بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې چارواکو د طالبانو پر اقدام اندېښنې ښوولي او انتقاد یې کړی دی.
په پاکستان کې ورکو کسانو سرکاري کمېشن د روان ۲۰۲۲ز کال په مارچ مياشت کې اسلام اباد های کورټ ته د يوې عدالتي کارروايي پر وخت په جمع کړي راپور کې ويلي ول چې له ۸،۴۶۳ ورکو څخه یې د ۲،۲۴۹ کسانو قضیې حل کړي دي.
په فرانسه کې د نړۍ تر ټولو زړې ښځې عمر ۱۱۸ کاله دی. د لوسايل رېنډن د سترګو دید تللی، په غوږونو درنه ده او له ځايه نه شې پاڅېدلی مګر زړه یې ځوان دی او مېلمنو سره اوږدې خبرې خوند ورکوي. نوموړې وايي، د ډېر عمر لامل یې ښايي له خلکو سره د مینې او احترام رويه وي. رېنډن غواړي د يو بل رېکارډ جوړولو لپاره لږترلږه څلور يا پينځه کاله نور ژوند وکړي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
په کراچۍ کې بلوچ بریدګره څوک وه او څنګه یې دا حمله وکړای شوه؟ شاري بلوچ چې په برمش هم يادېده په کراچۍ کې د ځانمرګي برید په کولو ۳ چينايان او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل. بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د اپرېل په ۲۶مه شوې د دې حملې زمه واري واخیسته او وې ويل چې دغه ښځه د دوو ماشومانو مور وه. په دې ويډيو کې وينئ چې هغه څنګه پر چينايانو برید کوي. د بشير ګواښ رپورټ.
د شهباز شريف په مشرۍ حکومت له بېلابېلو سياسي ګوندونو جوړ دی. دوی د اپرېل پر۱۰مه د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزيراعظم عمران خان د تحريک انصاف حکومت تر ختمولو وروسته د اېتلافي حکومت پر جوړولو سلا شول.
د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر جان مينګل د اپريل په ۱۸مه پر ټويټر ليکلي چې که په بلوچستان کې داسې پېښې کيږي نو بيا به څنګه د دې حکومت سره يو ځای پاتې شي؟ هغه زیاته کړې چې لومړيتوب یې بلوچستان او د بلوچستان خلک دي چې هېڅ جوړجاړی به پرې ونه کړي.
په رپورټ کې د طالبانو پرضد د جوړو شوو وسله والو ډلو په اړه هم ليکل شوي دي. په دوی کې تر ټولو لویه او ډيره شور کوونکې يې د مقاومت ملي جبه ده. خو تر څنګ یې د شپږو نورو وسله والو ډلو ذکر هم شوی دی چې له طالبانو سره یې نښتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اپريل په ۱۶مه، د ځايي خلکو په وينا د خوست په سپېري ولسوالۍ کې پر څو کلیو د پاکستانيو الوتکو په بريد کې له ۴۰ زیات هغه وزيرستاني کډوال ووژل شول چې دغلته له ۲۰۱۴ کال راهیسې ميشته دي.
په متحده عرب اماراتو کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې تېر دوه کلونه روژه بې له هغې کلنۍ تفريحي مېلې تېره شوه چې هلته رواج ده. اوس د دوبۍ ګلوبل وېلېج يو ځل بيا د خلکو د هوساینې او سیلګرو زیاتولو لپاره دا پروګرامونه پيل کړي. هلته د روژې هره ورځ په صوفيانه رقص او نرمې موسیقي لمانځل کېږي. په دې اړه د
د وزیراعظم دفتر ته له رسېدو سره سم هغه ته د پاکستان ځواکونو سلامي وکړه او د دفتر چارواکي وروپېژندل شول.
د پاکستان متحده اپوزیشن لخوا د وزیراعظمۍ چوکۍ ته شهباز شریف او پاکستان تحریک انصاف لخوا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي نوماند وو.
مظاهره چیانو د تحریک انصاف د مشر او ليرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان هغه خبره تکراروله چې دوی به "له بهره راوړل شوی حکومت" و نه مني.
د تحريک انصاف حکومت په داسې مهال ختم شوی چې په پاکستان کې ګراني ډيره، بهرنۍ پانګونه کمه بجلي پارچاوه او د تيلو نرخونه لوړ دي.
نور وښیئ