طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
په توري مارکېټ شوي بريدونو کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زيات زخميان شوي ول.
نن سهار وختي په کورمه کې امريکايي بې پايلټه ډرون الوتکې بريد کړی دی. ځينو مطبوعاتي رپورټونو کې راغلي چې بريد افغانستان پولې سره نيزدي د حقاني شبکې د يوه قوماندان ملا عبدالرشيد پر کور شوی دی.
خبریال او څېړونکی علي حضرت باچا بیا وايي چې د قامي اسمبلۍ یو غړی داوړ کنډي په دغه پېښه کې د صوبايي حکومت پر وزیر علي امین ګنډه پور د ککړو کسانو ژغورلو تور لګوي
په سیمه کې سوداګرو او خلکو د نهې په ورځ د خرلڅو دروازې پر پرانېستل کېدو خوښي ښودلې ځکه چې پر دغه لار له افعانستان سره په کېدونکې سوداګرۍ کې ډېر خلک بوخت دي.
په کورمه کې تر بمي چاودنو وروسته د پاکستان پوځ له افغانستان سره پر پوله د خرلاڅو پر دروازه امنیتی چارې نورې هم سختې کړي او هیچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
په قبایلي سیمه کورمه اېجنسۍ کې چارواکي وايي، د تاریخ تېرو او غیر معیاري درملو پرضد یې له تېرو څو ورځو راهېسې کمپاین پیل کړی او همدا رنګه د جعلي ډاکټرانو خلاف یې هم اقدامات پیل کړي دي.
حامدحسین د پاړه چینار اوسېدونکی وايي، د روان کال د جون پر ۲۳ مه نېټه د توري مارکیټ سره نږدې، په شویو بمې چاودنو کې له درېوو سوو څخه زیاتو کسانو له مرګ ژوبله اوښتې وه، چې پکې د دوی د کورنۍ غړي هم شامل دي. نوموړي مشال راډیو ته وویل، حکومت له پکار دي چې د اغېزمنو شویو کورنیو سره لاس امداد وکړي. دی زیات
د اینځري حاجي مصاحب حسین په پاړه چنار کې د سوداګرانو د اتحادیې مشر دی. ده مشال راډیو ته وویل، که د خرلڅۍ ور ژر خلاص نشو نو په ګاډو کې بار مېوې او سبزۍ به خرابې شي او کاروباریان به تاواني شي.
د یکشنبې پر ورځ په کورمه قبایلي سیمه کې پر له پسې درو چادونو کې څلور پوځيان وژل شوي او درې نور زخمیان دي. د استخباراتي ادارې يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل
په کورمه ایجنسۍ کې د مناتو ځايي خلکو غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د دوي ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.
د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاڼه چینار کې د نجونو سرکاري کالج زده کوونکو د بورډ له لارې د پنځلسم او شپاړسم جماعت د امتحان پر شفافیت ګوتې پورته کړې دي.
د کورمې ایجنسۍ د پوليټکل انتظامیې چارواکي وايي چې له پنځم محرم څخه به یادې سیمې ته د عام ولس پر تګ راتګ بندیز وي.
د پاڼه چینار سوداګرو ټولنې یو مشر حاجي مصایب حسېن وايي، د دې پروژې له عمليکېدو سره به د پاکستان او افغانستان سوداګري وده وکړي او هلته ورسره به د ځايي سوداګرو ستونزې کمې شي.
د قبایلي سیمې کرمې مشران وايي حکومت دې یادې سیمې ته د نورو سیمو د خبریالانو په ورتګ لګول شوی بندېز ختم کړي. حکومت نږدې یو میاشت وړاندې په یوه پرېکړه کې ویلي وو، د نورو سیمو خبریالان یا د رسنیو نور استازي که کورمې ته تلل غواړي نو لومړی باید د فاټا سکرټریټ نه ځانګړی جواز ترلاسه کړي.
د اورکزۍ ایجنسۍ ځايي مشرانو او تاجرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په ډابوري کې دې د پوځ له خوا پر تجارت لګول شوی بندیز زر تر زره پورته کړي.
د کورمې ایجنسۍ پولیټيکل انتظامې ویلي ، د نورو سیمو خبریالان او د خبري رسنیو مالکان باید کرمې ته تر تګ وړاندې اجازت نامه واخلي.
يو ځايي مشر ملک حاجي سلیم خان د دغه ګام ستاينه کړې خو نوموړی وايي د دا قسمه پوځي سکولونو جوړولو ضروت په هغو ترهګرۍ ځپلو سيمو کې دی چې پکې زده کوونکي معياري تعليمي اسانتياوې نه لري.
د بلوچستان چمن کې نن په يوه چاودنه کې د قلعه عبدالله ضلعې د پولیسو مشر ایس ایس پي ساجد خان مومند وژل شوی دی. د چارواکو په وينا په دې پېښه کې اته ولسي وګړي او درې امنيتي سرتيري ژوبل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ویلي دي چې په پاړه چینار کې له بمي چاودنو د بد امنۍ او کرکې خورولو لپاره د ترهګرو مقصد ناکامه شوی دی.
د کورمې ځايي مشران وايي، چې د پاڼه چینار بمي چاودنو متاثرینو لپاره د وزیر اعظم لخوا اعلان شوې پېکېج د ملک له نورو برخو څخه د کم په صورت به یې هېڅکله و نه مني.
نور وښیئ