د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نوی حکومت به کومو اقتصادي ننګونو ته مخامخ وي؟


د اقتصادي چارو پوهان وايي د نوي حکومت لپاره به په لنډ وخت کې د ډيرو انقلابي ګامونو پورته کول اسانه نه وي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي د نوي حکومت لپاره به په لنډ وخت کې د ډيرو انقلابي ګامونو پورته کول اسانه نه وي.

د وزیراعظمۍ له چوکې د عمران خان د ليري‌کولو لپاره د راوړي عدم اعتماد تحريک تر کامیابېدو وروسته، د اپوزیشن مشرانو په قامي اسمبلۍ کې په خپلو تقریرونو کې وويل چې د تحريک انصاف ختم شوي حکومت ورته ډير بد اقتصاد پریښی دی.

د عوامي نیشنل ګوند غړي امير حیدر خان هوتي د اپرپل پر لسمه په پارليمان کې وويل، "زموږ مقابله اوس له تحريک انصاف سره نه بلکې له هغې ګرانۍ، بې روزګارۍ او خراب اقتصاد سره ده چې د دوی حکومت تر شا پریښوده."

امیر حېدر خان هوتي وویل چې اوس به دوی پاکستان مضبوطوي او د ترقۍ پر لاره به یې روانوي.

د تحريک انصاف حکومت په داسې مهال ختم شوی چې په پاکستان کې ګراني ډيره، بهرنۍ پانګونه کمه بجلي پارچاوه او د تيلو نرخونه لوړ دي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي د نوي حکومت لپاره به په لنډ وخت کې د ډيرو انقلابي ګامونو پورته کول اسانه نه وي.

د اقتصادي چارو پوه طاهر شیرانی وايي د نوي حکومت په وړاندې د پیسو ارزښت سم ساتل، برامدات ډيرول او د پرمختيايي کارونو کول لوی چيلنجونه دي.

هغه د اپريل په لسمه مشال راډيو ته وويل چې نوی حکومت سختې ورځې په مخ کې لري.

ده زیاته کړه، "دا وخت د پیسې ارزښت ډير خراب دی. د پيټروليم بیې لوړې او درامدات زیات دي. دا هر څه په ګرانۍ ډېره اغیزه لري. نو ځکه به د خلکو سمدستي خوشالول ډير ګران کار وي."

د طاهر شېراني په وینا، چې څومره زر حکومت خپل اصلاحات وکړي نو د دوی لپاره به ښه وي.

د پاکستان سټېټ بينک د روان کال د فرورۍ میاشتې رپورټ ښيي چې دا هېواد ۴۲ اعشاريه ۸ ټريلينه روپۍ قرضداره دی.

د اپريل په نهمه، يو ډالر په ۱۸۹ روپۍ وو چې د دې هېواد په تاريخ کې تر بل هر وخت د پیسې د ارزښت کمی ښيي.

په اسلام اباد کې د اسلامک يونيورسټي د اقتصادياتو استاد، انور شاه وايي پیسه کیدای شي د سیاسي استحکام په راتګ سره بیا خپل ارزښت ومومي خو د ده په وینا، لويه ستونزه د بهرنيو قرضو ده چې د سود له وجې ورځ تر بلې زیاتيږي.

هغه د اپريل په لسمه، مشال راډيو ته وويل چې د نوي حکومت لپاره به د يو داسې بجټ جوړول اسانه نه وي چې هم پکې د ګرانۍ کمولو لپاره څه لار راوباسي او هم پکې د بهرنيو قرضونو خلاصولو لپاره څه وشي.

ده وویل، "لومړی چيلنج به د نوي حکومت لپاره د بجټ جوړول وي. داسې بجټ چې خلک پرې خوشاله کړي. دوی به د قرضونو بوج څنګه اداره کوي؟"

د ده په خبره، د سود پر وخت نه خلاصولو له وجې د بهرنيو قرضو زیاتيدل د پاکستان يوه لویه مسله ده.

ده زیاته کړه چې د ملک د ټيکس امدن نيزدي ټول په همدې کې ځي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف څه د پاسه درې نیم کاله واکمن پاتې شوی. د هغه پرضد د مخالفو سیاسي ګوندونو احتجاجونه د ګرانۍ زیاتېدو په بنياد پيل شوي وو چې په قامي اسمبلۍ کې د کامیابه عدم اعتماد تحريک په راوړلو پای ته ورسيدل.

XS
SM
MD
LG