د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنو ګڼ کسان وژلي او زخميان کړي دي


په کابل کې تر بمي چاودنې وروسته يو زخمي هسپتال ته وړل کيږي
په کابل کې تر بمي چاودنې وروسته يو زخمي هسپتال ته وړل کيږي

د افغانستان په سرښار کابل کې د اپريل په ۱۹مه شويو دوو چاودنو کې لږ تر لږه شپږ زده کوونکي وژل شوي او ۱۱ ټپيان دي.‌

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د اپريل په ۱۹مه مشال راډيو ته وویل چې چاودنې په دشت برچې سیمه کې د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۶ تنه زده کونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د هغه په خبره، سیمې ته د طالبانو امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي چې د چاودنې نوعيت معلوم شي. البته هغه وېره وښوده چې ښايي‌د وژل شوو کسانو شمېر زیات وي ځکه چې لا هم د ځينو زخميان روغتيايي حالت نه دی معلوم چې ټپونه یې څومره ژور دي.

په کابل کې ایمرجنسي روغتون تاييد کړې چې دوی ته د پېښې له ځايه زخميان ورروان دي. دې روغتون پر ټويټر ليکلي چې ټولو مریضانو ته په وخت رسيدګي کيږي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران بیا ازادي راډیو ته ویلي، چې چاودنې درې دي او د عبدالرحیم شهید په ليسه کې شوې دي چې ګڼو افغان شیعه ګانو تلفات اړولي.

سملاسي د چاودنو انګیزه هم نه ده معلومه او نه یې چا مسوولیت اخیستی، خو پخوا تر دې د کابل ښار په دې اکثره شیعه میشته سیمه کې د ورته پیښو مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی دی. دې ډلې پخوا هم په دې سیمه کې ورته بریدونه کړي چې چې پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو حملې پکې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG