د لاسرسي ځای

تازه خبر

بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې افغان کډوال په زوره نه شړي


د نومبر پر اتمه په چمن کې کډوال د کور له سامانه ډک ټرک ته ورخيژي.
د نومبر پر اتمه په چمن کې کډوال د کور له سامانه ډک ټرک ته ورخيژي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو بندي کول، ویستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

د جنوبي اسیا لپاره د یاد سازمان د کمپاینونو مرستیالې لیویا ساکاردي د نومبر پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له زرګونو افغان کډوالو څخه د "سیاسي مهرو" په توګه کار اخیستل کېږي او هغوی په داسې حال کې افغانستان ته روان دي چې هغوی هلته له خطرونو سره مخامخ دي.

نوموړې ویلي، کډوال بيرته افغانستان ته لېږل به د هغوی ژوند له خطر سره مخاخ کړي او پاکستان بايد هغه نړيول اصول په پام کې ونيسي، د کوم تر مخه چې څوک هم هغه هيواد ته نه شي ليږل کيدای په کوم کې چې د سياسي فکر په بيناد ورته خطر پېښېدی شي.

لیویا ساکاردي وویل، که حکومت ژرترژره د کډوالو د وېستلو لړۍ و نه دروي نو دا به د زرګونو خطر لرونکيو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو خونديتوب، زده کړو او روزګار ته د لاسرسي مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې راهسې په لسګونه زره هغه افغان کډوال وېستلي دي چې د دوی په وینا قانوني اسناد نه لري.

اخوا د نومبر پر ۱۱مه هم له پاکستانه د بې اسناده افغانانو خپل هېواد ته د ستنولو بهیر دوام لري.

په خیبر ضلع کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو چارواکي ارشاد خان د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳،۶۰۵ نور بې اسناده افغانان د تورخم په وره اوښتي دي.

ده وویل، په دې توګه د نومبر اتمې تر شپې ناوخته پورې په تورخم افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر له ۲۱۷،۰۰۰ لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۳۱مه بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اسلام اباد ورکړی مهلت پای ته ورسېد چې تر هغې وروسته چارواکو د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړی او لسګونه زره افغانان یې د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته استولي دي.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) ویلي، په پاکستان کې تر ۲۰۰ څخه زیات افغان خبریالان ژوند کوي او که د بې اسناده افغانانو په بهیر کې دوی هم ولېږل شول نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدلی شی.

پر تورخم اوښتونکي کډوال د نامعلومه راتلونکې سره مخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

بلخوا د پاکستان نګران حکومت وایي چې د بې اسنادو بهرنیانو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې غونډې ته وويل چې له بې اسناده بهرنيانو سره به "هېڅ قسم رعايت" نه کوي. د هغه په وينا چې دا یې ملک د امنيت په ګټه ده چې بې اسناد کډوال ستانه شي.

XS
SM
MD
LG