجه وه چې هغه په افغانستان کې هم ډېر محبوب وو. په ټولنيزو رسنيو ډېرو افغان فعالانو د خپل تصوير پر ځای د هغه تصوير لګولی دی. د دې ترڅنګ هغه به ډېر په ښکاره د پاکستان پر پوځ او استحباراتي ادارو تور پورې کاوه چې د پاکستان په سياست کې مداخله کوي. خو دا تور پوځ تل رد کړی دی.

شخصي ژوند

د عثمان کاکړ تړاو د مسلم له باغ له یوې وتلې کورنۍ سره وو او پلار يې سردار قيوم نومېده چې له مالي پلوه هم ډېر شتمن دی خو د ده ژوند ډېر ساده وو. د ځوانۍ شپې يې د ګوندي کارونو لپاره د کوټې په جناح سړک په داسې يوه کمره کې تېري کړي چې کرايه به يې دوه درې زره روپۍ وه.

هغه په ۶۰ کلنی کې هم تر خپل عمر ځوان ښکارېده او د صحت به يې ډېر خيال ساتلی. مناف دوتاڼی وايي چې سبزي به يې ډېر خوړل، غوښه يې بیخې کمه خوړله، له غوړيو سره يې پام کوه، ايسکريم او خواږه يې نه خوړل.

د هغه د بل نږدې ملګري خوشال کاسي په وينا چې يو ځل چا ورڅخه د هغه د ښه او ښایسته وجود د راز پوښتنه وکړه نو عثمان کاکړ ورته وويل چې "زه له خپلې خولې سره پام کوم"

XS
SM
MD
LG