د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې ډرون بريد درې تنه وژلي


نن سهار وختي په کورمه کې امريکايي بې پايلټه ډرون الوتکې بريد کړی دی. ځينو مطبوعاتي رپورټونو کې راغلي چې بريد افغانستان پولې سره نيزدي د حقاني شبکې د يوه قوماندان ملا عبدالرشيد پر کور شوی دی.

يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته نن وويل چې په بريد کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي خو يو بل چارواکي ويلي چې په دې حمله کې څوک نه دې وژل شوي.

تر اوسه افغان پولې سره نيزدي پيشو ګړ سيمه کې شوې دې حملې په هکله حقاني ډلې څه نه دې ويلي.

له کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېر اګست میاشت کې د پاکستان به باب نوې تګلاره اعلان کړې او پر دغه هېواد یې نیوکې کړې وې چې وسله والو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي دا دريېم ډرون برید دی چې کېږي.

د اکتوبر په ۱۷ تاريخ هم په کورمه کې يو ډرون بريد شوی وو. د چارواکو په وېنا په دې حمله کې ۲۳ مشکوک وسله وال هغه مهال ووژل شول چې امريکايي الوتکې د وسله والو يو مرکز په نښه کړ.

په تېر سپټمبر میاشت کې په همدغه سیمه کې ورته یوه برید درې وسله وال وژلي او دوه نور ژوبل کړي ول.

پاکستان پر خپله خاوره د امریکا لخوا دا ډول ډرون بریدونه د خپلې خپلواکۍ پرضد یو ګام بولي. واشنګټن پاکستان ملامتوي چې وسله والو ته پټنځایونه ورکوي، خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او وايي د سيمې امنيت ته ژمن دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG