د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستاني پوځ له خوا د خرلاڅو لارې تړلو تجارت په ټپه درولی"


په کرمه کې د پاکستان یو عسکر
په کرمه کې د پاکستان یو عسکر

په کورمه کې تر بمي چاودنو وروسته د پاکستان پوځ له افغانستان سره پر پوله د خرلاڅو پر دروازه امنیتی چارې نورې هم سختې کړي او هیچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د اینځري ځايي مشر حاجي مصایب حسین مشال راډیو ته وویل، په دې سیمه شاوخوا څلور ورځې کېږي چې امنیتي چارې د ملیشې ځواک پر ځای پوځ په خپل لاس کې اخستی دی.

حاجي مصایب حسین زیاتوي چې په خرلاڅو کې امنیت ټینګ کړل شوی دی او لاره بنده ده چې له امله تجارت په ټپه ولاړ دی.

د ځايي خلکو د مالوماتو له مخې د خرلاڅو لارې د تړل کېدو د شنبې په ورځ نن ۱۳ ورځې وشوې.

په همدې تړاو په پاڼه چینار کې څو ځله ځايي مشرانو له پوځي چارواکو سره د خرلاڅو دروازې خلاصولو په اړه غونډې کړې دي خو دغه لار لا هم بنده ده.

د خرلاڅو ملک سید نصیر حسین له حکومته غوښتنه کوي چې دغه دروازه دې ژر تر ژره پرانیزي.

د پاڼه چینار ابرار جان توری وايي، که داسې کومه بده پیښې کېږي نو حکومت دې لار نه تړي ځکه چې له دې سره هلته پر تجارت سخت اغیز پرېوزي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د کرمې یو استازي ساجد حسین توري مشال راډیو ته وویل چې پوځي چارواکو د یو ملاقات پر مهال ډاډ ورکړی وو چې په راتلونکو څو ورځو کې به د خرلاڅو دروازه پرانستل شي.

په خرلاڅۍ کې د اکتوبر پر ۱۵مه نیټه له امنیتي پوستې سره نېږدې په درو چاودنو کې د امنیتي ځواکونو د یوه کپتان په ګډون څلور سرتېري وژل شوي او درې ژوبل شوي وو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG