د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ وايي له وزيراعظم سره په خیبر پښتونخوا کې پر ناامنۍ غږېدلې


د سوات سياسي مشرانو او عامو خلکو د سېپټمبر پر ۱۸مه په مینګوره کې د ترهګرۍ پرضد مظاهره وکړه.
د سوات سياسي مشرانو او عامو خلکو د سېپټمبر پر ۱۸مه په مینګوره کې د ترهګرۍ پرضد مظاهره وکړه.

د سولې د نوبېل جایزې ګټونکې او د ماشومانو د تعليم نړيوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ ويلي، په "خپل پلرني ټاټوبي سوات او د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو برخو" کې يې د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې د فعالیتونو په اړه خپلې "اندېښنې" د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف سره شريکې کړې دي.

شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې (جنرل اسمبلۍ) په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته تللی وو او هلته يې د سېپټمبر پر ۲۳مه له ملالې يوسفزۍ سره ليدلي.

یوسفزۍ، چې په ۲۰۱۲ ز کال کې په سوات کې د طالبانو په ډزو سخته ژوبل شوې وه، وايي د سوات خلک ترهګري او له وجې يې بې کوري بیا نه شي زغملی.

هغې د سېپټمبر پر ۲۳مه پر خپله ټوېتر پاڼه ليکلي چې حکومت دې ولس خوندي کړي.

د یوسفزۍ په خبره، د انصاف ترلاسه کول او په امن کې اوسېدل د هر پاکستاني وګړي حق دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په سوات او يوشمېر نورو سيمو کې د ترهګرۍ پېښو پرضد احتجاجي مظاهرې شوې دي.

د سوات قامي جرګې وياند خورشيد کاکاجي د سېپټمبر پر ۲۴مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د ملالې يوسفزۍ اندېښنې پر ځای وبللې او زياته يې کړه چې د سوات خلک به دا ځل د پاکستانيو طالبانو له وېرې خپله سيمه خوشې نه کړي. "پر موږ که د توپو ډزې او يا هم هوايي بمباري کېږي، په هېڅ صورت به خپل کورونه خوشي نه کړو. موږ به دا ځل برعکس، مزاحمت کوو. تاسو وليدل چې په سوات، [کوز] دير، بونېر، وزيرستانونو، باجوړ، مومندو،کورمه او د بلوچستان په پښتون مېشته سيمو کې خلکو احتجاجونه وکړل."

خورشيد کاکاجي زياته کړه، د "ممکنه پوځي عملياتو" په نتيجه کې به د سيمې خلک ځکه هم کډې و نه کړي چې په تېرو څه باندې ۱۰ کلونو کې په ملاکنډ ډېوېژن او قبايلي ضلعو کې د شويو عملياتو او د خلکو د ځورونو باوجود وسله وال ختم نه شول.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې د ولس خوندیتوب د حکومتي ذمه واري ده - د سېپټېمبر ۱۹مې انځور.
ملالې یوسفزۍ ویلي چې د ولس خوندیتوب د حکومتي ذمه واري ده - د سېپټېمبر ۱۹مې انځور.

په تېرو دوو مياشتو کې له سوات پرته، په باجوړ، مومندو، خیبر، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان او کوز دير کې د وسله والو د ممکنه منظمېدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په جولای کې د مظاهرو او جرګو له پیلېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې هېچا ته عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي او پولیس د وسله والو پر وړاندې اقداماتو ته دوام ورکوي.

داراز، د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو ضد کارروایۍ پیلوي. تر دې یوه اوونۍ وروسته، د سوات چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې د امنیت ټینګښت لپاره د پوځ درې ډېوېژنه او ګڼ پولیسان سیمې ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته سپارلې وې.

په پېښور کې خبريال او شنونکی مشتاق يوسفزی په سوات کې د تحريک طالبان پاکستان د بيا فعالېدو په اړه د ملالې يوسفزۍ او د هغې سيمې د خلکو اندېښنې پرځای بولي.

دی وايي، دا وخت د تحريک طالبان پاکستان شاوخوا ۵،۰۰۰ وسله وال په افغانستان او تر ۳،۰۰۰ پورې په پاکستان کې دي. "د ملالې يوسفزۍ اندېښنې سمې دي ځکه چې طالبانو په سوات کې د پوليسو يو ډي اېس پي او د پوځ يو مېجر اغوا کړل. طالبانو د ځايي امن کمېټيو غړي هم په نښه کړل."

يوسفزي د سېپټمبر پر ۲۴مه له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه، پاکستاني چارواکي په خيبر پښتونخوا کې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو د بيا فعالېدو خبره "جدي نه نيسي" او نه هم له هغې ډلې سره د سولې د خبرو څرنګوالی په ډاګه کوي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د یوسفزي د ورکړي شمېر تصدیق نه شي کولای او افغان حکومت هم په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې خپله خاوره هېڅ وسله والې ډلې ته د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

بلخوا د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد سيد عرفان اشرف وايي، د پاکستان رياست نه غواړي چې تحريک طالبان پاکستان ختم شي. د ده په خبره، دا ځکه چې هغه هېواد د وسله والو په وسيله په افغانستان کې خپل اغېز ته دوام ورکړی دی.

اشرف وايي، د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې پاکستاني رياست له نړيوالو پيسې ترلاسه کړي او د هغه هېواد ولس ځاني او مالي تاوانونه ليدلي دي. " د ترهګرۍ په پېښو کې ۷۰،۰۰۰ پاکستاني وګړي او شاوخوا ۶،۰۰۰ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. خو د ترهګرو پرضد د جګړې په نوم د پاکستان رياست له نړيوالو ۳۳ اربه ډالره اخيستي دي."

اخوا د پاکستاني پوځ يو پخوانی برېګېډیير سيد نذير د اشرف څرګندونې ردوي او وايي، د هېڅ يوه هېواد حکومت يا پوځ نه غواړي چې خپل خلک د پیسو لپاره وژني.

نوموړی البته د ملالې يوسفزۍ دا خبره مني چې په سوات کې طالب وسله وال يو ځل بیا فعاله شوي، خو زياتوي چې دی فکر نه کوي پوځ به يې پرضد پراخ عمليات وکړي. "په سوات او بونېر کې طالبان موجود دي خو د پخوا په څېر مرکزونه نه لري او نه يې هم تر اوسه غټې چاودنې کړې دي. ځکه نو زه وايم چې پرضد به يې د تېر په څېر د لویې کچې عمليات و نه شي."

بلخوا د اطلاعاتي چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزير سلاکار محمد علي سيف د سېپټېمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته ويلي ول چې له تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت د اوربند لوظنامه پر خپل ځای ده او دا چې ادارې او پولیس په ګډه د امنيت د ټينګښت هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG