د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک انصاف غړو د عمران خان د ليرې کېدو پر ضد احتجاجونه وکړل


په اسلام اباد کې د تحريک انصاف غړي د مظاهرې په حال کې
په اسلام اباد کې د تحريک انصاف غړي د مظاهرې په حال کې

پاکستان تحریک انصاف د خپل حکومت ړنګېدو پرضد د اپريل په لسمه، د ملک په یو شمېر ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وکړي.

مظاهره چیانو د تحریک انصاف د مشر او ليرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان هغه خبره تکراروله چې دوی به "له بهره راوړل شوی حکومت" و نه مني.

په ځينو ځایونو کې د پاکستاني پوځ د مشر، جنرل قمر جاويد باجوه پر ضد هم شعارونه ورکړل شوي دي.‌ پوځ تر اوسه د عمران خان د ليرې کېدو په اړه څه بيان نه دی ورکړی خو هميشه یې په سياست کې ګوتې وهل رد کړي دي.

عمران خان د اپرېل پر لسمه پر ټوېټر ولیکل چې دا ورځ د ازادۍ د مبارزې پیل دی. که څه هم نوموړی پخپله په دې مظاهرو کې نه وو، خو پر ټويټر يې ليکلي دي چې په ژوند کې یې کله نه وو ليدلي چې دومره ډير خلک دې په خپله خوښه د احتجاج لپاره راووځي.

بلخوا اپوزېشن ګوندونو د اپرېل لسمه نېټه د شکرانې ورځې په توګه ولمانځله. د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف څه د پاسه درې نیم کاله واکمن پاتې شو خو په وروستيو کې له ګرانۍ څخه پيل شوي احتجاجونه پر سیاسي هغو بدل شول.

پاکستان کې د تحریک انصاف حکومت ړنګېدو ضد مظاهرې شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

مخالفو سیاسي ګوندونو د مارچ په اتمه په قامي اسمبلۍ کې د وزيراعظم د ليرې کولو لپاره عدم اعتماد تحريک جمع کړ. د اپريل په لسمه په نيمه شپه، پرې د قامي اسمبلۍ غړو رایې واچولې. د وزيراعظم د ليري کولو ۱۷۲ رايو ته ضرورت وو. د عدم اعتماد تحريک په ملاتړ کې د قامي اسمبلۍ ۱۷۴ غړو رایې ورکړي او په دې توګه عمران خان له دندې ليرې شو.‌

عمران خان تور پورې کړی چې د ده د حکومت ليرې کولو لپاره بهرنی سازش شوی دی. دوی تور پورې کوي چې امریکا یې د اپوزېشن ګوندونو په مرسته حکومت ورختم کړی دی خو اپوزېشن او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا تور په کلکه رد کړی دی.

د پاکستان قامي اسمبلۍ مرستيال سپېکر قاسم سوري د اپريل په درېيمه د عمران خان پر ضد راوړل شوی د عدم اعتماد تحريک غیرقانون وګرځاوه. ولسمشر د وزيراعظم په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړه او د ټاکنو له کمیسيون یې د انتخاباتو د کولو غوښتنه وکړه.

اپوزیشن سیاستوالو پر دې احتجاج وکړ او دا کار یې له عدم اعتماد تحريک څخه د د عمران خان تېښته وبلله. خو سپريم کورټ له خپلې خوا نوټس واخیست او د پينځوو ورځو تر اویدنې وروسته یې پرېکړه وکړه اسمبلي دې بحاله او پر عدم اعتماد تحريک دې رايې واچول شي.

XS
SM
MD
LG