د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: د هېواد د اقتصادي او نورو مسلو د هواري لپاره یووالي ته اړتیا ده


وزيراعظم شهباز شريف د خپل حکومت د اتحادي ګوندونو له مشرانو سره د اسلام اباد په يوه خبري غونډه کې. انځور د ۲۰۲۲ز د مارچ ۲۸مې دی.
وزيراعظم شهباز شريف د خپل حکومت د اتحادي ګوندونو له مشرانو سره د اسلام اباد په يوه خبري غونډه کې. انځور د ۲۰۲۲ز د مارچ ۲۸مې دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خپلې کابینې په لومړۍ غونډه کې ويلي، د هېواد د ترقۍ لپاره بايد په حکومت کې شامل ټول ګوندونه "سیاسي اختلافات" هېر کړي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې خپلو نويو وزيرانو ته وويل، حکومت د اقتصادي بحالۍ، بجلۍ زياتولو،ګرانۍ ختمولو او درغليو ختمولو په څېر لوی چيلېنجونه لري.

شريف زیاته کړه، په حکومت کې يې د متضادو فکرونو سياستوالان او هغه ګوندونه شامل دي چې پخوا د يو بل مخالف ول. خو د وزيراعظم په خبره، دا تاثر سم نه دی چې ګواکې له دې وجې به حکومت سم کار و نه کړای شي.

شهباز شريف وويل، ګوندونه څه موده پس د انتخاباتو پر وخت له خپلو سیاسي منشورونو سره سم، سیاست کولی شي خو د اوس لپاره د مسايلو د حل لپاره په موثره توګه کار کول ضروري دي.

د شهباز شريف په مشرۍ حکومت له بېلابېلو سياسي ګوندونو جوړ دی. دوی د اپرېل پر۱۰مه د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزيراعظم عمران خان د تحريک انصاف حکومت تر ختمولو وروسته د اېتلافي حکومت پر جوړولو سلا شول.

د کابینې تر غونډې وروسته د خرانې وزير مفتاح اسماعيل په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل، نوي حکومت ته تر ټولو لوی چيلېنج د اقتصاد رغول دي.

هغه زیاته کړه چې د تحريک انصاف حکومت په خپلو څه د پاسه درو کلونو کې ۲۷ اربه ډالر قرض اخیستی، چې له وجې یې، د ده په خبره، د هرې ورځې په تېرېدو پر پاکستان د سود بوج زياتېږي.

اسماعيل د خراب اقتصاد يوه بله وجه د برامداتو کمېدل او د درامداتو زیاتېدل وښوول.

هغه همداراز وويل، سږ کال به پاکستان د ۷۰ اربه ډالرو شيان درامدوي او برامدات به یې د ۳۰ اربه ډالرو په اندازه وي.

نوموړي هوډ وښود چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت به د هېواد اقتصاد بېرته پر پښو ودروي.

د پاکستان اقتصاد له ۲۰۱۸ز کال راهیسې له ستونزو سره مخامخ وو او پخواني حکومت په بیا بیا ویل چې خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې وو چې د سمولو هڅې یې کولې.

XS
SM
MD
LG