د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني حکومت د وسله والو پرضد د عملیاتو منظوري ورکړې ده


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ۲۰۲۳م د اپرېل پر اوومه د ملي امنیت کمېټۍ د غونډې مشري وکړه.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ۲۰۲۳م د اپرېل پر اوومه د ملي امنیت کمېټۍ د غونډې مشري وکړه.

د پاکستان وفاقي حکومت د وسله والو ډلو پرضد د کوټلو عملیاتو کولو منظوري ورکړې ده خو د دې عملیاتو څرنګوالی او سیمه یې نه ده په ډاګه کړې.

دا پرېکړه د اپرېل پر اوومه په اسلام اباد کې د ملي امنیت کمېټۍ په هغه غونډه کې شوې چې مشري وزیراعظم شهباز شریف کوله.

په دې غونډه کې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، د وفاقي کابینې غړي او په وفاقي حکومت کې د شریکو ګوندونو استازي هم ناست وو.

تر غونډه وروسته د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حکومتي او پوځي مشرتابه د امنیت په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناامنۍ اوسنۍ پېښې د هغې تګلارې له کبله شوې دي چې له مخې یې له ناقانونه ګرځول شوې ډلې پاکستان تحریک طالبان سره نرمه رویه ساتل شوې وه.

د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې د ۲۰۲۱م کال له وروستیو د پوځ د هغه وخت د مشرتابه په سلا له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې پیل شوې وې.

هغه خبرې اترې د افغان طالبانو په منځګړتوب پیل شوې چې په څو پړاونو کې یې بیا سیاسي او قبایلي مشرانو هم برخه اخیستې وه.

د هغو خبرو اترو په نتیجه کې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ ډزبندي هم شوې وه چې بیا د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۷مه پای ته رسېدلې وه.

تحریک طالبان پاکستان هغه وخت ویلي وو چې ډزبندي یې ځکه ماته کړې ده چې د دوی په وینا پاکستانیو ځواکونو یې پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د اپرېل پر اوومه شوې غونډه کې د تحریک انصاف پر هغه تګلاره نیوکې کړې دي.

د دې غونډې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هم هغې تګلارې له کبله د تحریک طالبان پاکستان وسله والو له زندانونو خوشي شوي وو.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ دا غونډه په داسي حال کې شوې چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی دی. د ناامنۍ زیاتې پېښې د خیبر پښتونخوا په ښاري او قبایلي سیمو کې مخې ته راغلې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو د بیا فعاله کېدو پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ د ولسي پاڅون په نامه یو شمېر داسې غونډې هم شوې دي چې د سیاسي ګوندونو استازو پکې برخه اخیستې ده.

په دې غونډو کې د پاکستان حکومتي او پوځي ادارې په دې تورنې شوې دي چې د پښتنو پر خاوره یې د وسله والو پر فعالیتونو د یو پلان له مخې سترګې پټې کړې دي.

خو پاکستانیو چارواکو تل داسې تورونه رد کړي دي او دریځ لري چې په ملک کې روانه ترهګرۍ د دوی په وینا له بهره او په ځانګړې توګه له افغانستانه کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ممکنه پوځي عملیاتو په اړه د ملي امنیت کمېټۍ د تازه غونډې پرېکړه رد کړې ده.

منظور پښتین پر فیسبوک لیکلي، "حکومت د راتلونکو انتخاباتو او پوځي جنرل د کاروباري جنګ لپاره د دې لپاره د پښتنو په وینه یو جنګي بیانیه جوړوي چې تر راتلونکو پېښو وړاندې ولس په ذهني توګه تیار وي."

منظور پښتین ویلي چې دوی به په هیڅ صورت د پښتنو وطن بیا دې ته پرېنږدي چې د ده په وینا "بیا ورباندې د ډالرو لپاره جګړه وشي."

د سیمې پر حالاتو نظر لرونکی او د پاکستان د سېنېټ پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د پاکستان پوځ چې د وسله والو پرضد کوم عملیات کړي د هغه په نتیجه کې ترهګري کمه شوې نه بلکې زیاته شوې ده.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "حکومت چې تګلاره نه بدلوي او عملیات کوي نو دا غلطه خبره ده، او بل دوی ډېر لنډه ویلي چې دا له تېر حکومته غلطي شوېده، نو دوی د چا پرضد مقدمه چلولې او له چا یې تپوس کړی دی؟"

افراسیاب خټک زیاته کړه چې بل پو په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد نېشنل ایکشن پلان جوړ شوی وو پر کوم چې د ده په وینا هیڅ عمل ونه شو.

د ۲۰۱۴م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو تر خونړي برید وروسته د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره پر جوړ شوي نېشنل ایکشن پلان تر دې وړاندې هم ډېرې نیوکې شوې وې.

خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې په ملک کې یې د وسله والو هغه زور مات کړی دی کوم چې د دوی په وینا د نېشنل ایکشن پلان تر جوړېدو وړاندې موجود وو.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو پرضد تر پراخو عملیاتو وروسته په بیا بیا ادعا کړې چې د وسله والو ملا یې ماته کړې ده.

د دې عملیاتو وروستۍ هغه د ضرب عضب په نامه د ۲۰۱۴م کال د جون له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې ترسره شوي وو.

د دې عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو چې د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي وو چې اوس یې زیاتره بیرته ستانه شوي دي.

خو د نورو قبایلي ضلعو په ګډون په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې د وسله والو فعالیتونه او هدفي بریدونه په پرلپسې توګه روان دي.

XS
SM
MD
LG