د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب ګورنر له دندې ليرې شو


د پاکستان د پنجاب صوبې ګورنر عمر سرفراز چېمه د مې په لسمه تر هغه يوه ورځ وروسته له دندې لیرې شو چې ولسمشر یې له ليرې کولو انکار وکړ.

د کابینې ډویژن د مې په لسمه د هغه د ليرې کولو نوټيفيکېشن جاري کړی دی. دا امر د وزيراعظم شهبازشريف د هغه سپارښتنې په بنياد ورکړل شوی چې نوموړي دوه ورځې مخکې له ولسمشر عارف علوي غوښتې وو چې عمر سرفراز چېمه دې له دندې ليرې کړي. عارف علوي دا سپارښتنه نه وه منلې او ويلي‌يې وو چې چېمه خپل کار ته دوام ورکولی شي.

د پاکستان د ايين ترمخه د ګورنر د ليرې کولو يا مقررولو لپاره بايد وزیراعظم ولسمشر ته سپارښتنه وليږي. که ولسمشر ورسره راضي وي نو سپارښتنه مني خو که راضي نه وي نو هغه ردولی شي. خو د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله د مې په نهمه ويلي وو چې ولسمشر بايد د وزيراعظم په سپارښتنه عملي وکړي.

چېمه او علوي د تحريک انصاف غړي دي. شهپاز شریف د مسلم ليګ (ن) مشر او د وزيراعظم په توګه د پاکستان د ايتلافي حکومت مشري پر غاړه لري. د پنجاب صوبې وزيراعلی د شهباز شريف زوی او د مسلم ليګ (ن) سیاستوال، حمزه شهباز دی.

په دې صوبه کې له دې امله سیاسي بحران جوړ شوی وو چې د مخالفو ګوندونو سره تعلق لرونکي، ګورنر او وزيراعلی د يو بل په خلاف بیانونه ورکول. ګورنر چېمه د نوې ټاکل شوي وزيراعلی حمزه شهباز شريف د سوګند له اخیستلو هم انکار کړی وو.‌

عمر سرفراز چېمه پر ټويټر ليکلي چې دی د کابینې ډويژن لخوا شوی نوټيفيکېشن يا امر ردوي. نوموړي زياته کړې چې هغه به د قانوني ګامونو اخیستلو لپاره له خپلو قانوني سلاکارانو سره سلا کوي.

د قانون له مخې د ګورنر په نه موجوديت کې او تر څو چې بل تن په دغه دنده ټاکل کيږي، د صوبايي اسمبلۍ سپېکر د ګورنر د دفتر چارې پر مخ بیايي.

په پاکستان کې سیاسي ناارامي د اپريل له لسمې وروسته پيل شوې. په دغه ورځ د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک له لارې د تحريک انصاف مشر عمران خان د وزيراعظمۍ له دندې ليرې شو. تر دې سمدستې وروسته د تحريک انصاف غړو له قامي اسمبلۍ استعفاوې ورکړي. په پنجاب کې هم د تحريک انصاف حکومت او وزيراعلی ختم شو. البته په خيبر پښتونخوا کې د دې ګوند حکومت لا هم شته دی.

XS
SM
MD
LG