د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي پاکستان دې د کډوالو خوندیتوب ته پام وکړي


افغان کډوال له کراچۍ څخه افغانستان ته د تلو لپاره په بس کې سپرېږي ـ د سېپتېمبر ۱۸مې انځور.
افغان کډوال له کراچۍ څخه افغانستان ته د تلو لپاره په بس کې سپرېږي ـ د سېپتېمبر ۱۸مې انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

يو اين ايچ سي ار او اې او اېم د اکتوبر پر اوومه، په يو ګډه مطبوعاتي اعلامیه کې دا غوښتنه له هغې وروسته وکړه چې پاکستان اعلان وکړ چې افغان کډوال افغانستان ته ستنوي.

اعلاميه وايي چې افغانستان د بشري حقونو له ګڼو ننګونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د سخت بشري بحران سره مخامخ دی. دوی وايي، دا ډول پرېکړې به د ټولو هغو کسانو لپاره جدي پایلې ولري چې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او کېدای شي د بېرته ستنېدو په وخت کې د جدي خوندیتوب خطرونو سره مخ شي.

اعلاميه زياتوي چي يو اين ايچ سي ار او اې او اېم د کورنیو پالیسیو په اړه د پاکستان د حکومت حاکمیت، په خپله خاوره کې د نفوس اداره کولو اړتیا، او د عامه خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره مکلفیتونه مني.

اعلاميه وايي:" يو اين ايچ سي ار او اې او اېم د پاکستان له حکومت سره اوږدمهاله او قوي همکاري لري او د افغان کډوالو په شمول د هغو کسانو چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري، د ثبت او اداره کولو لپاره د هراړخیز او دوامداره میکانېزم په جوړولو کې د ملاتړ لپاره چمتو دی. يو اين ايچ سي ار او اې او اېم له ننګونو سره سره، له څلورو لسیزو راهیسې د افغانانو په وړاندې د پاکستان د سخاوتمندانه مېلمه پالنې ستاینه کوي او دا غوښتنه تکراروي چې د ټولو کډوالو بيرته ليږل بايد پرته له کوم فشار، داوطلبانه، خوندي او باعزته وي او د هغو کسانو لپاره چې د خوندیتوب په لټه کې دي ډاډ ترلاسه کړي."

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په زور د افغان کډوالو بېرته لېږل د بشري حقونو د سختو سرغړونو لامل کېدای شي او امکان لري چې د کورنیو غړي د ماشومانو په شمول له يو بل جلا شي.

يو اين ايچ سي ار او اې او اېم په ټولو هیوادونو غږ کړی چې د افغان کډوالو جبري لېږل دې وځنډوي او ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان ته هر ډول ممکنه راستنېدل په خوندي، باعزته او داوطلبانه توګه ترسره کېږي.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې ياد هېواد به خپل وروستي اعلان شوي پلان تر مخې د افغان کډوالو په شمول تر يو ميليون زيات ناقانونه کډوال په تدریجي او منظم ډول وباسي.

د پاکستان خارجه وزارت دا بيان تر هغې وروستو جاري کړی چې نړۍ او د بشري حقونو سازمانونو د کډوالو د جبري لېږلو پرېکړې په اړه اندېښنې څرګندې کړې. د پاکستان لنډ مهاله حکومت اعلان کړی دی چې د افغانانو په ګډون ټول ناقانونه کډوال دې په خپله خوښه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي تر څو د ډله ییزو نيول کېدو مخه ونیول شي خو که دوی په خپله لاړ نه شي په جبري ډول به نه شړل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د اکتوبر پر شپږمه، رسنيو ته لېږل شوي يو بيان کې وويل چې د کډوالو ستنول به منظم او مرحله وار وي. دې وویل چې له کډوالو یې موخه يوازې افغان کډوال نه دي.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر دریمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ټاکلې مودې نه پس به ناقانونه کډوال په زور ويستل کېږي او جايدادونه به ېې ضبطېږي.

د مرکزي نګران حکومت د پرېکړې سره سم د سيند ايالت نګران حکومت ويلي دي چې هغه ځايونه يې په ګوته کړي دي چېرته چې ناقانونه افغانان اوسيږي. د سيند حکومت عالي شورا د اکتوبر پر شپږمه په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ناقونانه افغانانو د ويستلو په اړه به د مرکزي حکومت پاليسي عملي کوي.

څو ورځې وړاندې په اسلام اباد او پينډۍ کې پوليسو د افغانانو خلاف عمليات کړي او ۸۰۰ پورې کډوال يې نيولي ول چې وروسته يې په دوی کې ۴۰۰ اسناد لرونکي کسان خوشي کړل.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG