د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کرمې په زنانه کالج کې په پیسو نقلونه خرڅ شوي"


د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاڼه چینار کې د نجونو سرکاري کالج زده کوونکو د بورډ له لارې د پنځلسم او شپاړسم جماعت د امتحان پر شفافیت ګوتې پورته کړې دي.

دوي وايي ، په تعلیمي ادارې کې د امتحان پر وخت ممکنه په ازاده توګه نقلونه او رشوتونه اخیستل کېدل او هیڅ مخنوی یې نه کېدی.

د پاڼه چینار یوې زده کوونکې د نوم نه ښودلو په شرطمشال راډیو ته وویل چې کله یې امتحان پیل شو نو په کالج کې ورنه د ایجنټانو له لارې پیسې واخیستل شوې چې بیا ورته په امتحاني هال کې نقل په مکمله توګه ازاد وو.

نوموړې وویل چې چا چې د پیسو له ورکولو انکار وکړ پر هغوي کیسونه جوړ کړل شوي دي.

د کرمې د زده کوونکو اتحاديې - کورم سټوډنټس آرګنایزیشن - مشر محمد سلیم اورکزي د تعلیم محکمې له چارواکو وغوښتل چې د دې خبرې دې تحقیقات وکړي.

د ده په وینا ، دا دې معلومه کړل شي چې په تعلیمي اداره کې ولې د پیسو په بدل کې د امتحان پر وخت نقلونه ازاد پرېښودل شوي دي؟

د یاد کالج مشرې استادې یا پرنسپلې روباب په دې اړه له مشال راډیو سره له خبرو ډډه وکړه.

د کوهاټ یونیورسټۍ د امتحان کنټرولر بهادرخان مشال راډیو ته وویل چې له دوی سره په دې اړه هیڅ مالومات نیشته چې د پاڼه چینار په سرکاري کالج کې د امتحان پر وخت زده کوونکو ته په ازاده توګه نقلونه پرېښودل شويدي.

بهادر خان وايي، که څوک ورته د رشوت اخستو ثبوت ورکړي نو خامخا به ورباندې کاروايي کوي.

د تعلیم محکمې د ریکارډ ترمخه ، په کوهاټ ډویژن کې د ستمبر میاشت له ۱۳مې تر ۲۷مې د بورډ له لارې د پنځلسم او شپاړسم جماعت له زده کوونکو امتحان واخستل شو چې له کورمې څخه پکې شاوخوا ۱۵۰ نجونو برخه اخیستې وه.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG