د لاسرسي ځای

تازه خبر

" کرمې ته تلونکي خبریالان به لومړی اجازت نامه اخلي "


د کرمې نقشه
د کرمې نقشه

د کورمې ایجنسۍ پولیټيکل انتظامې ویلي ، د نورو سیمو خبریالان او د خبري رسنیو مالکان باید کرمې ته تر تګ وړاندې اجازت نامه واخلي.

د پولیټکل انتظامې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا پرېکړه اوسنیو حالاتو ته په کتو د لنډ وخت لپاره شوې ده.

نوموړي وویل ، هغه خبریال یا د خبري رسنۍ مالک چې کرمې ته سفر کول غواړي نو باید لومړی د فاټا سیکټیریټ له انفارمیشن ډایریکټر څخه اجازت نامه واخلي.

ده وویل ، که کوم خبریال او د خبري رسنۍ مالک دا اجازت نامه ولري نو په کرمه کې به د سفر پر مهال هرډول مرسته ورسره کېږي.

خو مرستیال پولټیکل ایجنټ طارق حسن او تحصیلدار محمد ریاض وايي چې دوي په داسې پرېکړه حال نه لري.

د خیبر ټي وي خبریال فضل کریم وايي ، نن – د جمعې په ورځ – پر چهپري چیک پوسټ ورته ویل شوي چې د فاټا سیکټیریټ د انفارمیشن ډایریکټر له اجازت نامې پرته هیچا ته اجازه نشته چې کورمې ته ولاړ شي.

د ټرایبل یونین اف جرنالیسټ پخوانی مشر او خبریال صفدر حیات داوړ وايي ، د پولټیکل انتظامې دا ګام د غندلو وړ دی.

د صفدر حیات داوړ په وینا ، له دې سره په کرمه کې د خبریالانو کار نور هم محدودو شوی دی.

نوموړي ویل چې که چېري حکومت غواړي چې خبریالان دې په سیمه کې رښتونی کار وکړي او د ولس ستونزې دې په سمه توګه په ډاګه کړل شي نو به د خبرلانو په وړاندې رامنځ ته کړل شوي خنډونه بیرته له منځه وړي.

صفدر حیات داوړ زیاته کړه چې یو خوا په خبریالان په نښه کېږي او بل پلو یې حکومت په وړاندې داسې بندیزونه لګوي نو له دې سره په قبایلي سیمو کې خبریالي ډېره ګرانه شوې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG