د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټران: نګران حکومت دې د افغان کډوالو د ايستلو مسله منتخبه حکومت ته پرېږدي


د پاکستان پارلېمان ودانۍ. پخوانۍ انځور
د پاکستان پارلېمان ودانۍ. پخوانۍ انځور

د پاکستان په سېنېټ کې د بېلابېلو ګوندونو غړو پر نګران حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې ودروي او د دې مسلې پرېکړه دې منتخب حکومت ته پرېږدي.

دوی دا غږ د نومبر پر ۱۳مه، پر تحريک چې د جماعت اسلامي مشتاق احمد خان، د نېشنل پارټۍ طاهر بزنجو، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمد شفیق ترين او د عوامي نېشنل ګوند هدایت الله خان وړاندې کړی وو، د بحث پر مهال وکړ.

سېنېټر مشتاق احمد خان غونډې ته د وینا پر مهال وويل چې سپريم کورټ ته یې درخواست ورکړی چې د ایین ترمخې نګران حکومت يوازې د هېواد ورځنۍ چارې پر مخ د وړلو مسوليت پر غاړه لري او د کډوالو د ايستلو د پالیسۍ جوړولو واک نه لري.

تاسو افغانان او افغانستان د ژورې ستراتيژۍ برخه بلله. خو اوس تاسو واياست چې دوی له پاکستانه وباسئ.
مشتاق احمد خان

هغه زیاته کړه چې يو وخت وو چې پاکستان افغانان د روسيې (پخواني شوروي اتحاد) پر وړاندې د خپلې دفاع د ډال په توګه یادول خو اوس یې په زوره شړي.

"کله چې روس پر افغانستان حمله کړې وه، تاسو ویل چې افغانان د پاکستان د دفاع جګړه کوي. تاسو افغانان او افغانستان د ژورې ستراتيژۍ برخه بلله. خو اوس تاسو واياست چې دوی له پاکستانه وباسئ. تاسو ناڅاپه د هغوی د شړلو بهیر پيل کړی دی."

په غونډه کې د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي د دې نيوکو په ځواب کې وويل چې د ریاست د فیصلې ترمخې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به ټول غيرقانوني بهرنيان وباسي.نوموړي زیاته کړه چې افغان کډوال نه شړل کېږي بلکې غیرقانوني بهرنيان ایستل کېږي.

خو سېنېټرانو د هغه خبرې رد کړې او د نېشنل پارټۍ سېنېټر طاهر بزنجو وويل چې د پاکستان پولیس په دې په قانون او ناقانونه کې فرق نه کوي او د ټولو افغانانو پر ضد یې ناوړه سلوک ساتلو ته دوام ورکړی دی.

بزنجو زیاته کړه چې که د پاکستان ریاست له افغان طالبانو څخه ګيله لري او په ناامنۍ کې د هغوی د لاس لرلو تور پورې کوي، نو دا مسله دې د افغان طالبانو سره راپورته شي. د هغه په خبره، د ناامنيو زور دې له افغان کډوالو نه ایستل کېږي.

د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر هدایت الله د خپلې وينا پر وخت وويل چې نګران حکومت دې افغانان پرېږدي چې پخپله خوښه ستانه شي. د مسلم ليګ (ن) سېنټر اسحق ډار په خپله وينا کې وويل چې د کډوالو د ایستلو پر مسله بايد لومړی د ټولو ګوندونو غونډه وربلل شوې وایه.

د جمعت علما اسلام(ف)سېنېېټر مولانا عبدالغفور حیدري وويل چې د پاکستان نګران حکومت دې لومړی په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په دې اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې د افغانانو سره روان سلوک د شرم وړ دی.

د پاکستان نګران حکومت له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو افغانستان ته د ستنولو لړۍ د روانې نومبر مياشت له لومړۍ نېټې پيل کړې. حکومت ويلي دا لړۍ به دوامداره ساتي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا، د نومبر تر ۱۲مې تر درې لکه زیات کډوال د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو تنظیمونو او سیاسي ګوندونو د پاکستان حکومت د کډوالو ستنولو پر پرېکړه نیوکې کړي او په بیا بیا یې له حکومته غوښتي دي چې هغه پرېکړه بېرته واخلي.

د نومبر پر ۱۰مه، د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ویستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

له پاکستانه د نومبر تر ۱۲مې پورې تر درې لکه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي
له پاکستانه د نومبر تر ۱۲مې پورې تر درې لکه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) ویلي، په پاکستان کې تر ۲۰۰ څخه زیات افغان خبریالان ژوند کوي او که د بې اسناده افغانانو په بهیر کې دوی هم ولېږل شول نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدلی شی.

خو د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې غونډې ته وويل چې له بې اسناده بهرنيانو سره به "هېڅ قسم رعايت" نه کوي. د هغه په وينا چې دا یې ملک د امنيت په ګټه ده چې بې اسناد کډوال ستانه شي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک پاکستان ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

XS
SM
MD
LG