د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمې ته د نورو سیمو د خبریالانو په ورتګ بندېز اندېښنې راپارولي


پاړه چینار ـ د قبایلي سیمې کرمې مشران وايي حکومت دې یادې سیمې ته د نورو سیمو د خبریالانو په ورتګ لګول شوی بندېز ختم کړي.

حکومت نږدې یو میاشت وړاندې په یوه پرېکړه کې ویلي وو، د نورو سیمو خبریالان یا د رسنیو نور استازي که کورمې ته تلل غواړي نو لومړی باید د فاټا سکرټریټ نه ځانګړی جواز ترلاسه کړي.

د پاڼه چینار یو ځايي مشر ملک نور محمد طوري مشال ریډيو ته وویل، که حکومت غواړي چې په کورمه کې دواړو خواو ته حالات وڅارل شي، د خلکو پر مسئلو خبرې وشي او اصل حقایق مخې ته راشي نو د صحافیا پر ورتګ به بندیز ختمول ضروري وي.

راپورونه وايی د حکومت د دې پرېکړې نه پس غیرمقامي صحافیان کورمې ایجنسۍ ته نه پرېښودل کېږي.

د کونج علي زو حاجي ګل علي وايي، په یاده سیمه کې د صحافت له محدودولو سره دوی ته تاوان رسیږي، پکار ده چې له دې حکومت ډډه وکړي.

مشال ریډيو چې کله په دې اړه له سینیټر سجاد طوري سره خبرې وکړې نو هغه وویل چې د حکومت د دې پرېکړې موخه دا نه ده چې ګوندې د صحافیانو په وړاندې خنډونه ودرول شي بلکې د خبریالانو خوندیتوب په پام کې نېول دي. سجاد طوري زیاته کړه، کله چې هلته په مکمله توګه حالات ښه شي نو دا بندیز به هم لرې کړل شي.

په قبایلي سیمو کې که خبریالان له یوې خوا ګواښونو سره مخ دي نو له بلې خوا دوی په ازاد مټ کارکولو ته هم نه پرېښودل کېږي.

څو ورځې وړاندې په خیبر ایجنسې کې جمرود پریس کلب وروسته له هغې وتړل شو چې هلته ځايي سوداګرو د امنیتي ځواکونو خلاف خبري کانفرانس وکړ.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG