د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو ته کتنه


د بلوچستان سیمې یو تصویر
د بلوچستان سیمې یو تصویر

د ترهګرو پېښو ثبتولو او ارزولو ووبپاڼې ساوت اېشيا ټېرېرېزم پورټل شمېرې ښيې چې په بلوچستان کې د ۲۰۲۰ز کال د لومړيو شپږو مياشتو پرتله سږکال د ترهګرۍ پېښې څو چنده زیاتې شوې دي.

دا اداره په جنوبي اسيايي هېوادونو کې د ترهګرۍ په اړه ورځنۍ شمېرې راټولوي او پر ووبپاڼه يې خپروي. اداره ورځپاڼې، اژانسونه، د حکومت او پوځ اعلاميې او يا د وسله والو ډلو بیانونه د سرچينو په توګه استعمالوي.

مشال راډيو پر دې پورټل (ووبپاڼه) په بلوچستان کې له ترهګرۍ سره د تړلو پېښو د خپرو شويو شمېرو جاج اخیستی چې پکې معلومه شوې، په دې صوبه کې د ۲۰۲۰ز کال د جون تر ۱۵ مې نېټې پورې د ترهګرۍ ۲۱ پېښې ثبت شوې وې. په دې پېښو کې ۷۳ کسان وژل شوي ول او ۹۱ ټپيان ول.

خو همدا شمېرې چې کله د ۲۰۲۱ز کال له لومړيو شپږ نيمو مياشتو سره پرتله شوې نو معلومه شوه چې د سږکال د جون تر ۱۵مې پورې له ترهګرۍ سره تړلې ۷۲ پېښې شوې چې پکې ۱۲۲ کسان وژل شوي او ۱۶۸ زخميان دي.

زیاتره مرګژوبله ولسي وګړيو ورپسې امنيتي ځواکونو او وسله والو ته اوښتنې ده. په دې کې هدفي وژنې، چاودنې، تښتونې، نيونې، پر امنیتي ځواکونو بريدونه، د وسله والو پرضد عملیات او د خلکو ورکول شامل دي.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې له ۲۰۰۰ز کال راهيسې بلوڅ وسله والو ډلو د پاکستان پرضد کارروايانې پيل کړې دي او دوی له دې هېواده بلوچستان بېلول غواړي.

خو سږکال يوازې څلور پېښې په پښتون میشتو سيمو ږوب، قعله عبدالله او چمن کې، يو څو په کوټه کې او پاتې نورې په بلوڅ میشتو سيمو کې رامنځ ته شوې دي.

د پورټل د معلوماتو له مخې د زیاترو پېښو ذمه واري بلوڅ ملتپالو وسلو والو ډلو لکه بلوچ لبرېشن ارمي، بلوچ رېپبليکن ارمي، بلوچ رېپبکن ګارډ او بلوچ لبرېشن فرنټ منلې دي البته په ځينو پېښو کې داعش وسله والو او تحريک طالبان پاکستان ښکېل دي.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې له ۲۰۰۰ز کال راهيسې بلوڅ وسله والو ډلو د پاکستان پرضد کارروايانې پيل کړې دي او دوی له دې هېواده بلوچستان بېلول غواړي. د دې په ځواب کې د پاکستان امنیتي ادارو په ټيټه کچه کارروايانې کړې وې خو په ۲۰۰۶ز کال کې په پراخو پوځي عملياتو کې د بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټی تر مرګ وروسته نه يوازې د بلوڅ وسله ډلو شمېر زیات شو بلکې په کارروايانو کې يې هم شدت راغلی.

په کوټه کې خبريال شهزاده ذوالفقار وايي چې که د بلوڅ بېلتونپالو او د پاکستان امنيتي ادارو د کاروايانو جاج واخيستل شي نو معلومه به شي چې د تشدد پېښې کله زياتې او کله کمې شي.

((کله چې د امنیتي ځواکونو عملیات زیات شي نو دوی(وسله وال هم ورک شي) او چې کله عمليات کم شي نو دوی بیا راڅرګند شي. وسله وال نړۍ ته دا هم ورښکاره کوي چې موږ اوس هم فعاله يو او لا ختم شوي نه يو.)

په بلوڅ مېشتو سيمو کې داوخت په رسمي توګه هيڅ ډول عمليات نه دې روان خو البته د چارواکو په وينا دوی د جاسوسي معلوماتو پر اساس پر هغو ځايونو چاپې وهي چې پکې د دوی په وينا وسله وال شتون لري يا هغوی پکې وسله پټه کړې وې.

په تېرو دوو لسيزو کې د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د فعالو وسله والو د زور ماتولو لپاره د پوځي عملياتو پرته ځينې سياسي اقدامات هم پورته کړي دي. په دې کې د پيپلز پارټۍ د حکومت پر مهال په ۲۰۰۹ز کال کې د اغاز بلوچستان په نوم يو پېکېچ هم شامل وو چې پکې د نوکريانو ترڅنګ نور مراعات ول.

له دې وروسته چې کله د ۲۰۱۳ز کال انتخاباتو په نتيجه کې بلوڅ ملتپاله ګوند نېشنل پارټۍ، مسلم ليګ نواز او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د ډاکټر عبدالمالک په مشرۍ په بلوچستان کې حکومت جوړ کړ نو ډاکټر مالک له بلوڅ بېلتونپالو ډلو سره تر پړدې شاته مذاکرات وکړل.

خو په کوټه کې د خبريال سيد علي شاه په وينا چې نه اغاز بلوچستان او نه هم له بېلتونپالو مشرانو سره مذاکراتو څه خاص نتيجه ورکړه.

(د بلوچستان ستونزه سياسي، معاشي او اييني ده او که دا خبرې په پام کې ونيول شي او د بلوچستان لپاره تګلاره جوړه شي نو ښايي د دې لانجې حل پېدا شي.)

په بلوڅ مېشتو سيمو کې د وسله والو ډلو او امنیتي ځواکونو د عملياتو له کبله د عادي خلکو ژوند ډېر اغېزمن شوی دی. په دې صوبه کې ګڼ شمېر بلوڅان لادرکه دي چې د موندلو لپاره يې هره ورځ کورنۍ احتجاجونه کوي. دوی د لادرکيو تور پر امنيتي ادارو پورې کوي خو حکومت او امنيتي ادارې دا الزامونه ردوي.

شهزاده ذوالفقار وايي چې هغه پخپله هم د بلوڅانو د سيمو سفرونه کوي او چې کله له خلکو سره ويني نو هغوی له ناامنيو سر ټکوي.

(دغه خلک وايي چې موږ جګړه نه غواړو، زموږ کاروباري فعاليتونه دې فعال شي، په سيمو کې ځای پر ځای پوستې جوړې دي چې ورباندې عام خلک درول کېږي او د دوی وخت ضایع کېږي.)

خو د بلوچستان حکومت وايي چې په سيمه کې امنيتي وضعيت اوس ښه دی. د دې صوبې د کورنيو چارو وزير ضیاوالله لانګو د اپرېل په مياشت کې په کراچۍ پريس کلب کې خبريالانو ته ويلي ول چې په مجموعي توګه د بلوچستان امنيتي وضيت پرامنه دی البته ده منلې وه چې اوس هم کله نا کله يوه پېښه وشي خو د ده په خبره دغسې پېښې ډېرې را کمې شوې دي.

XS
SM
MD
LG