د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د محرم له پنځمې به کرمې ته د عام ولس پر تګ راتګ بندیز وي"


د کورمې ایجنسۍ د پوليټکل انتظامیې چارواکي وايي چې له پنځم محرم څخه به یادې سیمې ته د عام ولس پر تګ راتګ بندیز وي.

دا خبره د پاړه چنارتحصيلدار زاهد يونس د جمعې په ورځ ناوخته له مشال راډیو سره د خبرو اترو پر مهال وکړه.

هغه وویل چې وويل چي دا ګامونه يې د محرم د مياشتي په مناسبت په ياده سیمه کي د امنيت ټينګ ساتلو لپاره اغستي دي.

زاهد يونس وویل ، تر پنځم محرم وروسته به له پاړه چنار څخه وتونکې ټولې لارې وتړل شي او هلته به د عام ولس پر تګ راتګ بندیز وي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي عسکر د محرم پر مهال په ښار کې د امام باړو او جلوسونو د امنیت ساتنې ته چمتو دي.

د زاهد يونس په وینا ، پرېکړه شوې ده چې پر دې مهال به ټول سرکاري چارواکي رخصتي نه کوي بلکې پر کار به حاضر وي.

نوموړي دا هم وویل چې پر دې مهال افغانستان ته د تلونکو ټولو لارو د مکمل تړلو پرېکړه هم شوې ده.

له کرمې ایجنسۍ سره د افغانستان د خوست او پکتیا ولایتونو سیمې لګېدلي دي او د خلکو یې د قبیلوي یووالي تر څنګ رشته دارۍ هم شته.

په پاړه چنار کي د انجمن حسينيه يو مشر حاجي ګل علي وايي دوی د محرم په حواله له حکومتي انتظاماتو مطمين دي.

حاجي ګل علي وویل چې دوی له امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ساتنه کې د مرستې لپاره خپل شاوخوا ۱۲ سوه کسان هم ګمارلي دي.

زاهد یونس وویل ، کېدای شي چې د محرم پر اتمه ، نهمه او لسمه نېټه په پاړه چنار کې د موبایل ټلیفون شبکې هم بندې کړل شي.

کرمه ایجنسۍ یو هغو سیمو ده چې له شیعه مسلک سره د اړه لرونکو پکې اکثریت دی او هلته وخت ناوخته د فرقه ییز تشدد ډېرې لویې پېښې رامنځ ته شوې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG