د لاسرسي ځای

تازه خبر

'دېره کې د نجلۍ بربنډولو په معامله د خېبر پښتونخوا پولیس بې-پلوه دی'


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي دي چې په ضلع اسماعیل خان دېره کې له یوې پېغلې نجلۍ سره د شوي سپکاوي په معامله کې د خیبر پښتونخوا پر پولیسو هېڅ دباو نه شته.

هغه دغه خبره د چار شنبې په ورځ په کوهاټ کې د خپلې دورې پر مهال رسنیو ته وکړه.

عمران خان وايي، پولیسو د یوې پیغلې جینې د سپکولو او بې پړدېکولو په تور د تورونو کسانو پروړاندې د هر ډول توپیر پرته خپله کاروايي کړې ده او د هغوی په کار کې هېڅ سیاسي مداخلت نه دی شوی.

عمران خان دا خبره رد کړه چې ګنې د صوبايي حکومت یو وزیر علي امین ګنډه پور د ککړو کسانو د ژغورولو لپاره هڅې کوي.

(دوی په څلرویشتو ګنټو کې په نهه کسانو کې اته اوچت کړي ول او بله دا چې عدالت ته چلان پېښولو لپاره ۱۷ ورځې وي نو پولیسو پر وخت دا کار هم کړی دی، ځکه نن په عدالت کې دا کېس اورېدل کېږي. څوک دې هلته لاړ شي او له مدعي دې پوښتنه وکړي چې په دې کې د خیبر پښتونخوا پولیسو د کم یو شي کمی پرېښی دی، تر دې چې د هغې حفاظت لپاره په کور یې پولیس هم درول شوی دی او که څوک دا وايي چې زموږ کم وزیر ملزمان له دې ژغوروي نو زه تاسو ته یقین درکوم، داسې هېڅ نه شته. ای جي صاحب له ما سره تاسو په مخامخ ولاړ دی، پوښتنه ترې وکړئ چې کله هم موږ د دوی په کار کې مداخلت کړی وي نو و دې وايي. زه فخر کوم چې دلته او هم د مشال خان په کېس کې پولیسو د قانون مطابق کار کړی دی. د مشال خان په کېس کې ۶۱ کسان ملوث ول، ۵۷ یې نیولي دي او هغوی اوس په جېلونو کې دي نو تاسو وواياست چې له دغې زیات چا ښه کارکردګي ښودلې ده.)

قامي وطن ګوند په ډېره کې د نجلۍ د بېحجابۍ د پلټنو غوښتنه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

خو خبریال او څېړونکی علي حضرت باچا وايي، د خیبر پښتونخوا پولیسو رول له پېغلې نجلۍسره د شوي زیاتي او د مشال خان په معامله کې مشکوک دی ځکه چې اصل ملزمان یې لا هم نه دي نیولي.

علي حضرت باچا زیاتوي چې د قامي اسمبلۍ یو غړی داوړ کنډي په دغه پېښه کې د صوبايي حکومت پر وزیر علي امین ګنډه پور د ککړو کسانو ژغورلو تور لګوي، پکار ده چې په دې کې د کوم سیاسي اثر رسوخ او دباو عدالتي تحقیقات وکړل شي.

علي امین ګنډه پور په خپله هم دا تور بیا رد کړی او وايي، له ملزمانو سره یې هېڅ مرسته نه ده کړې.

د مالوماتو ترمخه، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د اکتوبر پر اوویشتمه نېټه ځینو کسانو د ولس مخته یوه پیغله نجلۍ په دې بربنډه کړله چې ورور یې د دغه کسانو له یوې نجلۍ سره مینه کړې او هغه یې له ځان سره تښتولې ده.

وروسته پر دغه پېښه خلکو سخت غبرګون وښود.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG