د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان دې هغه کډوال نه باسي چې افغانستان کې ورته ګواښ دی


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا اسناد نه لرونکو کډوالو ته ورکړل شوی وخت د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا اسناد نه لرونکو کډوالو ته ورکړل شوی وخت د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدونکی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي ار پر پاکستان غږ کړی چې هغه افغان کډوال دې په زوره نه ستنوي چې په افغانستان کې ورته ګواښونه دي.

په پاکستان کې د یادې ادارې وياند قيصر اپریدي د اکتوبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لکونو هغه افغانان پاکستان ته راغلي چې ژوند يې په خطر کې دی.

قیصر اپرېدي‌ وویل،‌ چې دوی د پاکستان حکومت ته خواست کوي چې د قانوني اسناد نه لرونکو افغان کډوالو لپاره يو داسې جامع او پايداره نظام جوړ شي چې دا کډوال په قانوني توګه رجسټر شي.

ده وویل، "يو اين ايچ سي ار د دې لپاره تیار دی چې په دې لړ کې د حکومت مرسته وکړي، او پر انساني بنیادونو دې دا افغان کډوال افغانستان ته نه ستنوي."

خو د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي چې له هغه هېواده یې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پلان وروستی یا حتمي کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د بې اسناده افغانانو د ستنولو عمل چیلېنجونه لري خو زیاته یې کړه چې حکومت یې له پیله دې کار ته ژمن وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا اسناد نه لرونکو کډوالو ته ورکړل شوی وخت د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدونکی دی.

د پاکستان نګران وفاقي حکومت اعلان کړی دی چې قانوني اسناد نه لرونکي کډوال دې د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ووځي ګني دوی به یې په زور باسي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر محمد اعظم خان د اکتوبر پر ۲۶مه ويلي چې د ناقانونه کډوالو د ستنیدو لپاره په لنډي کوتل، هري پور او پیښور کې عرضي کيمپونه جوړوي.

دوی وايي‌ چې تر دا مهال شاوخوا ۶۰ زره کډوال له تورخم پولې څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په پیښور کې د افغان طالبانو د حکومت قونصل جنرل د اکتوبر پر ۲۵مه رسنیو ته ويلي وو چې د پاکستان د حکومت پر دې پریکړه هيڅ اعتراض نه لري او دا يې د پاکستان داخلي مسله بللې ده.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت ویلي چې افغانستان ته ورستنېدونکو دې کډوالو ته د رسېدو لپاره د خپل لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده په لارښونه یو کمېشن جوړوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کمېسیون یې ۳۱ لوړپوړي غړي لري او مشري یې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمېسیون ۱۲ کمیټې لري چې مسوولیت یې د کډوالو تشخیص، لېږد، هغوی ته لومړني او روغتیایي خدمتونه او د لنډمهاله پنډغالو جوړول دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې دغه کمېسیون به خپلو امکاناتو ته په کتو پر پاکستان سربېره له نورو هېوادونو اخراجېدونکو کډوالو ته هم خدمتونه برابروي.

XS
SM
MD
LG