د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له بلوڅ وسله والو سره د خبرو واک نه لري: بلوڅ سیاستوال


بلوڅ بېلتونپالي وسله وال
بلوڅ بېلتونپالي وسله وال

د بلوچستان پخوانيو وزيراعلاګانو د پاکستان وزيراعظم له خوا له بلوڅ وسله والو سره د ممکنه مذاکراتو په غبرګون کې ادعا کړې چې عمران خان د خبرو اترو (واک) نه لري.

عمران خان د جولای پر پينځمه نېټه د بلوچستان ګوادر ښار ته د خپل يوه ورځني سفر پر مهال غونډې ته ويلي ول، په پام کې لري چې له بلوڅانو وسله والو ډلو سره مذاکرات وکړي.

نوموړي دا خبره پر داسې حال کې کړې چې په د ترهګرو پېښو ثبتولو او ارزولو ووبپاڼې ساوت اېشيا ټېرېرېزم پورټل شمېرې ښيي چې په بلوچستان کې د ۲۰۲۰ز کال د لومړيو شپږو مياشتو پرتله سږکال د ترهګرۍ پېښې څو چنده زیاتې شوې دي.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې له ۲۰۰۰ز کال راهيسې بلوڅ وسله والو ډلو د پاکستان پرضد کارروايانې پيل کړې دي او دوی له دې هېواده بلوچستان بېلول غواړي. د دې په ځواب کې د پاکستان امنیتي ادارو په ټيټه کچه کارروايانې کړې وې خو په ۲۰۰۶ز کال کې په پراخو پوځي عملياتو کې د بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټی تر مرګ وروسته نه يوازې د بلوڅ وسله ډلو شمېر زیات شو بلکې په کارروايانو کې يې هم شدت راغلی دی.

د عمران خان په واک کې تر راتلو درې کاله وروسته له بلوڅ وسله والو ډلو سره د مذاکراتو خبره کړې ده خو تر دې وړاندې د نواز شريف په مشری د مسلم لیګ په واکمنۍ کې هم د دغسې خبرو اترو هڅه شوې وه.

د نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر مالک بلوڅ چې له ۲۰۱۳زکال څخه تر ۲۰۱۵ز کال پورې د بلوچستان وزيراعلی وو او هغه ته په اسلام اباد کې ټول ګونديزه کانفرنس واک ورکړی وو چې له بلوڅ وسله والو ډلو سره مذاکرات وکړي.

نوموړي د جولای پر شپږمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې هغه ته نه ښکاري چې عمران خان په خپل دې اعلان کې جدي دی. نوموړي زياته کړه چې د پاکستان پالیسي جوړونکي چې اشاره يې پوځ ته ده، ذهنيت بدل شوی دی.

(زما په فکر پخوا چې کوم ذهنيت وو هغه اوس هم دی دا ځکه چې زه په دې اړه شخصي تجربه لرم. ما ته په اسلام اباد کې ټول ګونديزه کانفرنس چې پکې سياسي ګوندونه او پوځي مشران هم ول اجازه راکړه چې له دوی (وسله والو ډلو) سره خبرې وکړم. ما له دوو درو کسانو سره مذاکرات وکړل چې تر يوه حده کامياب هم شو خو چې کله مې دوی ته رپورټ ورکړ نو دوی له پامه ورغورځاوه.)

ډاکټر مالک زیاته کړه چې دوی د بلوچستان ستونزه هم دغسې ساتل غواړي او ختموي يې نه. د ده په وينا، دا يو ذهنيت دی چې وايي وسله وال به بېخي له منځه وړي.

ډاکټر مالک او د هغه وخت د سېفران وزير جنرال عبدالقادر بلوڅ سويټزرلېنډ ښار جنيوا کې جلاوطنه د بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټي له لمسي براهمداغ بګټی سره پټ مذاکرات کړي ول. براهمداغ په (خپلواکۍ غوښتنونکو) مشرانو کې دی چې د بېلتون غوښتونکي ګوند بلوچ ريببلکن پارټۍ مشري کوي.

د ډاکټر مالک په حکومت کې يوې بلې ډلې بيا په لندن کې له جلاوطنه بلوڅ قبايلي مشر سليمان داود سره د پړدې شاته مذاکرات کړي ول چې پکې ډېر پرمختګ شوی وو. ډاکټر مالک په فکر نواز شريف د دې په حق کې وو خو د ده په نظر پوځ د مذاکراتو ملاتړی نه وو.

تر ډاکټر مالک له مخه نواب اسلم ريساني د بلوچستان وزيراعلی وو. هغه له ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې په دې چوکۍ پاته شو. نوموړي په خپله واکمني کې د حکومت له لورې درې مياشتنۍ ډزبندي اعلان کړی وو چې په ځواب کې وسله والو ډلو هم ورته فيصله وکړه.

نواب اسلم رييسانی وايي چې دغه ډزبندي هغه مهال ختمه شوه کله چې د ده په خبره د پاکستان پوځ د صوبايی حکومت د پوښتنې پرته په بلوڅ سيمو کې د تېل او ګېسو د موندلو کار پیل کړ.

هغه د عمران خان له خوا له وسله والو سره د خبرو اترو د کولو د څرګندونو هرکلی کوي خو وايي چې وسله وال پاخه ضمانتونه غواړي.

(زه د خبرو اترو پلوي یم خو وسله وال پاخه ضمانتونه غواړي چې دا يوازې له پوځ سره دي او عمران خان داسې څه حیثيت نه لري. که هغه (عمران خان) له پوځ سره خبره کړې وي نو بیا خو سمه ده، بلوڅ وسله وال د پوځ ضمانت غواړي او که داسې نه وي نو عمران خان نه بلکې که د ملګرو ملتونو سرمنشي هم راشي دوی (وسله وال) ورسره خبرې نه کوي.)

د بلوچستان یو بل پخوانی وزیراعلی او د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر سردار اختر مینګل هم د عمران خان واک او اختيار تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړي د جولای پر شپږمه نېټه مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې له وسله والو سره مذاکرات کول د عمران خان په وس کې نه ده البته د ده په وينا هغه قوتونه چې په وينا يې د بلوچستان له شخړې ګټې پورته کوي ښايي دغسې غواړي.

(که هغه قوتونو د مذاکراتو فیصله کړې وي نو ښايي تر شا به يوه نه بلکې څو لاملونه وي. زما په فکر په افغانستان کې چې وضعیت بدلېږي او بل طرف ته د پښتنو ستونزه هم راپورته شوې ده نو ښايي د دې د ارامولو لپاره يې دا خبره کړې وي. دوی فکر کوي چې د بلوڅانو مسله خو وار له مخه شته نو که د پښتنو ستونزه هم زور واخلي نو کېدای شي پر يوه وخت د دواړو مقابله ونکړای شي نو ځکه يې ويلي چې له بلوڅ وسله والو سره مذاکرات کوو.)

په بلوچستان کې بلوچ ريپلکن ارمي، بلوچ لبرېشن فرنټ، يوناييڼډ بلوچ ارمي، لشکر بلوچستان او بلوچستان لبرېشن يوناييټډ فرنټ، بلوچستان لبرېشن ارمي په نوم وسله والې ډلې فعاله دي. پاکستان تل ويلي چې د دې ډلو د فعاليتونو ترشا هند دی خو بلوڅ وسله والې ډلې او ملتپاله سياسي ګوندونه دا تور ردوی او وايي چې دا ځايي بغاوت دی چې هدف يې د بلوڅو پر وسايلو مکمل واک د اختيار غوښتل دي.

د وزيراعظم عمران خان تر څرګندونو يوه ورځ وروسته د جولای پر شپږمه د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري پر ټويټر پاڼه ادعا کړې چې په بلوچستان کې د هند شبکه تر ډېره حده تباه کړل شوې ده او د ده په وينا اوس به له ملتپالو سره د مذاکراتو لپاره اېجنډا ټاکل کېږي.

XS
SM
MD
LG