فرشته وایي، د تدریس له بهیره خپله هم ګټه پورته کوي او ډېر څه زده کوي. نوموړې په پټه یوه ډله نجونو ته ریاضي، انګلېسي (انګرېزي) او نور مضامین ورزده کوي. هغه وایي که طالبان پوه شي، نو ټولګی به یې وتړي.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ دعوه کړې ده چې لومړی ایران پر امریکا د حملې پلان درلود نو ځکه یې پر ضد "عملیات" پیل کړل. دا خبره نوموړي د مارچ پر درېیمه په واشنګټن کې د جرمني له وزیراعظم فریدریښ مېرڅ سره د لیدو پر مهال خبریالانو ته کړې ده. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د حملو له پیلېدو راهیسې هلته مېشت پاکستاني زدکوونکي او افغانان خپلو هېوادونو ته ستنېږي. له ایرانه افغانستان ته تللي یو کس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په اډه کې دومره ډېر افغانان ول چې هېواد ته د تګ لپاره یې بسونه کم شول. په دې اړه تفصیل په ویډيويي راپور کې.
ټرمپ په دغه ویډیويي بیان کې وايي، "لږه شېبه مخکې د امریکا پوځ پر ایران پراخ جنګي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو موخه دا ده چې د ایراني رژیم لخوا امریکايي ولس ته د ورپېښو ګواښونو مخنیوی وشي."
نور وښیئ