د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمیوال وايي ، په سیمه کې یې د نجونو سکولونه ډېر لږ دي


په کورمه ایجنسۍ کې د مناتو ځايي خلکو غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د دوي ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

د یادې سیمې خلک وايي ، دوی د نجونو سکولونه نه لري او نجونو ته یې په لنډمهاله توګه د هلکانو په سکولونو کې زده کړې ورکول کېږي.

دوی وايي ، د دې له کبله هلکان له خپلو سکولونو دباندې تر شنه اسمان لاندې پر زده کړو ترلاسه کولو مجبور دي.

د مناتو دا سیمه له صدې ښاره شاوخوا پنځویشت کلومیټر لرې د منځنۍ کورمې په حدودو کې راځي چې د هلکانو دوه سکولونه ، یو مډل او بل پرایمري دي خو د نجونو لپاره یو سکول هم نشته.

د مناتو یو اوسېدونکي غزني ګل مغزور مشال راډیو ته وویل ، دا ستونزه داسې هوارېدای شي چې د نجونو لپاره بېل سکولونه جوړ شي.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی نوید خان وايي ، د پرایمري سکول هلکان زده کوونکي اوس په خېمو کې درسونه وايي د کوم له کبله چې هغوی له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

نوید خان وویل ، که حکومت په سیمه کې د نجونو لپاره بېل سکول جوړ کړي نو دا به د نجونو او هلکانو ټولې ستونزې هوارې کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي ، په منځني کورمه کې د نارینه پرتله د نجونو د تعلیم حالت ډېر خراب دی.

دوی وايي ، د ټولې سیمه په کچه د هلکانو لپاره ۱۲۷ سکلونه دي خو د نجونو لپاره یوازې ۳۱ سکولونه موجود دي.

د دوی په وینا ، د کورمې په ټولو سرکاري سکولونو کې د زده کونکو شمېر۸۷۰۰۰ دې چې نژدې ۲۴ زره پکې نجونه دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG