د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاڼه چنار د چاودنو له اغېزمنو سره د مرستو غوښتنه شوې


په کورمه کې د پاڼه چنار مشران له هغو کورنېو سره د مرستې غوښتنه کوي چې سږکال د جون په ۲۳مه نېته يې خپلوان په ځانمرګي بريد کې وژل شوي يا ژوبل شوي ول.

په توري مارکېټ شوي بريدونو کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زيات زخميان شوي ول.

د اغېزمنو کورنيو مشران له حکومته د نوکريو ، يتيمو ماشومانو ته د مفت تعليم او کونډو ته د هنري زدکړو او رعايتونو ورکولو غوښتنه کوي.

د زیړان سیمې اوسېدونکی حامد حسین مشال راډیو ته وويل چې په چاودنو کې د وژل شويو او ژوبلو کسان کورنۍ له کړاوه ډک ژوند تېروي او په اقتصادي توګه ډېرې کمزورې شوې دي.

د پاڼه چنار اغا ایران علي وايي، که حکومت له اغېزمنو کورنيو سره مرسته وکړي نو دا به په سيمه کې د امن او سوکالۍ لپاره ګټور ګام وي.

په چاودنو کې د وژل شويو او ژوبلو کسان کورنۍ له کړاوه ډک ژوند تېروي او په اقتصادي توګه ډېرې کمزورې شوې دي. حامد حسين

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استاذي ساجد حسين توري مشال راديو ته وويل چې دوی له متاثرينو سره د نغدو پېسو مرسته کړې ده او پلان لري چېله هغوي سره د نوکريانو ترڅنګ نورې اړينې مرستې هم وکړي.

د دې بريدونو ذمه واري پر يوه وخت درې وسله والو ډلو تحريک طالبان پاکستان، انتقام وزيرستان او لشکر جنګوي العالمي منلې وه.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG