د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه اېجنسي: د جعلي دوایانو او ډاکټرانو خلاف کمپاین روان دی


پېښور ـ په قبایلي سیمه کورمه اېجنسۍ کې چارواکي وايي، د تاریخ تېرو او غیر معیاري درملو پرضد یې له تېرو څو ورځو راهېسې کمپاین پیل کړی او همدا رنګه د جعلي ډاکټرانو خلاف یې هم اقدامات پیل کړي دي.

یو ځايي چارواکي عبدالله د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا کمپاین له تېرو درېوو ورځو راهېسې پیل شوی او په ترڅ کې یې تراوڅه ۱۰ میډیکل سټورونه اوڅلور روغتیايي کلینیکونه تړل شوي دي. همدا رنګه دوه جعلي ډاکټران او اته نور کسان هم د پولیټیکل انتظامیې لخوا نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دوی موندلې چې په ښار کې پر ناروغانو بې کېفیته، جعلي او تاریخ تېر درملونه پلورل کېږي چې دا یو جرم دی، ځکه چې له وجې یې ناروغان د مرګ تر کومې رسېږي. همدا ده چې دوی د دې قسمه عناصرو خلاف ګامونه پورته کړي دي.

یوځايي ډاکټر محمد انور مشال راډیو ته وویل، دوی هره ورځ په میډیکل سټورونو او روغتیايي مرکزونو ګرځي او پلټنې کوي. د نوموړي په وینا دا کار به تر هغې دوام وکړي چې دا ټول ګند یې ختم کړی نه وي.

بلخوا ځايي مشران د پولیټیکل انتظاميې پر دغه ګام خوشاله دي او وايي چې دا یو غوره ګام دی، ځکه چې په ښار کې له ډېرې مودې راهیسې د خلکو د ژوند سره لوبې روانې دي.

یو ځايي مشر ملک سلیم خان اورکزی وايي، زاړه او بې کیفیته درمل د خلکو د مرګ سبب ګرځي نو پکار ده چې په ټوله کورمه کې د دې پرضد ګامونه پوړرته کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، د کورمې په صده ښار کې تر اوسه د درملو د څارلو لپاره درمل څارونکي پولیسان نشته او د روغتیا اداره وايي چې چارواکو په شریکه یاد کمپاین پیل کړی چې موخه یې د خلکو د روغتیا لوري ته جدي پاملرنه کول دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG