د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مالي مرستې پوره غواړو، کمې هېڅکله نه منو'


د کورمې ځايي مشران وايي، چې د پاڼه چینار بمي چاودنو متاثرینو لپاره د وزیر اعظم لخوا اعلان شوې پېکېج د ملک له نورو برخو څخه د کم په صورت به یې هېڅکله و نه مني.

ځايي مشر ابرار جان توري مشال ریډیو ته وویل، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هلته د خپلې دورې په وخت ورسره د پاڼه چینار پېښو متاثرینو ته د ملک د نورو علاقو په برابر امداد ورکولو وعده کړې وه، پکار ده چې هغه دې پوره کړل شي.

ابرار جان توري وايي، که د وژل شویو لپاره سړي سر لس لکه روپۍ مرسته اعلان شوه نو دوی به یې رده وي.

دی زیاتوي چې د پاڼه چینار له پېښې متاثرینو سره دې هغه شان مالي مرسته وشي څنګه چې د پنجاب په بهاولپور کې د اور لګېدو پیښې له متاثرینو سره شوې ده.

واضحه دې وي چې وزیر اعظم نواز شریف د اور لګېدو په پیښه کې د وژل شویو لپاره شل لاکه او د ژوبلو لپاره لس لاکو روپیو مالي مرستې اعلان کړې وې.

بلخوا په پاڼه چینار کې د ملېشې ځواک لخوا په هغه متاثره خاندانونو کې ۵۸ لکه روپۍ ووېشل شوې چې خپل خپلوان یې د ملېشې سرتېرو په ډزو مړه او یا ژوبل شوي ول.

د پولیټیکل انتظاميې ترمخه، د مرستې دغه پیسې متاثره کورنیو ته د مړي په سر لس لاکه او د زخمي په سر دوه لاکه ورکړل شوې دي.

د پاڼه چینار احمد حسېن چې زوی یې د ملېشې سرتېرو په ډزو مړ شوی دی، مشال ریډيو ته وايي، دا مالي مرسته د ملېشې ځواک لخوا یو ننواتې وه چې نه یې شوه ردولی.

په پاڼه چینار کې د جون پر ۲۳ نېټه په پرله پسې دوو چاودنو کې تر ۲۵۰ زیات ولسي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. وروسته پر مظاهره کوونکیو د ملېشې سرتېرو په ډزو کې سرکاري ریکارډ ترمخه، ۳ کسان مړه او ۱۴ ژوبل شول.

له هغو پيښو وروسته ځايي اوسېدونکو د حکومت په ضد د احتجاج لړۍ پیل کړې وه او ‌په سیمه کې ټول کاروبار مارکیټونه ، تعلیمي ادارې او دفترونه بند ول.

د جمعې په ورځ د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ورتګ او ځايي مشرانو ته د هغوی د ستونزو د هواري باور ورکولو وروسته د پاڼه چینار اوسېدونکو احتجاج ختم کړ.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG