د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خبريالانو ټولنې په ټول هېواد کې د احتجاج اعلان کړی


ناصر زيدي وايي، اوسنۍ حکومت له بېلا بېلو لارو د بیان ازادي له منځه وړل غواړي.عکس-ارشېف
ناصر زيدي وايي، اوسنۍ حکومت له بېلا بېلو لارو د بیان ازادي له منځه وړل غواړي.عکس-ارشېف

د خبريالانو ټولنې پاکستان فېډرل يونين اف جرنلېسټس (پي اېف یو جې) د جولايي پر پينځمه په ټول هېواد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

ټولنې د جولايي پر درېيمه نېټه په خپاره شوي بيان کې ويلي چې احتجاج د پنجاب اسمبلۍ له خوا د پرېوېلېجز ترميمي اېکټ ۲۰۲۱ په نوم د منظور شوې قانوني مسودې پر ضد کوي.

په مسوده کې د هغو خبريالانو لپاره سزاګانې تجويز شوې دي چې د اسمبلۍ او کمېټيانو د کارروايانو تر رسمي اعلاميو له مخه په رسنيو کې خپرې کړي.

'موږ ګڼو چې دا يو ظالمانه قانون دی او پر ضد يې په ټول ملک کې احتجاج کوو.
ناصر زېدي

د خبريالانو ټولنې (پي اېف يو جې) جنرل سېکريټري ناصر زيدي د جولايي پر څلورمه مشال راډيو ته وويل، په پنجاب اسمبلۍ کې وړاندې شوی بل د هغو هڅو يوه کړۍ ده چې هدف يې په دې هېواد کې د بيان او صحافت پر ازاديو "بنديزونه" لګول دي.

ده وویل، "زموږ نظر دا دی چې هر هغه بل چې د ايين په ۱۹مه ماده کې د بيان شويو بنيادي حقونو ضد وي، هغه نه صوبايي او نه يې هم قامي اسمبلۍ منظورولای شي."

د ناصر زیدي‌ په وینا، د پنجاب اسمبلۍ په دې قانون کې پر بنيادي حقونو وار شوی دی.

ده وویل، "موږ ګڼو چې دا يو ظالمانه قانون دی او پر ضد يې په ټول ملک کې احتجاج کوو."

نوموړي زياته کړه چې اوسنی حکومت غواړي چې د صحافت د ازادۍ مخه ونيسي. د ده په ادعا، حکومت کله د پاکستان ميډيا ريګوليټري اتهارټي او کله هم د بل کوم قانون په نوم د بیان ازادي له منځه وړي خو د ده په وينا دغسې بنديزونه ونه زغمي.

په پنجاب اسمبلۍ کې دا ترميمي بل د پيپلز ګوند يو غړي مخدوم محمد عثمان د جولايي پر لومړۍ نېټه وړاندې کړ چې بيا په متفقه توګه ومنل شو.

نوموړي د جولايي پر څلورمه مشال راډيو ته وويل، چې دوی په هيڅ صورت د رسنيو ازادي له منځه نه وړي بلکې دا هرڅه يې د ايين په رڼا کې جوړ کړي دي.

هغه زياته کړه چې د خبريالانو استازو د اسمبلۍ سپيکر سره ليدلي او پروېز الهي ډاډ ورکړی چې د بل په اړه به د هغوی ټولې اندېښنې ليرې کوي.

ده وویل، "موږ به په دغه اړه د خبريالانو اندېښنې اورو او د هغو د ليرې کولو هڅه به کوو. خو زه بايد دلته دا خبره وکړم چې په نوې قانوني مسودې کې مو چې څه هم ويلي، هغه د ايين د ۶۶مې او ۱۲۷مې مادې په رڼا کې دي.”

مخدوم عثمان زياته کړه، ټاکل شوې چې د خبريالانو نماينډه ډله د جولايي پر شپږمه د پنجاب اسمبلۍ له سپيکر سره يو وار بيا وګوري.

موږ به د خبریالانو اندېښنې اورو او د ليرې کولو هڅه به کوو
مخدوم عثمان

د پاکستان يونين اف جرنلېسټس اعلاميه وايي، د پنجاب اسمبلۍ په نوي قانون کې د يوه خبريال لپاره، چې د اسمبلۍ د کارروايۍ د سرکاري تفصيل تر راتلو له مخه خپل خبر خپور کړی وي، د درو مياشتو د بند او يا هم د ۱۰۰۰۰ روپيو جرمانې په څېر سزاګانې تجويز شوي دي.

په پنجاب کې د خبريالانو بېلا بېلا اتحاديو هم د دې صوبې د اسمبلۍ لخوا منظور شوی د “پنجاب پرېوېلېجز امينډمېنټ بل غندلی او دا يې د "جمهوري حقونو ضد" بللی دی.

په دوی کې پنجاب يونين اف جرنلېسټس، لاهور پريس کلب، پنجاب اسمبلي پريس ګيلري کمېټي، الېکټرانيک ميډيا رپورټرز اسوسي اېشن او ساوت پنجاب جرنلسټس اسوسي اېشن شامل دي.

XS
SM
MD
LG