د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر: وسلوالو ډلو "جدیده وسله" ترلاسه کړې او بریدونه کوي


د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پولیس لاینز پر جومات برید کې لسګونه کسان ووژل شول - د جنورۍ ۳۱مې انځور.
د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پولیس لاینز پر جومات برید کې لسګونه کسان ووژل شول - د جنورۍ ۳۱مې انځور.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر وايي، د تېرو یوشمېر کلونو پرتله په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې د "ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې" شوې دي او وسلوالو ډلو "جدیده وسله" ترلاسه کړې چې د پولیسو ضد یې کاروي.

اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

دی وايي، زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي. "تاسې ته معلومه ده چې د خیبر پښتونخوا پولیس ډېر چیلېنجونه لري چې تر ټولو لوی یې د دهشتګردۍ هغه دی. په ټول هېواد کې د ترهګرۍ له ټولو پېښو څخه یې تر ۶۰ فیصده زیاتې په خیبر پښتونخوا کې کېږي."

ګنډه پور وویل، په ۲۰۲۲ز کال کې په ډېره اسماعیل خان او بنو ډېوېژنونو کې د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر وویل، د وسلوالو لاسونو ته "جدیده وسله" لویدلې او همدا لامل دی چې هغوی تېر کال پر پولیسو د شپې مهال حملې وکړای شوې.

اختر حیات ګنډه پور وویل، د خیبر پښتونخوا پولیسو هومره جدیده ټېکنالوژي نه لرله چې شپې مهال وسلوال وویني او حملې یې په شا وتمبوي.

ژوبل پولیس سرتېری د پېښور برید د سترګو لیدلی حال بیانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:22 0:00

ده په خپلو خبرو کې په جنورۍ کې د پېښور پولیس لاینز پر جومات د ځانمرګي برید یادونه هم وکړه او و یې ویل چې په هغه حمله کې د ککړو وسلوالو همکارانو په اړه یې معلومات غونډ کړي خو اوس یې په اړه تفصیل نه شي ورکولای.

د جنورۍ پر ۳۰مه په هغه برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي ول او لسګونه ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې وه.

ګنډه پور البته هیله وښوده چې له اقداماتو سره به "ژر د ترهګرۍ د پېښو" په مخنیوي وتوانېږي.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په پاکستان کې وسلوالې حملې زیاتې شوې دي او تحريک طالبان پاکستان ډلې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونه زیات کړي دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي. د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هغه غونډه کې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، وفاقي وزیران، د صوبو اعلا وزیران، د سېنېټ غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم شریک وو.

داراز، د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

تر دې مخکې، د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال هم ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

XS
SM
MD
LG