د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا واکسین ولګوئ، که نه نو موبایل سېمونه مو بندېږي: سیند حکومت


کراچۍ کې یو تن د کورونا واکسین لګوي
کراچۍ کې یو تن د کورونا واکسین لګوي

د سيند حکومت په ټوله صوبه، په تېره په کراچۍ کې، د کورونا وايرس مخنيوي په خاطر د خلکو واکسينولو لپاره يو شمېر ګامونه پورته کړي دي چې پکې د موبايل سېمونو او ټولنيزو رسنيو د تړلو وړاندیز هم شامل دی.

حکومت د وايرس د مخنيوي لپاره په کراچۍ کې د اګست تر اتمې نيټې پورې جزوي ټولبند هم لګولی دی.

سيند حکومت د جولای پر ۳۱مه نېټه په رسمي خط کې د پاکستان کورونا وايرس څار ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ کنټرول سېنټر) ته ليکلي، دوی په غونډه کې فيصله کړې چې د هغو کسانو د ټولنيزو رسنيو پاڼې او موبایل سېمونه به په مرحله واره توګه بندوي چې کورونا واکسين يې نه وي لګولی.

په دې خط کې د پاکستان مواصلاتو ادارې څخه غوښتنه شوې وه چې په دې اړه دې اړين ګامونه پورته کړي. فيصله د سيند وزيراعلی مراد علي شاه په مشرۍ کې د کورونا وايرس په اړه د ټاسک فورس په غونډه کې شوې وه.

په پاکستان کې د ډيجیټل حقونو لپاره کارکوونکې ادارې بایټس فار ال مشر هارون بلوچ د کورونا واکسين لګول د وخت ضرورت بولي خو وايي باید حکومت د خلکو د بشري حقونو لکه د انتخاب حق او د وينا ازادي له پامه ونه غورځوي.

نوموړي د اګست پر دویمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د سیم يا ټولنيزو رسنيو پاڼو بندول د پاکستان د مواصلاتو ادارې کار دی او سيند حکومت په خپل سر دا کار نشي کولای. "واکسين لګول دا وخت ډېر ضروري دی. حکومت خلکو ته ويلای شي او مراعات ورکولای شي چې ځانونه واکسين کړئ. دا د خلکو د انتخاب د حق مسله هم ده. که يو ښاري/شهري واکسين نه لګوي نو بايد حکومت يې قايله کړي، نه دا چې و يې ويروي اودړکې ورکړي ځکه دا د انتخاب د حق خبره ده چې لګوي يې او که نه، خو حکومت له خپلو شهريانو سره زور نشي کولای."

د حکومت له خوا د سیمونو تړلو، ټولبند لګولو او د واکسين نه لګوونکو ملازمينو ته د تنخوا نه ورکولو تر اعلان وروسته په کراچۍ کې پر واکسين مرکزونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

خو په کراچۍ کې خبريال ارشد يوسفزی وايي چې د سیمونو يا ټولنيزو پاڼو تړلو حکومتي ګام پېچلی دی. نوموړي د اګست پر دويمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې ډېر خلک موبايل ټېلېفونونه نه لري او ټولنيزې رسنۍ نه استعمالوي نو ښاييد ډېرو خلک واکسين ته د مجبورولو په اړه به ښايي دا اقدام کار و نه کړای شي. "دا هم ګرانه ده چې سیم د چا په نوم رجسټرډ دی او څوک يې استعمالوي."

هلته د سيند حکومت وياند مرتضی وهاب د جولای پر ۳۱مه نېټه ويلي ول چې حکومت د خلکو واکسين ته د هڅولو لپاره مختلفې لارې استعمالوي او د ده په خبره چې د سیمونو او ټولتيزو رسنيو تړلو تر اعلان وروسته د خلکو ځان واکسينولو شمېر زيات شوی دی.

هغه ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يو لکه ۸۴ زره څخه زيات کسانو واکسين لګولي چې دا دده په خبره ډېر لوی شمېر دی. حکومت په کراچۍ کې ۱۱ نور د کورونا واکسینونو لګولو مرکزونه خلاص کړي دي.

د پاکستان مواصلاتو ادارې د سیمونو او ټولنيزو رسنيو پاڼو تړلو په اړه د سيند حکومت پر دې سپارښتنه لاهم عمل نه دی کړی.

په کراچۍ کې د کورونا وبا څلورمه څپه راغلې او د وايرس ډېلټا بڼه په تېزۍ سره په د خپرېدو په حال کې ده. د سيند حکومت د وايرس د مخنيوي لپاره په کراچۍ کې د اګست تر اتمې پورې جزوي ټولبند اعلان کړی چې له مخې يې لوی بازارونه او مارکېټونه تړل شوي دي او د ښارونو په منځ کې د مسافر وړونکو ګاډو تګ راتګ بند شوی دی.

په پاکستان کې په تېرو دوو اوونيو کې د کورونا وايرس په پېښو کې ۲۰ فيصده زیاتوالی ليدل شوی دی. په دې هېواد کې د کورونا واکسينونو لګولو لړۍ لاهم روانه ده خو ډېر داسې کسان شته چې د افواګانو او غلطو معلوماتو له وجې واکسين نه لګوي.

د پاکستان نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر له مخې په دې هېواد کې ۲۷.۸ ملينه کسانو د واکسين يو خوراک او پینځه اعشاريه نهه ملينه کسانو پوره يعني دواړه ستنې لګولې دي.

XS
SM
MD
LG