د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان پر حکومت غږ کړی دی چې د افغانانو ګرفتارۍ ودروي


اېمل ولي خان پر حکومت غږ کړی دی چې د افغانانو ګرفتارۍ ودروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:16 0:00

د عوامي نيشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د سیند پر حکومت غږ کړی دی چې په کراچۍ کې دې د افغانانو د نیولو او ځورونو لړۍ ودروي. نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کراچۍ ارټس کونسل کې د پښتنو د کلتور ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان هغه افغانان ځوروي چې په نوم یې له نړۍ پیسې ترلاسه کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په ګډون یوشمېر نړیوال سازمانونه او هېوادونه په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره له لسیزو راهیسې له اسلام اباد سره مرسته کوي. اېمل ولي خان وویل که د افغانانو د ګرفتارۍ لړۍ و نه درېده نو په کراچۍ کې به احتجاج پیل کړي. د سیند حکومت لا د نوموړي څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د هغې صوبې پولیسو د سېپټېمبر له نهمې راهیسې سلګونه افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي. د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۵مه ویلي ول چې قانوني اسناد نه لرونکي افغانان خپل هېواد ته ستنوي. د اېمل ولي خان د وینا او د پښتنو کلتور ورځې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG