د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غندلی دی


د خیبر په جمرود کې د افغان کډوالو یوه کورنۍ افغانستان ته د روانېدو پر مهال - د اکتوبر شپږمې انځور.
د خیبر په جمرود کې د افغان کډوالو یوه کورنۍ افغانستان ته د روانېدو پر مهال - د اکتوبر شپږمې انځور.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غندلی دی.

مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر اوومه په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې پوښتنه کړې چې په پاکستان کې نور خلک هم په ناقانونه توګه ژوند کوي خو حکومت یوازې پښتنو ته ولې لاس اچولی دی؟

هغه وویل چې د افغان کډوالو تر ایستلو وروسته به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شي.

مولانا فضل الرحمان پر بیورو کراسۍ او پولیس افسرانو تور ولګاوه چې له افغان کډوالو ځمکې نیسي او پیسې ترې اخلي. "زه په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو لپاره په کارکونکو سازمانونو باندې غږ کوم چې پاکستان ته دې راشي او دلته چې له افغان کډوالو سره کوم سلوک کېږي، هغه دې وګوري او د دوی (افغان کډوالو) د حقونو غوښتنه دې یې وکړي."

د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د نوموړي څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې یوازې هغه کسان نیسي چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

اسلام اباد له افغانانو پرته، نورو بې اسناده کسانو ته هم د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستانه د وتلو امر کړی دی.

په کراچۍ کې نیول شوي افغان کډوال په حوالات کې ناست دي ـ د سېپټېمبر ۱3مې انځور.
په کراچۍ کې نیول شوي افغان کډوال په حوالات کې ناست دي ـ د سېپټېمبر ۱3مې انځور.

د محمود خان اڅکزي څرګندونې

په همدې حال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

نوموړي د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغان کډوالو جایدادونه ضبط کړي او هغوی په زور له پاکستانه وباسي. "دا د جهان قانون دی چې که د یو چا کور اور واخلي نو حق لري چې له همسایه کره لاړ شي. که پر یو ملک بده ورځ راځي نو ته [هرومرو] دا حق لرې چې بل ملک ته لاړ شې."

محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې پاکستان او افغانستان باید د خپلمینځي مسلو هواري لپاره خبرې وکړي او د ده په وینا، د دې لپاره چین باید د درېیمګړي کردار ادا کړي.

اڅکزي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې او د اکتوبر پر اوومه پولیسو ۱۱۶ افغانان نیولي دي.

د کوټې یو پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې هلته یې د مېشتو ۲۴،۰۰۰ افغانانو په اړه معلومات ټول کړي دي.

تر جمعیت علمای اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو وړاندې عوامي نیشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرانو او غړو په پاکستان کې د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د کراچۍ پولیسو په سېپټېمبر کې په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې ونیول.

دا راز د اکتوبر په لومړیو کې پولیسو له اسلام اباد او راولپېنډۍ۸۰۰ افغان کډوال ونیول چې وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG