د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه پر رسنیو د "ګمراه کوونکو او ناکره" معلوماتو څپه


کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته پر ټولنيزو رسنيو یو شمېر ګمراه کوونکي او ناکره معلومات، عکسونه او ويډيوګانې خپرې شوي.
کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته پر ټولنيزو رسنيو یو شمېر ګمراه کوونکي او ناکره معلومات، عکسونه او ويډيوګانې خپرې شوي.

کله چې د اګست پر ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل نو هممهاله پر ټولنيزو او ځينو رسمي رسنيو داسې ناتاييد شوي خبرونه خپاره شول چې ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده وتلی دی.

وروسته د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په يوه ويډيويي پيغام کې د [اشرف غني] له هېواده د وتلو تصديق وکړ. له دې سره جوخت پر ټولنيزو رسنيو ځينې داسې عکسونه او ويډيوګانې خپرې شوې چې په اړه يې وروسته معلومه شوه چې دا پخوانۍ دي.

په يوه ويډيو کې اشرف غني د الوتکې په دروازه کې ولاړ خدای په اماني وايي، په بله هغه کې بیا دی په یوه لوی تالار کې له یوه سړي سره روغبړ کوي او د ده شاته ولاړ کس ژاړي. د ټولنيزو رسنيو کاروونکو او ځينو رسمي رسنيو له دې عکسونو او ويډيوګانو سره ليکلي ول چې ولسمشر غني له هېواده ووت.

وروسته رسمي رسنيو او خبري اژانسونو چې د دې عکسونو او ويډيوګانو د کره والي جاج واخیست، نو معلومه شوه چې عکسونه او ويډيوګانې د اګست د ۱۵مې نه بلکې د ۲۰۲۱ز کال د جولای د ۱۵مې نېټې دي. طلوع نيوز ټېليويژن هم دغه ويډيو د جولای پر ۱۵ مه پر خپله ټويټر پاڼه خپره کړې وه او ورسره يې ليکلي چې (ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني نن په دوه ورځني سفر له کابله ازبکستان ته ولاړ.)

دويمه ويډيو چې پکې ولسمشر غني له يو کس سره روغبړ کوي او شاته ولاړ کس ژاړي، د ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ پر ۲۷مه نېټه د سرباز ورځې د دستورې پر مهال جوړه شوې ده.

د ولسمشر اشرف غني د هېواد پرېښودو په تړاو خپاره شوي دغه تصويرونه او ويډيوګانې د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې د خپرېدونکو ګمراه کوونکو او ناکره معلوماتو يوه بېلګه ده.

په نوي ډيلي کې د فرانس پرېس خبري اژانس د حقیقت موندنې څانګې خبریال عزير رضوي وايي، له هغه وروسته چې د امريکا ولسمشر جو بايډن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو اعلان وکړ او طالبانو د ولسواليو او ولايتونو نيولو لپاره په جګړه لاس پورې کړ، نو پر ټولنيزو رسنيو د افغانستان په اړه د ګمراه کوونکو او ناکره معلوماتو په خپرېدو کې زیاتوالی راغلی دی.

عزير رضوي د فرانس پرېس اژانس لپاره داسې يوشمېر عکسونه او ويډيوګانې معلومي کړې چې د ده په خبره ګمراه کوونکې او ناکره دي. البته دی وايي چې ځينې عسکونه او ويډيوګانې اصلي دي خو هغه پخوانۍ دي او د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو له يوې تازه پېښې سره داسې تړلې چې له کبله يې دا په ناسمو معلوماتو خپرولو کې حسابېږي.

نوموړي د اګست پر ۳۰مه نېټه له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال د دې يو مثال په کابل هوايي ميدان کې د ورټولو شويو هغو کسانو، چې له هېواده د وتلو په لټه کې دي، ورکړ.

امريکا او اروپايي هېوادونو په زرګونه کسان ايستلې دي. عزير وايي چې پر ټولنيزو رسنيو دوه تصويرونه خپاره شول چې پکې ښکاري الوتکه له خلکو دومره ډکه وي چې دوی پکې خواره واره پراته دي. خو کله چې د فرانس پريس اژانس د حقیقت موندنې ډلې پلټنې وکړې نو د عزير په خبره معلومه شوه په دې کې يو عکس د ۲۰۱۳ز کال د فلپاين دی.

"په دې کې يو عکس ريښتونی و او دويم هغه د فلپاين و چې پکې ښکاري، پوځيان له توپانه خلک ژغوري او په الوتکه کې يې خوندي ځای ته انتقالوي."

په کابل کې د طلوع نيوز خبريال زیار یاد د خپل مرګ خبر د خپل ټېليويژن په دفتر کې ناست پر کمپيوټر وليد. هغه طالبانو د اګست پر ۲۶مه نېټه د يوه راپور جوړولو پرمهال وهلی او ورڅخه يې کېمره، موبايل فون او نور وسايل په زوره اخیستي ول. طلوع نیوز دا خبر خپور کړ چې په لږ وخت کې پر ټولنيزو رسنيو ګنکوسې خپرې شوې چې د طلوع نیوز خبريال زیار یاد وژل شوی دی.

نوموړي د اګست پر ۳۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې بهرنیو خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د طلوع نیوز خبر پر ګوکل غلط ژباړلی و نو ځکه يې د مرګ خبر خپور شو.

"زه طالبانو ووهلم او سامان يې راڅخه یووړ، چې دفتر ته راستون شوم، هلته مې له ملګري سره ناست وم چې پر ټولنيزو رسنيو مې د ځان د مرګ خبر وليد. زه ژر کمپيوټر ته کېناستم او هلته مې وليکل چې، وژل شوی نه یم بلکې طالبانو راسره ناسم چلند کړی دی."

خو دې غلط خبر د زیار یاد پر کورنۍ او دوستانو يو قیامت تېر کړ.

"زما کورنۍ او خپلوان تر وير تېرېدل. داسې يو حالت و چې ټېليفون راڅخه طالبانو وړی و او کله چې به هغوی زنګ واهه نو طالبانو به ځوابولی او ویل به يې چې دی چېرته دی، کور يې چېرته دی، موږ دی نه پرېږدو او ورسره پر ټولنيزو رسنيو مې هم د مرګ خبر خپور شوی و نو کورنۍ مې په ډېر بد وضعیت کې وه."

زیار یاد د ګمراه کوونکو خبرونو یوازینۍ بېلګه نه ده بلکې نور کسان هم شته چې د طالبانو تر قبضې وروسته يې پر ټولنيزو رسنيو د مرګ خبرونه خپاره شول. په دوی کې یو هم د هرات او لوګر پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي و. نوموړی مجبوره شو چې پر ټويټر د خپل مرګ خبر رد کړي.

"زه له خپلو خلکو سره پر کور یم، مهرباني وکړئ، په ګنګوسو باور مه کوئ، زه روغ رمټ یم"

د طالبانو کابل ته تر ننوتلو وروسته د افغانستان بدلېدونکی وضعیت نه يوازې په دې هېواد او پاکستان بلکې د نړۍ په کچه د ټولنيزو او رسمي رسنيو د سر موضوع وه او لا هم ده. په عمومي توګه پر ټولنيزو رسنيو يوه موضوع د لږ وخت لپاره ژوندۍ پاتې شي خو د افغانستان موضوع پر څه باندې دوو اوونيو تېرېدو سربېره هم توده ده.

طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان په نورو سيمو کې انتظامي چاري په لاس کې اخيستې دي او د دوی پخواني حکومت او شاوخوا ۲۰ کلنې جګړې ته په کتو سره خلک په تېره بيا زده کوونکې، مسلکي ښځې، هنرمندان او د خپلواکه رسنیو کارکوونکي له دوی څخه په وېره کې دي.

په سويډن کې مېشت محقق عبدل سيد وايي چې د طالبانو لخوا د کابل له نيولو وروسته پر ټولنيزو رسنیو ګمراه کوونکي او ناکره معلومات زیات شوي او دا به په راتلونکې کې د طالبانو لپاره يو غټ چېلنج وي. نوموړی چې د جهاد، سياست او پاکستان او افغانستان په اړه تحقيقي مقالې ليکي، وايي چې طالبانو د افغان حکومت پرضد ټولنيزې رسنۍ په ښه توګه استعمال کړې خو اوس د دوی لپاره په يو چېلنج بدل شوي دي.

"ګمراه کوونکي او ناکره معلومات به په راتلونکې کې په داسې حال کې د طالبانو لپاره اغېز ولري چې دوی هڅه کوي، نړيوال یې په رسميت وپېژني. د طالبانو مخالفين لا اوس د دوی د تګلارو پرضد ناسم معلومات خپروي."

عزیر رضوي وايي چې د ګمراه کوونکو معلوماتو ترشا ښايي مشخصه خلک يا ډلې وي چې سياسي هدفونه لري خو زیاتره خلک په ناپوهي کې دغه معلومات خپروي. د ده په خبره، اوسمهال ممکنه نه ده چې دغه مشخص افراد يا ډلې معلومې شي خو که وروسته تحقيق وشي نو ښايي درک يې ولګېږي.

په افغانستان کې په دومره تېزۍ سره حالات بدلېږي چې معلومات لکه د سيلاب په شان پر ټولنيزو رسنیو خپرېږي چې د دغو معلوماتو کره والي رسمي رسنۍ له چېلنج سره مخامخ کړي دي.

د نړيوالو رسنيو بېلا بېلو ادارو وار له مخه د حقيقت موندنې په اړه ځانګړې څانګې جوړې کړي. په افغانستان کې پژواک اژانس هم دغسې يوه ځانګړې څانګه لري. د اژانس مشر مدير دانش کړوخېل وايي چې ناسمو او تحریف شويو معلوماتو، عکسونو، ويډيوګانو او ږغېزه پيغامونو حقيقت ته د رسېدو په برخه کې لوی خنډ رامنځ ته کړی دی.

"زه له مسوليت لرونکو رسنيو څخه هيله کوم چې د دغه ډول اوازو او منفي تبلیغاتو په مخنيوي کې دې خپل مسوليت ادا کړي چې خلک ریښتوني معلوماتو ته لاسرسی ولري."

دانش کړوخېل وايي چې ګمراه کوونکو او ناکره معلوماتو، عکسونو، ويډيوګانو، غږيزه پيغامونو د افغانستان غېریقیني وضعیت نور هم زیات کړی دی.

"ډېری افغانان چې په کابل او ولایتونو کې اوسېدل، د دغسې ډول ويډيوګانو او اطلاعاتو تر اغېز لاندې راغلل او تر ډېره حده يې خپل مورال له لاسه ورکړ او د راتلونکي په اړه اندېښمن شول."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG