د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي د جنګ او تشدد مخنیوي لپاره ولس بیداروي


د فبرورۍ پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول.
د فبرورۍ پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له حکومته په قبایلي ضلعو کې د امنیت ټینګښت او ځايي ولس ته د طبیعي زېرمو د واک ورکولو غوښتنې کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشا کې د خپل یوه مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د خوشې کېدو په خوشالۍ کې جلسه وکړه چې ورته یوشمېر مشرانو ویناګانې وکړې.

وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له نیمايي راهیسې د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تور په کراچۍ کې بندي وو چې د فبرورۍ پر ۱۴مه د عدالتي حکمونو پر اساس خوشې شو.

د غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر او نورو مخکښو غړو د میرامشا جلسې ته په وینا کې وویل، د شمالي وزیرستان په ګډون په پښتون مېشتو سیمو کې "ناامني نه شي زغملای" او پرضد به یې "سوله ییزې مبارزې" ته دوام ورکوي.

وزیر په خپله وینا کې وویل، د پښتنو په سیه کې د "نوي جنګ حالات جوړېږي او خلک تشدد ته د هڅولو کوښښ" کېږي.

ده زیاته کړه چې د "جنګ او تشدد" مخه د پښتنو ترمینځ په "یووالي" نیسي او "ولس به بیداروي."

د غورځنګ جلسه د میرامشا بازار د دوکانونو ودانیو په منځ کې پر سړک شوې چې ورته د شمالي وزیرستان تر څنګ له جنوبي وزیرستان، بنو، ځونیخېلو (جانیخېلو) او د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو ګڼ خلک ورغلي ول او د علي وزیر د هرکلي نعرې یې ووهلې.

منظور پښتین جلسې ته په وینا کې وویل چې پښتون مېشته سیمې یوشمېر طبیعي زېرمې لري او له ایین سره سم، پر "خپلو وسایلو خپل اختیار غواړو او د دې لپاره به قام بیداروو."

په میرامشا کې جلسه پر داسې مهال شوې چې په وروستیو کې په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده.

خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي، د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکوي. په وروستیو کې پوځ او پولیسو وویل چې په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال یوشمېر مشکوک وسلوال وژلي دي.

له دې پرته د پاکستان او خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ژمنه کړې چې د پښتنو په سیمو کې د پیدا کېدونکو معدنیاتو لومړی حق به ځايي ولس ته ورکوي.

پي ټي اېم په وروستیو اوونیو کې د بشري حقونو خوندیتوب، د طبیعي زېرمو د واک ترلاسه کولو او د ناامنیو پرضد یوشمېر مظاهرې او جلسې کړې دي.

غورځنګ د فبرورۍ پر ۱۹مه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې په جلسه کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو د هواري غوښتنه وکړه. هغې جلسې ته د غورځنګ د مشر منظور پښتین او نورو مخکښه مشرانو په ګډون ګڼ پلویان او د ګڼ سیاسي او مدني فعالان ورغلي ول چې په کراچۍ ښار کې یې د پښتنو او افغانانو د "بې ځایه ګرفتاریو" درولو، په پښتون مېشته سیمو کې د ناامنۍ پرضد اقداماتو او هلته د پرمختیايي چارو ترسره کولو غوښتنې وکړې.

منظور پښتین د کراچۍ جلسې ته په وینا کې وویل، په پښتون مېشته سیمو کې پر زیاتې شوې ناامنۍ انتقاد وکړ او و یې ویل چې هلته وسلوال بیا د منظمېدو په حال کې دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي. د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هغه غونډه کې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، وفاقي وزیران، د صوبو اعلا وزیران، د سېنېټ غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم شریک وو.

تر دې مخکې، د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال هم ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

داراز، د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

XS
SM
MD
LG