د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګه وايي پوځ ورسره د ۵۰ بندیانو پر خوشې کولو سلا شوی دی


د اتمانزیو جرګې او د شمالي وزیرستان انتظاميې ترمينځ د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پرلومړۍ نېټه د شوي ملاقات انځور.
د اتمانزیو جرګې او د شمالي وزیرستان انتظاميې ترمينځ د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پرلومړۍ نېټه د شوي ملاقات انځور.

چارواکي د پېښور د کورکمانډر او د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې د مشرانو ترمینځ په ملاقات کې د ۵۰ بندیانو پر خوشې کولو سلا شوي دي.

د جرګې مشر ملک نصرالله وزیر مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۲۸مه يې له کور کمانډر جنرال حسن اظهر حیات سره وليدل او پر يوشمېر مسلو يې ورسره خبرې وکړې.

نوموړي وویل، اوسمهال د ۲۹ هغو بندیانو د خوشې کېدو امر شوی دی چې په مختلفو پېښو کې نيول شوي دي.

د وزیر په خبره، ټاکل شوې ده چې په هغو کې ۲۱ بندیان د فبرورۍ پر ۲۹مه په ميرامشا کې خوشې کېږي.

البته هغه په دقیقه توګه د خوشې کېدونکو بندیانو د مبینه جرمونو او د هغوی د پېژندګلوۍ په اړه مشخص معلومات ور نه کړل.

امنیتي چارواکي هم له جرګې سره شوې خبرې تاییدوي او وايي چې پاتې کسان به وروسته خلاص کړي.

ملک نصرالله وزیر زیاتوي چې پوځ په سيمه کې د امنیت ټينګولو او پرمختیايي پروژو پيلولو ډاډ ورکړی دی.

د اتمانزیو جرګې د تېر کال له اوړي راهیسې په سيمه کې د امنیت ټېنګښت او هدفي وژنو د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي دي او هغه کسان يې جرمانه کړي ول چې له پوځي چارواکو سره ملاقونه کړي ول. دوی ان د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې وه.

په رزمک کې د اتمانزیو د "ولسونو د یووالي" لپاره جرګه د ۲۰۲۳ز کال د جولای په وروستۍ لسيزه کې پيل شوې وه او په غوښتنو کې یې د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول شامل ول.

هغې جرګې د نومبر پر لومړۍ نېټه په میرامشا کې له انتظامي چارواکو سره د خبرو وروستی پړاو سر ته ورساوه او و یې ویل چې حکومت یې د امنیت ټینګښت غوښتنه منلې ده.

خو د اتمانزیو جرګې په ډېسېمبر کې دعوه وکړه چې چارواکو د امنیت ټینګښت غوښتنه نه ده پوره کړې نو ځکه احتجاجاً د شمالي وزیرستان ټولې لارې تړي. د جرګې مشرانو د هغې میاشت په پای کې وویل چې د چارواکو په ډاډ احتجاج ختموي.

د شمالي وزیرستان خبریال رسول داوړ وايي چې جرګې به په سيمه کې د امن راوستو چغې وهلې او ویل به يې چې هدفي وژنې روانې دي خو د ده په خبره، د فبرورۍ پر ۲۸مه په تازه موافقه کې د هدفي وژنو د مخنيوي ذکر نه دی شوی.

امریکايي ډالر
برتانیوی پاونډ
یورو
افغانۍ
سعودي ریال
اماراتی درهم
قطری ریال
ایرانی تومان
کوېتی دینار

یادونه: دا د بانکونو نرخونه دي چې ښايي له ازاد بازاره لږ مختلف وي.

XS
SM
MD
LG