د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیراوال وايي لسګونه وسلوال يې سيمې ته داخل شوي دي


د تيرا اوسېدونکي وايي چې وسلوال په بازار زخه خېلو کې ګرځېدلي دي ــ انځور له ارشيفه
د تيرا اوسېدونکي وايي چې وسلوال په بازار زخه خېلو کې ګرځېدلي دي ــ انځور له ارشيفه

د خيبر ضلعې د تیرا ولس دعوه کړې ده چې د امنيتي ځواکونو او پوليسو په موجودګۍ کې يې لسګونه وسلوال سيمې ته داخل شوي دي.

د تيرا د سياسي اتحاد غړو او سوداګرو د اپرېل پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د اوږدې مودې تر ناامنۍ او کډوالۍ وروسته يې په سيمه کې امن بحال شوی او په هېڅ صورت نه غواړي چې سيمه يې يو ځل بيا ناامنه شي.

په دې اړه د تیرا د سوداګرو اتحاديې مشر شېر محمد اپرېدي مشال راډيو ته وويل، ځايي ولس د وسلوالو په ليدو وېرېدلی دی. "په ټولو ځايونو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو چېک پوسټونو دي، خو هغوی (وسلوال) ورباندې راتېر شول او د بازار زخه خیلو نه د دوه توی پر لار تیرا باغ میدان ته راورسېدل."

نوموړي زياته کړه چې وسله لرونکي کسان په ښکاره کلاشنیکوف او راکټ لانچرې په لاس په بازار کې ګرځېدلي دي.

د اپرېدي په وينا، ولس د هغو ټولو کسانو غندنه کوي چې وسله په لاس ګرځي او د سيمې امن ته زيان رسوي.

په وروستيو کې پر ټولنيزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال لسګونه کسان په تیرا باغ بازار کې پلې ګزمه کوي او ځينې بیا په ګاډو کې ګرځي.

د تیرا میدان خلکو د هغو کسانو پر ګزمې سخت غبرګون ښوولی او د سيمې په بېلابېلو کلیو کې یې مشورتي او احتجاجي غونډې کړې دي.

په ملک دین خېلو لر باغ کې د تیرا سیاسي اتحاد یوه غړي او جمعیت علمای اسلام ځایي مشر مولانا حضرت خان د اپرېل پر ۱۰مه یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې هغوی به په هېڅ صورت څوک ناامنۍ ته نه پرېږدي. "موږ د لایسنس والا تفنګچه پېښور او اسلام اباد ته وړلی شو خو خپل تیرا میدان ته یې نه شو وړلی، دلته دومره سختي ده. نو بیا څنګه په دومره لویه شمېره کې وړې او لويې وسلې په لاس دا خلک باغ میدان ته داخل شول؟"

بلخوا د توحيد الاسلام په نوم د خیبر زخه خېلو امن تنظیم يو مشر د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ویلي چې وسلوال د هغوی د تنظيم غړي ول او تيرا ميدان ته د چا خلاف نه ول تللي بلکې د هغه په وينا، هلته يوازې د جرګو مرکو لپاره تللي ول.

نوموړې زياته کړه چې له اوږدې مودې راهیسې د حکومت په ملاتړ په زخه خیلو او د تیرا په ځينو برخو کې د حکومت مخالفه وسلوالو ډلو پرضد مبارزه کوي او ولسي وګړو ته یې څه زیان نه دی رسولی.

اخوا د خیبر ضلعې پولیسو یوازې دومره تصدیق کړی چې وسله لرونکي کسان د "امن تنظيم غړي" ول، خو د هغوی د ګزمې کولو په اړه يې څه نه دي ويلي.

د پاکستان حکومت په خيبر پښتونخوا کې د تېرو کلونو د ناامنيو پر مهال د امن لښکر او امن کمېټيانو په نوم د ولسي وګړو ډلې جوړې کړې وې او هغوی ته یې د وسلو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول د حکومت په ملاتړ کې د وسلوالو خلاف وجنګېږي.

خو دا روښانه نه ده چې ایا توحیدالاسلام د حکومت ملاتړې ډله ده او که څنګه.

البته د تیرا میدان خلکو ویلي چې هغوی د هر وسلوال تنظیم مخالف دي او زیاتوي چې په خیبر پښتنوخوا د قبایلي سیمو تر ورګډېدو وروسته اوس دا د رياست ذمه واري ده چې امن بحال وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر اوومه نېټه د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره "کوټلي پوځي عمليات" کوي.

د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي کابینې هم هغه پرېکړه تاييد کړه. البته دا موضوع په رسمي توګه په پارلېمان کې د بحث لپاره نه ده وړاندې شوې، خو يوشمېر سياسي ګوندونو،چې زياتره يې د پښتنو دي، د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG