د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: بمي چاودنو څلور سرتېري وژلي


کورمه ـ د یکشنبې پر ورځ په کورمه قبایلي سیمه کې پر له پسې درو چادونو کې څلور پوځيان وژل شوي او درې نور زخمیان دي.

د استخباراتي ادارې يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې چاودنې د اتوار پر سهار په خرلڅۍ کې د کرشیه پوستې سره نږدې شوي دي.

د ماین په لومړۍ چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي او يو زخمي شوی. تر دې وروسته په هماغه ځای کې يوه بله چاودنه کې يو بل پوځي ژوبل شوی. چارواکي زياته کړه چې د دوو چاودنو وروسته امنيتي سرتيري د پېښې ځای ته ورسيدل چې پرې درېمه چاودنه وشوه. په وروستۍ چاودنه کې د پوځ د يو کيپټن په ګډون دوه پوځيان ووژل شول او يو بل زخمي شو.

د کورمې ایجنسۍ یاد چارواکي دا هم وویل چې په نښه شوي سرتیري د فرنټیر کور د ۱۱۳ وینګ (څانګې) سره تړاو لري. بل پلو د دې پېښو نه پس د خرلاچي او د پکتیا ترمنځ پوله هم تر نامعلومه وخته پورې تړل شوې ده.

چارواکي وايي ټولې چاودني د ريموټ کنټرول په واسطه شوي دي. د چاودنو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

خرلڅۍ د بره کورمې سیمه ده چې له افغانستان سره پرته ده. تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې ګڼو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تحریک طالبان پاکستان د خرلڅۍ د چاودنو ذمه واري منلې.

اړوند مطالب:

پاکستاني پوځ کورمه کې پنځه بهرنیان راخوشې کړي

کورمه کې د بې پولې ډاکټرانو فعالیت بند کړل شو

کورمه کې ډرون برید د حقاني شبکې درې وسله وال وژلي

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG