په پاکستان کې د خبريالانو حقونو او رسنيوو د ازادۍ لپاره کار کوونکې غیرسرکاري ادارې فريډم نيټورک په خپل کلني راپور کې ويلي چې د دې هېواد پلازمېنه د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه ځای دی.
فريډم نېټورک د اپريل پر ۳۰مه، مشال راډيو ته ليږلي دې راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د خبریالانو ضد د تشدد، دړکو ورکولو او ځورونې پېښې د تېرکال پرتله ۶۳ سلنه زیاتې شوي دي. په راپور کې زیاته شوې چې په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کې د رسنيو پر کارکوونکو د حملو او ورته د ګواښونو کولو ۸۶ پېښې شوې وې چې دا شمېر د ۲۰۲۲ز کال مې او د روان کال د مارچ میاشتې په مینځ کې ۱۴۰ ته رسېدلی دی. په دې حساب په تېر يو کال کې د خبريالانو پرضد هغه پېښې ۶۳ فيصده زیاتې شوې دي.
په رپورټ کې اسلام اباد د خبريالانو لپاره د هېواد تر ټولو خطرناکه ښار بلل شوی دی. بلخوا د اسلام اباد پولیسو د مې پر لومړۍ په ټویټر لیکلي چې تېر کال یې په هغه ښار کې پر خبریالانو د حملو او ځورونې ۱۸ مقدمې درج کړې دي. دوی دا نه دي ویلي چې په هغو پېښو کې ککړ کسان یې نیولي دي او که نه.
اسلام آباد میں سال 2022 میں صحافیوں کی طرف سے 18 مقدمات درج ہوئے۔سال2023 میں 03 مقدمات درج کروائے گئے۔ 02 مقدمات سٹریٹ کرائم، 02 پی ٹی آئی کارکنان کے صحافیوں پر حملے سے متعلق ہیں۔ان مقدمات سے 10 مقدمے ذاتی نوعیت کے ہیں۔#ICTP
— Islamabad Police (@ICT_Police) May 1, 2023
فریډم نېټورک خپل رپورټ د رسنيو د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپور کړی دی. هغه ورځ هر کال د مې پر دریمه نمانځل کیږي. د دې ادارې مشر اقبال خټک د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل تر ټولو زیاتې ۴۰ سلنه پېښې په اسلام باد کې شوي دي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر خبریالانو د تشدد پېښې ځکه کمي دي چې هلته ژورنالیستان ځانونه سانسوروياقبال خټک
هغه زیاته کړه: ''په پنجاب کې خبریالانو سره ۲۵ فیصده واقعات شوي دي. په سیند صوبه کي ۳۴ فیصده، په خیبر پښتونخوا کي ۹ فیصده او په بلوچستان کي ترټولو لږ د تشدد او زورنې پېښي مخې ته راغلې دي.''
خټک وویل په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د کمو پېښو راتللو مطلب دا نه دی چې هغو صوبو کې خبریالان خوندي دي. د نوموړي په وینا هلته د تشدد پېښې کمې راپور کېدو وجه، د خبریالانو ځانونه سانسورول او ډېر احتیاط کول دي.
د پاکستان خبریالانو مرکزي تنظیم پي اېف یو جی مشر شهزاده ذولفقار مشال راډیو ته وویل چې کله سیاسي ګوندونه په حزب اختلاف کي وي نو د بیان ازادۍ پر موضوع له خبریالانو سره کلک ولاړ وي خو چې کله حکومت په لاس ورشي نو د خبریالانو د خوندیتوب لپاره څه نه کوي.
هغه وایي: ''له ۲۰۰۸م راهیسې يوازې په بلوچستان کې ۲۵ خبریالان وژل شوي دي. خلک تنقید نه برداشت کوي. حکومت او ادارې د خبریالانو او رسنیو د ادارو په ضد کېسونه درجوي. د بریښنایي رسنیو د څار ادارې (پيمرا) لخوا ټي وي چینلونو ته نوټسونه ورکول کیږي چې ولې مو هغه یا دغه مواد خپاره کړي دي. د سیاسي ګوندونو خلک چې په حکومت کې شي نو مونږ ته په پټه وایي چې واک راسره نشته.''
دا هم وګورئ: بې پولې خبریالان: پاکستان د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه هېواد دید رسنیو د ازادۍ او خبریالانو د خوندیتوب لپاره د خبریالانو ټولنو تر غوښتنو وروسته په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان پارليمان یو قانون منظور کړی دی.
په پېښور کې د خبریالانو د اتحادیې یو مشر ناصرحسېن وايي په وفاق کې د هغه قانون تر جوړیدو وروسته په سیند صوبه کې هم ورته قانون منظور شو. د نوموړي په وينا خو په خیبر پښتونخوا کې تراوسه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کوم قانون نه دی جوړ شوی.
ناصر حسېن زیاتوي: ''د خبریالانو د خیرښېګړې او خوندیتوب کوم قانون چې له پارلیمانه منظور شوی نو دا یو ښه قانون دی. په دې قانون کې راغليچې خبریالانو ته ګواښ کول هم جرم دی. د ګواښ کوونکي کس په خلاف کاررواييکيدلی شي. ددې قانون لاندې تجویز شوی کمېشن چې جوړ شي نو بیا به ډېرې مسلې حل شي.''
د فریډم نېټورک ددې راپور په غبرګون کې حکومتي چارواکو تردې دمه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ۲۰۲۲م کي د نومبر پر ۲مه د خبریالانو یو نړیوال کانفرنس ته ویلي ول چې د رسنيوو ازدۍ ته ژمن دي.
هغه زیاته کړې وه چې د خبریالانو د خوندیتوب قانون لاندي به، د خبریالانو ځورونې پېښو د مخنیوي لپاره تجویز شوی کمېشن زرترزره جوړوي. خو د فریډم نېټورک د راپور ترمخه تردې دمه نه د دغه کمېشن د جوړېدو څه څرک ښکاري او نه هم هغه قانون کوم خبریال ته ګټه رسولې ده ځکه چې په وينا یې عمل پرې نه کيږي.