د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مينګل: که د بلوڅانو وژنې دوام وکړي، په حکومت کې نه شو پاتېدای


د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر، اختر مينګل د ګوند له نورو غړو سره په يوه جلسه کې (انځور له ارشيفه)
د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر، اختر مينګل د ګوند له نورو غړو سره په يوه جلسه کې (انځور له ارشيفه)

د بلوچستان نېشنل پارټۍ غړي په چاغي سیمه کې د ايف سي ځواکونو لخوا د يو ډرايور د وژلو په احتجاج کې د اپريل په ۱۸مه د پاکستان له قامي اسمبلۍ ووتل.

دا ګوند د اپريل په لسمه د وزيراعظمۍ له چوکۍ څخه د عدم اعتماد تحريک له لارې لیرې شوي عمران خان پر ضد د هغه اپوزیشن برخه وو چې اوس یې حکومت جوړيږي. د دې حکومت جوړولو لپاره د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د وزيراعظم په توګه ټاکل شوی دی.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر جان مينګل د اپريل په ۱۸مه پر ټويټر ليکلي چې که په بلوچستان کې داسې پېښې کيږي نو بيا به څنګه د دې حکومت سره يو ځای پاتې شي؟ هغه زیاته کړې چې لومړيتوب یې بلوچستان او د بلوچستان خلک دي چې هېڅ جوړجاړی به پرې ونه کړي.

په چاغي کې څه شوي؟

د بي بي سي تر مخه د اپريل په شپاړسمه له افغانستانه بلوچ ته مال وړونکو ګاډو څخه امنيتي ځواکونو تالاشي اخیسته.

د امنيتي ځواکونو په حواله ویل شوي چې يو ډرايو ته د ګاډي ودرولو وويل خو هغه ونه دريد نو ځکه پرې ډزې وشوې. دا ډرايور حميدالله بلوچ نومېده چې ځای پر ځای ووژل شو. خو د نوموړي ورور محمد ابراهيم بي بي سي ته ويلي چې ورور یې ګاډی ودرولی او هغه ترې وتلی وو نو بیا ولې پرې ډزې شوې؟

د دې پېښې په غبرګون کې بلوڅ ډرايورانو د اپريل په شپاړسمه، اولسمه او اتلسمه مظاهرې وکړي. د اپريل په اتلسمه شوې مظاهره په چاغي کې د سرحدي ځواکونو (ايف سي) مرکز مخې ته وشوه چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې اته احتجاج کوونکي زخميان کړل.

په پارليمان کې احتجاج

د پاکستان په پارليمان کې د بلوچستان نېشنل پارټۍغړي اغا حسن بلوچ د اپريل په ۱۸مه د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت ته خبرداری ورکړ چې "که د بلوچانو وينه توييدل دوام وکړي"، دوی په حکومت کې نه شې پاتېدلی.

هغه زیاته کړه: "د اپريل په ۱۶مه امنيتي ځواکونو پر مظلومو ډرايوران ډزې وکړي. د ماضي دا رقم سلوک نه اوس هم روان دی. نن بيا پر مظاهره چيانو ډزې شوې دي.له ۱۹۴۷ څخه تر اوسه پورې که وګورو نو په دې ملک کې تر ټولو ارزانه شی د بلوڅانو وينې دي. امنيتي ځواکونو ته دومره واک ورکړل شوی چې ماورای عدالت کارونه کوي. زه له خپلو ملګرو سره يو ځای له دې اسمبلۍ څخه د احتجاج په ډول وځم."

بلوچستان نېشنل پارټي (مينګل) په قامي اسمبلۍ کې څلور غړي لري.

د حکومت دریځ

د اپريل په ۱۸مه په احتجاج کې ځايي‌ ډرايورانو په چاغي کې افغانستان ته تللی سړک بند کړی وو. دوی له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د دوی پر ضد شوې کاروايي لپاره دې بخښنه وغواړي، ډزې کوونکو ته دې سزا ورکړل شي او په راتلونکې کې دې دا قسمه پېښې نه تکراروي.

امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي خو د بلوچستان وزيراعلی دفتر رسنيو ته په ليږلي بيان کې د دې پېښې د تحقیقاتو ژمنه کړې ده. د چاغي ځايي چارواکو د مظاهره چيانو سره مذاکرات کړي دي خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

په صوبه کې حکمران ګوند، بلوچستان عوامي پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې روبینه عرفان د اپريل په اتلسمه په اړه د پارليمان په غونډه کې وويل چې د بلوڅانو شکایتونه بايد واورېدل شي. هغې زیاته کړه چې نه یوازې بايد د خلکو غیبول ودريږي بلکې د اقتصادي پرمختګ لپاره د لومړيتوب په ډول کار وشي.

XS
SM
MD
LG